A A A A A

Good Character: [Faith]


متى 21:22
کُومه دُعا چه تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به واړه قبُوله شى.“

روميان 10:17
اَؤ ايمان دَ زيرى په آؤريدلو پيدا کيږى اَؤ آؤريدل دَ مسيح په باب کښے دَ زيرى ورکولو نه.

عبرانيان 11:1-6
[1] پس ايمان دا دے چه په هغه څيزُونو باور وکړو چه پرے اُميد لرُو، اَؤ دَ ناليدلو څيزُونو ثبوت دے.[2] ځکه زمُونږ مشران دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے په حضُور کښے مقبُول وګرزولے شول.[3] مُونږ ته دَ ايمان په وسيله دا معلُومه ده چه عالمُونه دَ خُدائے په کلام جوړ شوى دى، داسے نۀ ده چه څۀ چه په نظر راځى هغه دَ ظاهرى څيزُونو نه جوړ شوى دى.[4] دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے دَ پاره هابيل دَ قائن نه غوره قُربانى پيش کړه، اَؤ هم په هغه ايمان دَ هغۀ دَ صداقت ګواهى ورکړے شوه ځکه چه خُدائے دَ هغۀ دَ قُربانو په باب کښے ګواهى ورکړه. اګر که هابيل مړ شوے دے خو دَ ايمان په وسيله هم تر اوسه ګواهى کوى.[5] دَ ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکه آسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ته ښکاره نۀ شو ځکه چه خُدائے هغه پورته اُوچت کړے وو، اَؤ دَ هغۀ دَ پورته کيدو نه مخکښے دَ هغۀ په باب کښے دا ګواهى ورکړے شوه چه هغه دَ خُدائے خوښ شوے وو.[6] اَؤ بغير دَ ايمان نه دَ خُدائے خوشحالول نامُمکن دى، ځکه چه خُدائے ته راتلُونکى ته په دے ايمان راؤړل په کار دى چه هغه موجُود دے اَؤ څوک ئے چه لټوى، هغوئ ته اَجر ورکوى.

مرقوس 11:22-24
[22] عيسىٰ ورته جواب ورکړو چه ”په خُدائے ايمان لرئ.[23] زَۀ تاسو ته دا وايم چه که څوک دے غر ته ووائى چه دَ خپله ځايه پورته شه اَؤ په درياب کښے وغورزيږه، اَؤ په زړۀ کښے ئے شک نۀ وى اَؤ ايمان لرى، نو هر څۀ چه وائى هغه به دَ هغۀ دَ پاره وشى.[24] ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ هر څۀ دَ پاره چه تاسو دُعا يا سوال کوئ نو په دے يقين ولرئ چه دا تاسو حاصل کړو، نو ستاسو به شى.

يعقوب 2:19
تۀ په دے خبره ايمان لرے چه خُدائے يکى يو دے. خير دا ښۀ کوے! شيطانان هم دا ايمان لرى اَؤ دَ ويرے نه رپيږى.

اِفِسيان 2:8-9
[8] ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلے دے، دا ستاسو له طرفه نه نه، بلکه دَ خُدائے بخښنه ده.[9] اَؤ دا دَ عملُونو په سبب نۀ ده، دَ پاره دَ دے چه څوک فخر ونۀ کړى.

لوقا 1:37
ځکه چې د خدای دپاره هیڅ کار ناشونی نه دی.»

دوېم کورنتيان 5:7
ځکه چه مُونږ په ايمان ژوندُون تيرَوُو، نۀ چه دَ سترګو په ليدلو.

اِفِسيان 2:8
ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلے دے، دا ستاسو له طرفه نه نه، بلکه دَ خُدائے بخښنه ده.

اول کورنتيان 2:5
دَ دے دَ پاره چه ستاسو ايمان دَ اِنسان په حِکمت نه بلکه دَ خُدائے په قُدرت موقُوف وى.

يعقوب 1:5-8
[5] خو که په تاسو کښے په چا کښے دَ حِکمت کمے وى نو هغه دِ ئے دَ خُدائے نه غواړى چه بغير دَ ملامتولو نه ئے هر چا ته پُوره په فياضئ ورکوى، نو هغۀ ته به هم ورکولے شى.[6] خو سوال دِ په ايمان سره کوى اَؤ هيڅ شک دِ نۀ کوى ځکه چه شک کوُونکے دَ سمندر دَ هغه چپو په مِثال دے کُومے چه دَ هوا په زور ښکته اَؤ پورته کيږى.[7] داسے سړے دِ دا نۀ ګڼى چه ګنى ما ته به دَ مالِک نه څۀ په لاس راشى.[8] هغه سړے دوه زړيه وى اَؤ هغه په خپلو خبرو ټينګ نۀ وى.

فيليپيان 4:13
مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ کښے زَۀ هر څۀ کولے شم.

يعقوب 1:5-8
[5] خو که په تاسو کښے په چا کښے دَ حِکمت کمے وى نو هغه دِ ئے دَ خُدائے نه غواړى چه بغير دَ ملامتولو نه ئے هر چا ته پُوره په فياضئ ورکوى، نو هغۀ ته به هم ورکولے شى.[6] خو سوال دِ په ايمان سره کوى اَؤ هيڅ شک دِ نۀ کوى ځکه چه شک کوُونکے دَ سمندر دَ هغه چپو په مِثال دے کُومے چه دَ هوا په زور ښکته اَؤ پورته کيږى.[7] داسے سړے دِ دا نۀ ګڼى چه ګنى ما ته به دَ مالِک نه څۀ په لاس راشى.[8] هغه سړے دوه زړيه وى اَؤ هغه په خپلو خبرو ټينګ نۀ وى.

فيليپيان 4:13
مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ کښے زَۀ هر څۀ کولے شم.

يعقوب 2:24
نو بيا تاسو وينئ چه اِنسان تش په ايمان نه، بلکه په عمل صادِق کيږى.

لوقا 17:5
رسولانو عیسی ته وویل: «زمونږ ایمان قوي کړه.»

Pashto Bible
No Data