A A A A A

ښه لوښه: [همدردي]


کولوسيان 3:12
نو بيا تاسو دَ خُدائے خلق يئ، هغۀ تاسو سره مينه وکړله اَؤ هغۀ تاسو غوره کړئ، ځکه زړۀ سواندے، مهربانى، عاجزى، شرافت اَؤ زغم واغوندئ.

يعقوب 5:11
ګورئ صبر کوُونکو ته مُونږ بختور وايُو. تاسو خو دَ ايوب دَ صبر حال آؤريدلے دے، اَؤ دَ مالِک له طرفه چه دَ دے انجام وشو هغه مو هم معلُوم کړو، ځکه چه مالِک ډير مهربان اَؤ رحيم دے.

روميان 9:15
لکه چه هغۀ مُوسىٰ ته ووئيل چه :  ”په چا چه زَۀ رحم کوم، په هغه به ئے کوم اَؤ په چا چه زَۀ ترس کوم، په هغه به ئے کوم.“

دوېم کورنتيان 1:3-4
[3] زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ خُدائے اَؤ پلار ثنا دِ وى څوک چه دَ رحمتُونو پلار اَؤ دَ هر قِسم تسلئ خُدائے دے.[4] هغه زمُونږ په ټولو مُصيبتُونو کښے مُونږ له تسلى راکوى دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغه تسلئ سره چه مُونږ له ئے خُدائے راکوى هغو ته هم مُونږ دَ تسلئ ورکولو جوګه شُو څوک چه په څۀ نه څۀ مُصيبت کښے ګير دى.

فيليپيان 2:1-3
[1] نو بيا چه مسيح تاسو ته دا تسلى درکولے شى چه دَ هغۀ دَ مينے نه تاسو زړۀ ور شئ اَؤ په تاسو کښے دَ رُوحُ القُدس شراکت، زړۀ سواندے اَؤ همدردى وى،[2] نو تاسو زما خوشحالى پُوره کړئ چه په يو زړۀ، په يو شان مينه اَؤ يو خيال ولرئ.[3] دَ خود غرضئ اَؤ بے ځايه فخر په وجه څۀ مه کوئ، بلکه په عاجزئ يو بل دَ ځان نه غوره ګڼئ.

متى 9:35-38
[35] دغه شان عيسىٰ په ټولو کلو اَؤ ښارُونو وګرزيدو اَؤ دَ هغوئ په عبادت خانو کښے ئے تعليم ورکاوو اَؤ دَ بادشاهئ زيرے ئے آؤروو اَؤ هر رنځ اَؤ هره کمزورتيا ئے جوړوَله.[36] دَ هغه خلقو په ليدو ئے زړۀ وسوځيدولو ځکه چه هغوئ دَ بے شپُونکى ګډو په شان خوارۀ وارۀ اَؤ پريشانه وُو.[37] هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”فصل ډير دے خو مزدُوران لږ دى.[38] دَ دے دَ پاره تاسو دَ فصل مالک ته سوال وکړئ چه هغه دَ فصل ريبلو مزدُوران راواستوى.“

متى 20:29-34
[29] کله چه هغوئ دَ يريحو نه وتل نو ډير خلق ورپسے روان وُو.[30] دَ لارے په غاړه دوه ړاندۀ سړى ناست وُو. هغوئ چه دا واؤريدل چه عيسىٰ په دے لاره تيريږى نو هغوئ چغے کړے، ”اَئے مالکه! په مُونږ رحم وکړه! دَ داؤد زويه!“[31] خلقو وزورل اَؤ ورته ئے ووئيل چه غلى شئ. خو هغوئ نورے هم چغے کړے چه ”مالکه! په مُونږ رحم وکړه! اَئے دَ داؤد زويه!“[32] عيسىٰ ودريدو اَؤ هغوئ ئے راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تاسو زما نه څۀ غواړئ؟“[33] هغوئ ووئيل مالکه! مُونږ خپل نظر غواړُو.[34] دَ عيسىٰ زړۀ پرے ډير وسوزيدو اَؤ دَ هغوئ سترګو له ئے لاس وروړو اَؤ هغوئ سمدستى بينا شول اَؤ ورپسے روان شول.

متى 14:13-21
[13] عيسىٰ چه دا قِصه واؤريده نو په يوه کِشتئ کښے يواځے يو خوشى ځائے ته لاړو. خو خلق خبر شو اَؤ په دَۀ پسے دَ ښارُونو نه دَ وچے په لاره پياده لاړل.[14] هغه چه غاړے ته راورسيدو نو يوه لويه ګڼه ئے وليده، زړۀ ئے پرے وسوزيدلو اَؤ چه څوک په کښے رنځُوران وُو هغه ئے روغ کړل.[15] ناوخته دَ هغۀ مُريدان راغلل اَؤ وئے وئيل، ”دا خوشے ځائے دے اَؤ ورځ تيره ده، خلق کلو ته رُخصت کړه چه ځان له خوراک واخلى.“[16] هغۀ جواب ورکړو، ”دَ دوئ دتلو حاجت نِشته، تاسو دَ ځانه دوئ ته دَ خوراک څۀ ورکړئ.“[17] هغوئ ووئيل چه ”مُونږ سره خو ټولے ټالے پينځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان دى.“[18] هغۀ ووئيل، ”دا ما ته راکړئ.“[19] بيا هغۀ خلقو ته ووئيل چه په واښو باندے کښينئ. بيا هغۀ دا پينځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان واخستل، آسمان پلو ئے وکتل، دُعا اَؤ برکت ئے وغوښتو اَؤ ډوډئ ئے ماتے کړے اَؤ هغه ئے مريدانو ته ورکړے اَؤ مُريدانو هغه په خلقو تقسيم کړے.[20] هغو ښه په مړه ګيډه خوراک وکړو اَؤ څۀ ترے پاتے هم شوے چه هغه هغوئ راټولے کړے نو دولس لوئے ټوکرئ ترے ډکے شوے.[21] خوا اَؤ شا پينځۀ زره سړو دغه ډوډئ خوړلے وه چه ښځے اَؤ ماشُومان په کښے شمار نۀ وُو.

متى 15:29-39
[29] دَ دغه ځايه چه عيسىٰ روان شو نو دَ ګليل درياب په غاړه غرُونو ته وختو اَؤ چه هلته کښيناستو[30] نو ډير خلق ورته راغلل چه ورسره ګُډ، کاڼۀ، ړانده، شل اَؤ ډير رنځُوران وُو. دوئ هغه خلق دَ دَۀ په پښو کښے کيښودل اَؤ هغۀ هغوى جوړ کړل.[31] هغه خلق په دے ډير حيران شول چه چاړاګانو خبرے وکړلے، مات ګُډ خلق روغ شول اَؤ ګرزيدل اَؤ ړاندۀ بينا شول اَؤ ټولو په دے دَ اِسرائيل دَ خُدائے لوئى بيان کړه.[32] عيسىٰ خپل مُريدان راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زما په دے خلقو زړۀ سوځى، دوئ دَ دريو ورځو راسے ما سره دى اَؤ هيڅ ئے نۀ دى خوړلى. زَۀ دوئ نهر رُخصتول نۀ غواړم، کيدے شى چه دوئ په لارے دَ کمزورتيا نه پريوزى.“[33] مُريدانو جواب ورکړو چه ”په دے بيابان کښے به دومره خلقو له مُونږ ډوډئ دَ کُومه راؤړو؟“[34] عيسىٰ ورته ووئيل چه ”تاسو سره څومره ډوډئ دى؟“ هغوئ ځواب ورکړو چه ”اُووۀ ډوډئ اَؤ يو څو واړۀ کبان.“[35] نو هغۀ خلقو ته ووئيل چه په مزکه کښينئ.[36] هغه اُووۀ ډوډئ اَؤ کبان ئے راواخستل، بيا ئے دَ خُدائے شکر ووے، ډوډئ ئے ماتے کړے اَؤ مُريدانو ته ئے ورکړے، اَؤ مُريدانو په خلقو وويشلے.[37] ټولو ځانُونه ښۀ ماړۀ کړل. اَؤ چه څۀ ټُکړے ترے پاتے شوے نو هغه ئے راټولے کړے. هغه دومره وے چه اُووۀ ټوکرئ ترے ډکے شوے.[38] دَ بچو اَؤ ښځو نه علاوه څلورو زرو کسانو هغه ډوډئ خوړلے وه.[39] هغۀ بيا خلق رُخصت کړل، کِشتئ ته وختلو اَؤ دَ مګدن علاقے ته لاړو.

متى 6:30-44
[30] که چرے خدائے هغه واښۀ چه نن شته اَؤ صبا په تنُور کښے سوزولے شى، هغو ته دا رنګ جامے اغوستولے شى، نو هغه به تاسو بے جامے ساتى څۀ؟ ستاسو عقيدے څومره کمزورے دى![31] نو دا انديښنے مه کوئ چه څۀ به وخورُو يا څۀ به وڅښُو يا څۀ به اغُوندُو،[32] په دے ټولو څيزونو پسے نور قومونه زغلى. ځکه چه ستاسو آسمانى پلار پوهيږي چه تاسو ته دَ هر څۀ حاجت دے.[33] تاسو دَ هر څۀ نه اول دَ خدائے بادشاهئ اَؤ دَ هغۀ دَ ريښتينوالئ لټُون کوئ، نو نور هر څۀ به تاسو ته په خپله حاصل شى.[34] ځکه دَ صبا غم مۀ کوئ، صبا به خپل غم په خپله کوى. دَ نن دَ پاره نننے غم کافى دے.[35] دَ نورو عيبُونه مه لټوئ چه ستاسو عيبُونه هم ونشى لټولے.[36] ځکه چه څنګه تاسو دَ نورو عيبُونه لتوئ دغه شان به ستاسو عيبُونه هم ولټولے شى، اَؤ څنګه چه تاسو دَ بل ميچ کوئ، دغه رنګ به ستاسو هم ميچ کيږي.[37] تاسو دَ خپل ورور دَ سترګے خسڼى ته ولے ګوته نيسئ چه په خپله مو په سترګه کښے تير غړيږى؟[38] اَؤ تۀ څۀ رنګ خپل ورور ته دا وئيلے شے چه راشه ستا دَ سترګے نه دا خسڼے وباسم، هر کله چه ستا په خپله سترګه کښے تير غړيږي؟[39] اَئے رياکاره! اَول دَ خپلے سترګے نه تير وباسه، نو بيا به ستا نظر تيز شى اَؤ دَ خپل ورور دَ سترګے نه به خسڼے هم وويستے شے.[40] پاک څيزُونه سپو له مه ورکوئ، خپلے مرغلرے خنزيرانو ته مه غورزوئ. هغوئ به ئے تر پښو لاندے کړى اَؤ په تاسو به راوګرزى اَؤ ريچے ريچے به مو کړى.[41] وغواړئ نو دربه کړے شى، ولټوئ نو وبه ئے مُومئ، وټکوئ نو ور به درته بيرته شى.[42] څوک ئے چه غواړى، هغه ئے آخلى، اَؤ څوک ئے چه لټُون کوى، هغه ئے مُومى، اَؤ څوک ئے چه ټکوى، هغۀ ته ور بيرته کيږي.[43] په تاسو کښے داسے څوک شته چه زوئ ترے ډوډئ وغواړى اَؤ دَئے به ورله کاڼے ورکړى؟[44] اَؤ يا چه ماهے وغواړى نو مار به ورکړى؟

لوقا 15:11-32
[11] بیا عیسی وویل: «یو سړي دوه زامن لرل،[12] کشر زوی یې خپل پلار ته وویل: «پلاره! ما ته مې خپله برخه جایداد راکړه.» نو هغه سړي خپل جایداد د خپلو دواړو زامنو ترمنځ ووېشلو.[13] څو ورځې وروسته کشر زوی خپله برخه جایداد خرڅ کړ او پیسې یې واخیستلې او یو لیرې وطن ته لاړ او خپلې پیسې یې هلته په عیاشۍ کې بیځایه برباد کړلې.[14] کله چې هغه خپل هرڅه مصرف کړل، په هغه وطن کې سخته قحطي راغله او هغه محتاج شو.[15] نو هغه لاړ او د هغه وطن د یو سړي سره نوکر شو او هغه سړي هغه خپلو پټیو ته ولېږه چې خوګان وساتي.[16] هغه په دې ارمان ؤ چې خپله ګېډه په هغو خواړو باندې مړه کړي چې خوګانو به خوړل، خو هیچا هغه ته څه نه ورکول.[17] په پای کې د هغه عقل سر ته راغی او ویې ویل: «زما د پلار مزدوران دومره زیات خواړه لري چې ورڅخه پاتې کیږي او زه دلته د لوږې له لاسه مړ کېږم.[18] زه به لاړ شم او خپل پلار ته به ورشم او ورته به ووایم چې پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده.[19] زه نور د دې وړ نه یم چې ته راته خپل زوی ووایې. ما هم یو له خپلو مزدورانو څخه وشمیره.»[20] نو هغه پاڅېد او د خپل پلار کور ته روان شو. هغه لا کور ته نه ؤ رسېدلی چې پلار یې هغه له لیرې ولیده، زړه یې ورباندې وسوځېده او په منډه منډه د خپل زوی خواته ورغی. هغه یې په غېږ کې ونیوه او ښکل یې کړ.[21] زوی یې وویل: «پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده. زه نور د دې وړ نه یم چې ستا زوی وګڼل شم.»[22] خو پلار یې خپلو نوکرانو ته وویل: «ژر شئ. تر ټولو ښه چپنه راوړئ او هغه ته یې واغوندئ. ګوته ورته په لاس کړئ او څپلۍ ورته په پښو کړئ.[23] یو چاغ خوسکی راولئ او حلال یې کړئ او راځئ چې میله جوړه کړو او خوشحالي وکړو.[24] ځکه چې زما دا زوی مړ شوی ؤ او بېرته راژوندی شوی دی. هغه ورک شوی ؤ، خو اوس پیدا شوی دی.» نو هغوی جشن پیل کړ.[25] خو د هغه مشر زوی په دې وخت کې په پټي کې ؤ. کله چې راغی او کور ته رانږدې شو نو د ساز او نڅا آواز یې واورېد.[26] نو یو نوکر یې راوغوښت او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: «دا څه دي؟»[27] نوکر ځواب ورکړ: «ستا ورور راغلی دی او پلار دې یو چاغ خوسکی حلال کړی دی، ځکه چې هغه روغ رمټ بېرته راغلی دی.»[28] خو مشر ورور دومره په قهر شو چې نه یې غوښتل کور ته ننوځي. پلار یې دباندې راووت او هغه ته یې زاري وکړه چې کور ته ننوځي.[29] خو هغه خپل پلار ته په ځواب کې وویل: «ګوره، کلونه کلونه کیږي چې ما لکه د غلام په شان ستا خدمت کړی دی او هیڅکله مې ستا د امر څخه سرغړونه نه ده کړې. خو ماته دې یو سیرلی هم نه دی راکړې چې خپلو دوستانو ته مې میلمستیا ورکړې وای.[30] خو دې زوی دې خپل ټول جایداد په فاحشو باندې برباد کړ او کله چې بېرته کور ته راغی نو تا ورته چاغ خوسکی حلال کړ.»[31] پلار یې ورته وویل: «زما زویه! ته تل زما سره یې او زه چې هرڅه لرم هغه ستا دي.[32] خو اوس باید جشن ونیسو او خوشحالي وکړو، ځکه چې ستا دا ورور مړ شوی ؤ، خو اوس بېرته راژوندی شوی دی، هغه ورک شوی ؤ، خو اوس پیدا شوی دی.»»

Pashto Bible
No Data