A A A A A

ښه لوښه: [بې پروايي]


دوېم کورنتيان 12:21
ويريږم چه زَۀ درشم نو زما خُدائے ما ستاسو په وړاندے عاجز نه کړى اَؤ زَۀ په ډيرو خلقو چه ګُناهُونه ئے کړى دى، اَفسوس ونۀ کړم ځکه چه هغوئ دَ هغے ناپاکئ، حرامکارئ اَؤ شهوت پرستئ نه چه ئے کړى دى، توبه نۀ ده کړے.

دوېم تيموتيوس 2:22
دَ ځوانئ دَ خواهشاتو نه تيښته کوه، اَؤ څوک چه په پاک زړۀ دَ مالِک نه دُعا غواړى، دَ هغوئ سره دَ صداقت، ايمان اَؤ مينے اَؤ دَ صُلحے طلب ګار اوسه.

اعمال 15:20
بلکه په ليکلو ورته هدايت وکړُو چه بُتانو ته پيش کړے نذرانے څيزُونه اَؤ حرامکارئ اَؤ دَ خپه شوے غوښے نه اَؤ دَ وينے نه ځان وساتئ.

کولوسيان 3:5
نو بيا هغه شوقُونه مړۀ کړئ کُوم چه مزکين دى، يعنے حرامکارى، ناپاکوالے، شهوت، بد خواهشات اَؤ حرص چه بُت پرستى ده،

اِفِسيان 5:3
اَؤ څنګه چه پاکانو له پکار دى په تاسو کښے دِ دَ حرامکارئ، يا دَ هيڅ قِسم ناپاکئ، يا لالچ ذکر قدرے هم نۀ وى،

ګلتيان 5:19
اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى، يعنے حرامکارى، ناپاکى، شهوت،

اول کورنتيان 6:18-19
[18] دَ حرام کارئ نه تښتئ! سړے چه څومره نور ګُناهُونه کوى هغه دَ بدن نه بهر دى خو حرام کار دَ خپل بدن هم ګُناهګار دے.[19] آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ،

اول کورنتيان 7:2
خو دَ حرام کارئ دَ ويرے نه دِ هر سړے خپله ښځه اَؤ هره ښځه دِ خپل خاوند وساتى.

اول کورنتيان 10:13
اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.

اول پطروس 2:11
خوږو ملګرو! زَۀ تاسو ته خواست کوم چه تاسو خپل ځانُونه مُسافر اَؤ مُهاجر وګڼئ، دَ هغه جسمانى خواهشُونو نه ځان ساتئ چه دَ رُوح سره جنګ کوى.

عبرانيان 13:4
وادۀ دِ په تاسو ټولو کښے دَ عزت خبره وګڼلے شى، ښځه اَؤ خاوند دِ دَ يو بل سره وفادار پاتے شى ځکه چه خُدائے به په خپله دَ حرامکارو زِناکارو عدالت کوى.

يهوداه 1:7
دغه شان دَ صُدوم اَؤ عموره اَؤ دَ ګيرچاپيره ښارُونو مِثال واخلئ چه دَ هغوئ خلق هم دَ هغو فرښتو په شان غير فطرى فعل اَؤ په حرامکارئ کښے پريوتل، اَؤ هغوئ ته دَ تل په اور کښے سزا ورکړے کيږى، اَؤ دا زمُونږ دَ پاره عبرت دے.

متى 5:8
بختور دى هغوئ چه زړونه ئے پاک دى، هغوئ به دَ خدائے ديدن وکړى.

روميان 12:1
دَ دے دَ پاره زما ورُوڼو! زَۀ دَ خُدائے رحمتُونه تاسو ته دريادوم اَؤ درته خواست کوم چه خپل ځانُونه هغۀ ته دَ داسے ژوندئ قُربانئ دَ پاره وړاندے کړئ چه هغۀ ته قبُوله اَؤ مُناسب وى، اَؤ ستاسو عبادت دِ دَ زړۀ اَؤ پوهے دواړو له رُويه معقُول وى

روميان 13:13
اَؤ چه دَ ورځے دَ رڼا په مُطابق ژوندُون تير کړُو، نۀ چه په ګډا اَؤ نشه بازئ، نۀ په مستئ، نۀ په زِناکارئ اَؤ نۀ په شهوت پرستى، نۀ په جګړے اَؤ حسد،

اول تِسالونيکيان 4:3-4
[3] نو دَ خُدائے دا مرضى ده چه تاسو پاک شئ، يعنے دَ حرامکارئ نه ځان وساتئ.[4] اَؤ په تاسو کښے دِ هر يو خپل وجُود په پاکوالى اَؤ عزت سره په قابُو کښے ساتل زده کړى،

ګلتيان 5:19-21
[19] اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى، يعنے حرامکارى، ناپاکى، شهوت،[20] بُت پرستى، جادُوګرى، دُښمنى، جګړے، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، جُدائى، بِدعتُونه،[21] بُغض، نشے، ګډا نڅا اَؤ دَ دے په شان نور. دَ دے په باب کښے درته دَ وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وُو چه داسے خلق به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ وى.

Standard Bible
Public Domain