A A A A A

God: [God's Will]


اول تيموتيوس 2:3-4
[3] دا زمُونږ دَ خلاصوُونکى خُدائے په نزد بهتره اَؤ غوره ده.[4] هغه غواړى چه ټول خلق خلاصون ومُومى اَؤ دَ حقيقت تر پيژندګلو ورسى.

اول تِسالونيکيان 5:18
اَؤ په هر حال کښے شکر کوئ ځکه چه په عيسىٰ مسيح کښے ستاسو په حقله دَ خُدائے دغه رضا ده.

اول تِسالونيکيان 4:3
نو دَ خُدائے دا مرضى ده چه تاسو پاک شئ، يعنے دَ حرامکارئ نه ځان وساتئ.

عبرانيان 13:20-21
[20] مالِک عيسىٰ چه دَ ګډو لوئے شپُونکے دے چه هغۀ دَ خپلے وينے په وسيله دَ تل وعده تړلے ده، هم هغه خُدائے چه دَ سلامتئ سرچينه دے، له مړو نه بيا ژوندے پورته کړو.[21] اوس هم هغه خُدائے تاسو په هره خبره کښے تيار کړه چه دَ هغۀ مرضى پُوره کړئ، اَؤ هر څۀ چه هغه خوښوى دَ عيسىٰ مسيح په وسيله هم هغه په مُونږ کښے پيدا کړى. دَ هغۀ حمد و ثنا دِ تل تر تله وى. آمين.

لوقا 9:23
بیا یې هغوی ټولو ته وویل: «که څوک غواړي چې زما د پیروانو څخه واوسي نو باید د خپل ځان څخه تېر ي، هره ورځ دې خپل صلیب را واخلي او په ما پسې دې راځي.

يعقوب 1:5
خو که په تاسو کښے په چا کښے دَ حِکمت کمے وى نو هغه دِ ئے دَ خُدائے نه غواړى چه بغير دَ ملامتولو نه ئے هر چا ته پُوره په فياضئ ورکوى، نو هغۀ ته به هم ورکولے شى.

اول پطروس 2:15
ځکه چه دَ خُدائے دا مرضى ده چه تاسو نيکى وکړئ اَؤ دَ ناپوهه خلقو دَ جهالت خبرے بند کړئ.

متى 6:10
ستا بادشاهئ دِ راشى. ستا مرضى دِ په مزکه پُوره شى څنګه چه په آسمان کښے پُوره کيږى.

اِفِسيان 5:15-20
[15] اوس دے ته پام وکړئ چه تاسو څنګه چليږئ. دَ ناپوهو په شان نه، بلکه دَ هوښيارانو په شان چليږئ.[16] اَؤ وخت غنيمت وګڼئ ځکه چه زمانه بده ده.[17] نو ځکه کم عقل کيږئ مه بلکه په دے ځان پوهه کړئ چه دَ مالِک مرضى څۀ ده.[18] اَؤ په شرابو مستيږئ مه ځکه چه دَ دے نه بدکارى پيدا کيږى، بلکه په پاک رُوح معمُور شئ.[19] اَؤ په خپلو کښے زبُور، سندرے اَؤ رُوحانى غزلے وايئ، اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ مالِک سندرے اَؤ حمدُونه وايئ.[20] اَؤ په ټولو خبرو کښے زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم زمُونږ دَ خُدائے پلار هر وخت شکر کوئ.

دوېم پطروس 3:9
مالِک په خپل لوظ کښے ډيل نۀ کوى لکه چه بعضے خلق ډيل ګڼى بلکه ستاسو په باب کښے صبر کوى، دَ پاره دَ دے چه دَ چا هلاکت نۀ غواړى بلکه دا غواړى چه ټولو خلقو ته دَ توبے موقعه ورکړے شى.

اول يوحنا 1:9
که مُونږ دَ خپلو ګُناهُونو اِقرار کوُو نو هغه وفادار اَؤ صادِق دے، اَؤ هغه به زمُونږ ګُناهُونه مُعاف کړى اَؤ دَ هر قِسم بدو نه به مو پاک کړى.

اول تيموتيوس 2:4
هغه غواړى چه ټول خلق خلاصون ومُومى اَؤ دَ حقيقت تر پيژندګلو ورسى.

عبرانيان 10:36
ځکه خو تاسو ته صبر کول ضرورى دى چه دَ خُدائے مرضى پُوره کړئ اَؤ لوظ کړى شوى څيزُونه حاصل کړئ.

Pashto Bible
No Data