A A A A A

God: [God's Love]


اول کورنتيان 13:13
لنډه دا چه ايمان، اُميد اَؤ مينه درے واړه پاتے کيږى خو په دوئ کښے مينه افضله ده.

اول يوحنا 3:1
پلار مُونږ سره څومره زياته مينه کړے ده چه مُونږ ته دَ خُدائے بچى ووئيلے شُو اَؤ دغه شان مُونږ هم يُو. اَؤ دُنيا مُونږ ځکه نۀ پيژنى چه هغه ئے هم نۀ دے پيژندلے.

اول يوحنا 4:7-8
[7] خوږو دوستانو! راځئ چه دَ يو بل سره مينه ولرُو ځکه چه مينه دَ خُدائے له طرفه ده، اَؤ هر هغه څوک چه مينه لرى هغه له خُدائے نه پيدا شوے دے اَؤ خُدائے پيژنى.[8] خو څوک چه مينه نۀ لرى هغه خُدائے نۀ پيژنى، ځکه چه خُدائے مينه دے.

اول يوحنا 4:16-19
[16] دغه شان مُونږ خبر يُو اَؤ يقين لرُو چه خُدائے مُونږ سره مينه لرى. خُدائے مينه دے اَؤ څوک چه په مينه کښے قائم وى، هغه په خُدائے اَؤ خُدائے په هغۀ کښے پاتے کيږى.[17] اَؤ په دے مينه په مُونږ کښے کامله شوے ده چه دَ عدالت په ورځ مُونږ باور ولرُو، اَؤ دا ځکه لکه چه هغه دے مُونږ هم په دے دُنيا کښے يُو.[18] په مينه کښے ويره نِشته، کامله مينه ويره لرے کوى ځکه چه ويره په سزا پورے تعلق لرى. اَؤ هر هغه څوک چه ويريږى، په هغۀ کښے مينه کامله شوے نۀ ده.[19] مُونږ ځکه مينه کوُو چه اول خُدائے مُونږ سره مينه وکړله.

ګلتيان 2:20
زَۀ دَ مسيح سره په سولئ شوے يم اَؤ اوس زَۀ ژوندے نۀ يم بلکه مسيح په ما کښے ژوندے دے. اَؤ زَۀ چه اوس کُوم ژوندُون لرم نو دَ خُدائے په زوئے په ايمان راوړلو کښے ئے تيروم چا چه زما سره مينه کړے ده اَؤ خپل ځان ئے زما دَ خاطره ورکړو.

يوحنا 3:16
خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.

يوحنا 15:13
دَ دے نه زياته نوره مينه نِشته چه يو سړے دِ دَ خپل دوست دَ پاره خپل ځان ورکړى.

روميان 5:8
خو خُدائے خپله مينه مُونږ ته داسے ښکاره کړه، کله چه مُونږ لا ګُناه ګار وُو نو مسيح زمُونږ دَ پاره مړ شو!

اِفِسيان 2:4-5
[4] خو خُدائے چه په رحم غنى دے دَ هغۀ دَ خپلے لوئے مينے په سبب چه هغۀ زمُونږ سره وکړه[5] چه مُونږ چه دَ ګُناهُونو په وجه مړۀ وُو نو مُونږ ئے دَ مسيح سره بيا ژوندى کړُو. تاسو په فضل خلاصُون مُوندلے دے.

اول پطروس 5:6-7
[6] نو بيا دَ خُدائے دَ مظبُوط لاس دَ لاندے په حليمئ اوسيږئ چه هغه تاسو په وخت باندے سربلند کړى.[7] اَؤ خپل ټول فکر په هغۀ واچوئ ځکه چه هغه ستاسو خيال لرى.

روميان 8:37-39
[37] خو بيا هم دَ دے هر څۀ سره ښکاره کامله فتح بيا مُومُو دَ هغه چا په وسيله څوک چه مُونږ سره مينه کوى![38] ځکه چه زما دا باور دے چه دَ خُدائے دَ مينے نه چه مُونږ ئے په خپل مالِک عيسىٰ مسيح کښے لرو، نۀ مرګ اَؤ نۀ ژوندُون، نۀ فرښتے، نۀ نور آسمانى حاکمان، نۀ قُوتُونه،[39] نۀ اوسنى اَؤ نۀ راتلُونکى څيزُونه، نۀ پاسنئ دُنيا اَؤ نۀ لاندينئ دُنيا اَؤ نۀ په څۀ مخلُوقات کښے داسے هيڅ څيز نِشته چه مُونږ جُدا کولے شى.

Pashto Bible
No Data