A A A A A

God: [Time]


دوېم کورنتيان 6:2
څنګه چه هغه په خپله فرمائى :  ”ما دَ خپل فضل په وخت ستاسو واؤريدل اَؤ دَ خلاصُون په ورځ مے ستاسو مدد وکړو.“ ګورئ دَ قبليدو وخت اوس راغلے دے، ګورئ دا دَ خلاصُون ورځ ده!

اول يوحنا 2:17
اَؤ دُنيا اَؤ دَ هغے شوق فنا کيدُونکى دى، خو څوک چه دَ خُدائے په مرضئ عمل کوى هغه به تل تر تله پاتے کيږى.

يوحنا 3:16
خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.

يوحنا 9:4
تر څو چه لا ورځ ده نو مُونږ ته په کار دى چه دَ هغه چا په کار آخته يُو چه زَۀ ئے راليږلے يم، شپه راروانه ده چه هيڅوک په کښے کار نۀ شى کولے.

روميان 13:11
اَؤ دَ وخت تقاضا پيژنئ ځکه چه اوس هغه وخت راغلے دے چه تاسو دَ خوبه بيدار شئ، ولے څۀ وخت چه مُونږ ايمان راؤړے وو، دَ هغے په نسبت اوس زمُونږ خلاصُون نزدے دے.

مرقوس 13:32-33
[32] خو دَ هغے ورځے اَؤ هغه ساعت پته هيچا ته نِشته، نۀ دَ آسمان فرښتو ته اَؤ نۀ زوئے ته، خو يواځے يو پلار پرے خبر دے.[33] خبردار شئ، ويښ اوسئ تاسو دَ دے نه خبر نۀ يئ چه هغه وخت به کله راځى.

دوېم پطروس 3:8-9
[8] زما ملګرو! دا خبره دِ ستاسو نه هيره نۀ شى چه دَ مالِک په نزد يوه ورځ دَ زرو کالو برابره ده اَؤ زر کاله دَ يوے ورځے برابر.[9] مالِک په خپل لوظ کښے ډيل نۀ کوى لکه چه بعضے خلق ډيل ګڼى بلکه ستاسو په باب کښے صبر کوى، دَ پاره دَ دے چه دَ چا هلاکت نۀ غواړى بلکه دا غواړى چه ټولو خلقو ته دَ توبے موقعه ورکړے شى.

کولوسيان 4:5-6
[5] وخت قيمتى وګڼئ، اَؤ دَ بے ايمانانو سره دَ هوښيارئ سلُوک کوئ.[6] ستاسو کلام دِ هميشه داسے دَ فضل نه ډک اَؤ خوندناک وى چه تاسو هر چا له مُناسب جواب ورکولے شئ.

اِفِسيان 5:15-17
[15] اوس دے ته پام وکړئ چه تاسو څنګه چليږئ. دَ ناپوهو په شان نه، بلکه دَ هوښيارانو په شان چليږئ.[16] اَؤ وخت غنيمت وګڼئ ځکه چه زمانه بده ده.[17] نو ځکه کم عقل کيږئ مه بلکه په دے ځان پوهه کړئ چه دَ مالِک مرضى څۀ ده.

اول تِسالونيکيان 5:1-3
[1] نو اَئے ورُوڼو! دَ دے خبرے هيڅ حاجت نِشته چه دَ وختُونو اَؤ دَ موقعو په بابت تاسو ته څۀ وليکلے شى،[2] ځکه چه تاسو په خپله په دے ښۀ پوهيږئ چه دَ مالِک دَ راتلو ورځ دغه شان راتلُونکے ده لکه چه دَ شپے غل راځى.[3] څۀ وخت چه به خلق وائى چه ”سلامتيا اَؤ امن دے“ هم هغه وخت به په دوئ دغه شان ناڅاپى هلاکت راشى لکه اُميدواره ښځه چه په دړدونو کښے شى، اَؤ هغوئ به هيڅ کله بچ نۀ شى.

يعقوب 4:13-17
[13] تاسو چه دا وايئ چه ”مُونږ به نن يا صبا فلانکى ښار ته لاړ شُو اَؤ هلته به يو کال ايساريږُو اَؤ په سوداګرئ کښے به ګټه کوُو،“[14] اَؤ په دے نۀ يئ خبر چه صبا به څۀ کيږى، ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ دَ يو بړاس په شان دے چه دَ لږ ساعت دَ پاره ښکاره شو اَؤ بيا ختم شو.[15] دَ داسے وينا په ځائے تاسو ته دا وئيل په کار دى چه ”که مالِک غواړى نو مُونږ به ژوندى پاتے شُو اَؤ دا يا هغه کار به هم وکړُو.“[16] خو اوس تاسو په خپلو ډُوزو فخر کوئ خو دا قِسم فخر کول بد دى.[17] نو بيا که څوک په ښو کولو پوهيږى اَؤ نۀ ئے کوى، دَ هغۀ دَ پاره دا ګُناه ده.

Pashto Bible
No Data