A A A A A

God: [Names of God]


يوحنا 1:1
په ازل کښے کلام وو اَؤ کلام دَ خُدائے څخه وو اَؤ کلام خُدائے وو،

يوحنا 14:6
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ لار يم، زَۀ حق يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. هيڅوک هم زما دَ وسيلے نه بغير پلار ته نۀ شى راتلے.

متى 6:9
نو داسے دُعا کوئ :  اَے په آسمان کښے زمُونږ پلاره! ستا نُوم دِ پاک وى.

متى 28:19
ځکه تاسو په مزکه خوارۀ شئ اَؤ ټول قومُونه زما مُريدان کړئ اَؤ دَ پلار، دَ زوئے اَؤ دَ رُوحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ.

اعمال 4:12
دَ بل هيچا په وسيله خلاصُون نِشته ځکه چه په ټوله دُنيا کښے بل نُوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چه په هغے مُونږ خلاصُون ومُومو.“

رويا 1:8
قادر مُطلق خُدائے وائى چه ”زَۀ الاول اَؤ الاخر يم، چه شته، چه وو اَؤ چه راتلُونکے دے.“

روميان 8:15
اَؤ کوم رُوح چه تاسو مُوندے دے، هغه دَ غُلامئ هغه رُوح نۀ دے چه تاسو بيا ويره وى، خو هغه رُوح دے کُوم چه مُونږ بچى جوړوى اَؤ مُونږ دَ دے قابل کوى چه مُونږ ووايو، ”آبا!“ يعنے، ”اَئے پلاره!“

فيليپيان 2:10-11
[10] دَ پاره دَ دے چه دَ عيسىٰ په نُوم هر يو موجودات په سجده شى، خوا که په آسمانُونو کښے، يا په مزکه کښے، يا هغه چه دَ مزکے دَ لاندے وى،[11] اَؤ دَ خُدائے پلار دَ جلال دَ پاره هره يوه ژبه اِقرار وکړى چه عيسىٰ مسيح مالِک دے.

Pashto Bible
No Data