A A A A A

God: [I Will Never Leave You]


اول کورنتيان 10:13
اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.

اول پطروس 5:7
اَؤ خپل ټول فکر په هغۀ واچوئ ځکه چه هغه ستاسو خيال لرى.

دوېم تيموتيوس 1:7
ځکه کُوم رُوح چه خُدائے مُونږ ته راکړے دے، دَ ويرے دَ پاره نه، بلکه دَ قُدرت، دَ مينے اَؤ په نفس قابُو کولو طاقت دَ پاره.

عبرانيان 4:16
نو راځئ چه مُونږ دَ خدائے دَ فضل دَ تخت په وړاندے په زړه ورتيا يُون کوو چه په مُونږ رحم وشى اَؤ هغه فضل حاصل کړُو کُوم چه دَ حاجت په وخت زمُونږ مدد وکړى.

عبرانيان 13:4-6
[4] وادۀ دِ په تاسو ټولو کښے دَ عزت خبره وګڼلے شى، ښځه اَؤ خاوند دِ دَ يو بل سره وفادار پاتے شى ځکه چه خُدائے به په خپله دَ حرامکارو زِناکارو عدالت کوى.[5] دَ زرو دَ مينے نه ځان ساتئ اَؤ څۀ چه درسره دى په هغے صبر کوئ، ځکه چه خُدائے په خپله فرمائيلى دى چه :  ”زَۀ به هيڅ کله هم ستاسو نه بے پرواه کيږم نه، اَؤ تاسو به هيڅ کله پرے نۀ ږدم.“[6] نو ځکه مُونږ ډير په زړه ورتيا سره دا وايُو چه :  ”مالِک زما مددګار دے، زَۀ به ويره نۀ کوم، اِنسان به مے څۀ وکړى؟“

متى 28:20
اَؤ دا تعليم ورکوئ چه په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چه ما تاسو ته حُکم کړے دے. اَؤ دا يقين لرئ چه زَۀ به تل تاسو سره يم، تر آخره وخته پورے.“

رويا 3:10
ځکه چه تا زما دَ صبر کلام منلے دے اَؤ مظبُوط پرے ولاړ يئے، زَۀ به هم تا دَ هغه آزميښت نه چه دَ ټولے دُنيا په خلقو راتلُونکے دے، بچ کړم.

روميان 8:28
اَؤ لکه چه مُونږ ته معلُومه ده چه خُدائے په هر څيز کښے دَ هغوئ دَ پاره ښۀ پيدا کوى څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى اَؤ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق رابللے شوى دى.

فيليپيان 4:6-7
[6] دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ.[7] نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده، ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى.

Pashto Bible
No Data