A A A A A

Church: [Womens Roles]


ګلتيان 3:28
نۀ خو څوک په تاسو کښے اوس يهُودى دے اَؤ نۀ غير يهُودى، نۀ څوک غُلام دے اَؤ نۀ آزاد، نۀ څوک سړے دے اَؤ نۀ ښځه، ځکه چه تاسو ټول دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے يو يئ.

اول تيموتيوس 2:9-15
[9] هم دغه شان ښځے دِ هم په حياداره جامه کښے دَ شرم اَؤ پرهيزګارئ سره خپل ځانُونه سمبالوى، نۀ په کونڅو اَؤ سرو زرو اَؤ ملغلرو اَؤ قيمتى جامو سره،[10] بلکه په نيکو کارُونو څنګه چه دَ ديندارئ اِقرار کوُونکو ښځو ته مُناسب دى.[11] ښځے دِ په خاموشئ په پُوره تابعدارئ سره زده کوى.[12] اَؤ زَۀ اجازت نۀ ورکوم چه ښځے دِ تعليم ورکړى يا دِ په خاوندانو حُکم چلوى، بلکه خاموشه دِ پاتے شى.[13] ځکه چه اول آدم پيدا کړے شو دَ هغۀ نه پس حوا.[14] اَؤ په آدم دوکه ونۀ شوه بلکه ښځه په دوکه کښے پريوتله اَؤ ګُناه ګاره شوه.[15] خو دَ اَؤلاد په زيږيدو به خلاصُون بيا مُومى، په شرط دَ دے چه هغه په ايمان، مينه اَؤ پاګيزګئ کښے سره دَ پرهيزګارئ پاتے شى.

اول تيموتيوس 2:12
اَؤ زَۀ اجازت نۀ ورکوم چه ښځے دِ تعليم ورکړى يا دِ په خاوندانو حُکم چلوى، بلکه خاموشه دِ پاتے شى.

اول کورنتيان 11:3
نو بيا زَۀ تاسو خبرول غواړم چه دَ هر سړى سر مسيح، اَؤ دَ ښځے سر سړے، اَؤ دَ مسيح سر خُدائے دے.

لوقا 8:1-3
[1] څه موده وروسته عیسی ښار په ښار او کلي په کلي ګرځیده، وعظ یې کاوه او د خدای د پادشاهۍ زېری یې ورکاوه او هغه دولس شاګردان هم ورسره وو.[2] یو څو ښځې چې د ناروغیو څخه یې شفا موندلې وه او د پېریانو څخه خلاصې شوې وې هم ورسره وې: لکه مریم چې په مجدلیه مشهوره وه چې اووه پېریان ورڅخه وتلي وو،[3] یونا د خوزا ښځه چې میړه یې د هیرودیس د دربار ناظر ؤ، سوسن او نورې ډېرې ښځې چې د خپلو شتمنیو څخه یې د عیسی او د هغه د شاګردانو سره مرسته کوله.

اِفِسيان 5:22-33
[22] اَئے ښځو! دَ خپلو خاوندانو داسے تابعدارے اوسئ لکه چه دَ مالِک.[23] لکه چه مسيح دَ جماعت سر دے اَؤ هغه په خپله دَ بدن بچ کوُونکے دے دغسے هر خاوند دَ ښځے سر دے.[24] نو لکه څرنګ چه جماعت دَ مسيح تابع دے دغه شان دِ ښځے هم په هره خبره کښے دَ خپلو خاوندانو تابع وى.[25] اَئے خاوندانو! دَ خپلو ښځو سره مينه کوئ لکه څنګه چه مسيح دَ جماعت سره مينه کړے ده اَؤ خپل ځان ئے دَ هغۀ دَ پاره مرګ ته سپارلے دے،[26] دَ دے دَ پاره چه هغۀ ته دَ کلام سره په اوبو غُسل ورکړى، پاک ئے کړى اَؤ مُقدس ئے کړى،[27] اَؤ داسے دَ جلال جماعت ساز کړى اَؤ ځان ته ئے حاضر کړى، چه په بدن کښے ئے نۀ داغ وى، نۀ ګُنجے، اَؤ نۀ په کښے بل داسے څۀ څيز وى، بلکه پاک اَؤ بے عيبه وى.[28] دغه شان خاوندانو ته لازم دى چه دَ خپلو ښځو سره دَ خپل بدن په شان مينه کوى. څوک چه دَ خپلے ښځے سره مينه کوى هغه دَ خپل ځان سره مينه کوى.[29] ځکه چه چرے هم چا دَ خپل بدن سره دُښمنى نۀ ده کړے بلکه هغه پالى اَؤ پرورش ئے کوى، داسے لکه چه مسيح دَ جماعت کولو.[30] ځکه چه مُونږ دَ هغۀ دَ بدن اَندامُونه يُو.[31] ”هم دغه وجه ده چه سړے به دَ پلار اَؤ دَ مور نه بيل شى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به اوسيږى، اَؤ هغه دواړه به يو بدن شى.“[32] دا يو لوئے راز دے خو زَۀ ئے دَ عيسىٰ اَؤ جماعت په حقله وايم.[33] بهر حال په تاسو کښے دِ هم هر يو دَ خپلے ښځے سره دَ خپل ځان په شان مينه کوى، اَؤ ښځه دِ هم دَ دے خيال ساتى چه دَ خاوند عزت کوى.

اول تيموتيوس 2:11-15
[11] ښځے دِ په خاموشئ په پُوره تابعدارئ سره زده کوى.[12] اَؤ زَۀ اجازت نۀ ورکوم چه ښځے دِ تعليم ورکړى يا دِ په خاوندانو حُکم چلوى، بلکه خاموشه دِ پاتے شى.[13] ځکه چه اول آدم پيدا کړے شو دَ هغۀ نه پس حوا.[14] اَؤ په آدم دوکه ونۀ شوه بلکه ښځه په دوکه کښے پريوتله اَؤ ګُناه ګاره شوه.[15] خو دَ اَؤلاد په زيږيدو به خلاصُون بيا مُومى، په شرط دَ دے چه هغه په ايمان، مينه اَؤ پاګيزګئ کښے سره دَ پرهيزګارئ پاتے شى.

لوقا 10:38-42
[38] کله چې عیسی او شاګردان یې په خپله لاره روان شول، هغوی یو کلي ته ورسېدل او هلته یوې ښځې چې مرتا نومیدله عیسی په خپل کور کې میلمه کړ.[39] هغې د مریم په نوم یوه خور درلودله، هغه راغله او د عیسی پښو ته کښیناستله او د هغه خبرو ته یې غوږ نیولی ؤ.[40] مرتا د ډېرو کارونو له لاسه ستړې او پرېشانه شوه نو عیسی ته راغله او ورته ویې ویل: «ای استاده! ستا دې ته پام نه دی چې ټول کارونه زه کوم او خور مې راسره مرسته نه کوي؟ هغې ته ووایه چې راشي او مرسته راسره وکړي.»[41] عیسی هغې ته ځواب ورکړ: «مرتا، مرتا! ته د ډېرو شیانو دپاره اندیښنه کوې او ناآرامه یې،[42] خو یوازې یو شی ضروري دی. څه چې مریم خوښ کړي دي هغه ښه دي او دا به له هغې څخه وانه خیستل شي.»

تيطوس 2:3-5
[3] دغه شان دِ دَ بوډئ ګانو ښځو ظاهرى چال چلن دَ نيکانو وى، هغوئ دِ تور لګوُونکے اَؤ زيات شراب څښونکے نۀ وى بلکه ښے خبرے ورزده کوُونکے دِ وى،[4] دَ دے دَ پاره چه ځوانانو ښځو ته وښائى چه دَ خپلو خاوندانو اَؤ خپلو بچو سره دِ مينه ولرى،[5] اَؤ تقوىٰ دارے، پاک لمنے اَؤ دَ کور کار کوُونکے اَؤ مهربانى کوُونکے اَؤ دَ خپل خپل خاوند تابعدارے اوسى، دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے کلام بدنام نۀ شى.

اول کورنتيان 11:2-16
[2] زَۀ ستاسو تعريف کوم چه تاسو په هر خبره کښے ما يادوئ، اَؤ څنګه چه ما تاسو ته روايتُونه درورسول تاسو هغه هم هغه شان برقرار ساتئ.[3] نو بيا زَۀ تاسو خبرول غواړم چه دَ هر سړى سر مسيح، اَؤ دَ ښځے سر سړے، اَؤ دَ مسيح سر خُدائے دے.[4] کُوم سړے چه په پټ سر دُعا يا نبُوت کوى هغه خپل سر بے عزته کوى.[5] اَؤ کُومه ښځه چه سرتوره دُعا يا نبُوت کوى هغه خپله بے عزتى کوى ځکه چه هغه دَ سر خرئيلے په شان ده.[6] که ښځه لوپټه نۀ په سر کوى نو ويښتۀ دِ هم پريکړى. که دَ ښځے دَ پاره ويښتۀ پريکول اَؤ سر خرئيل دَ شرم خبره وى نو لوپټه دِ په سر کوى.[7] البته سړے دِ خپل سر نۀ پټوى ځکه چه هغه دَ خُدائے صُورت اَؤ دَ هغۀ دَ جلال عکس دے، خو ښځه دَ سړى جلال ده.[8] ځکه چه سړے دَ ښځے نه نۀ دے بلکه ښځه دَ سړى نه ده.[9] اَؤ سړے دَ ښځے دَ خاطره نه بلکه ښځه دَ سړى دَ خاطره پيدا شوه.[10] نو دَ فرښتو په سبب ښځے ته په کار دى چه په خپل سر دَ اِختيار نخښه ږدى.[11] خو بيا هم په مالِک کښے نۀ ښځه دَ سړى بغير ده اَؤ نۀ سړے دښځے بغير.[12] ځکه لکه څنګه چه ښځه دَ سړى نه ده هم هغه شان سړے هم دَ ښځے په وسيله دے، خو ټول څيزُونه دَ خُدائے دَ طرفه دى.[13] تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چه آيا ښځے ته سرتوره دُعا کول مُناسب دى څۀ؟[14] آيا تاسو ته په طبعى طور معلُومه نۀ ده چه که دَ سړى اُوږدۀ ويښتۀ وى نو دَ هغۀ بے عزتى ده؟[15] اَؤ که دَ ښځے اُوږدۀ ويښتۀ وى نو دَ هغے ښکلا ده، ځکه چه ويښتۀ هغے ته دَ پردے دَ پاره ورکړى شوى دى.[16] خو بيا هم که تاسو په بحث زور کوئ نو زَۀ به درته دا ووايم چه نۀ خو دا زمُونږ دستور دے اَؤ نۀ دَ خُدائے دَ جماعتُونو.

اعمال 18:26
هغۀ په عبادت خانے کښے په زړه ورتيا سره خبرے شروع کړے. چرته چه پرسکله اَؤ اکوله دَ هغۀ خبرے واؤريدلے نو هغوئ هغه دَ ځان سره کړو اَؤ دَ خُدائے لار ئے ورته په پُوره تفصيل سره بيان کړه.

اول کورنتيان 14:33-35
[33] ځکه چه خُدائے دَ بدنظمئ نه، بلکه دَ امن بانى دے. لکه چه دَ پاکانو په ټولو جماعتُونو کښے ده[34] ښځے دِ خاموشے کښينى. هغوئ ته دَ خبرو کولو حُکم نِشته بلکه دَ شريعت په مُطابق دِ تابعدارے اوسى.[35] اَؤ که هغوئ په څۀ خبره ځان پوهول غواړى نو دَ خپلو خاوندانو نه په کور کښے تپوس کولے شى. دا دَ شرم خبره ده چه ښځے دَ جماعت په غونډه کښے خبرے کوى.

اول تيموتيوس ೨:೧೧
ښځے دِ په خاموشئ په پُوره تابعدارئ سره زده کوى.

اِفِسيان 5:22-24
[22] اَئے ښځو! دَ خپلو خاوندانو داسے تابعدارے اوسئ لکه چه دَ مالِک.[23] لکه چه مسيح دَ جماعت سر دے اَؤ هغه په خپله دَ بدن بچ کوُونکے دے دغسے هر خاوند دَ ښځے سر دے.[24] نو لکه څرنګ چه جماعت دَ مسيح تابع دے دغه شان دِ ښځے هم په هره خبره کښے دَ خپلو خاوندانو تابع وى.

روميان 16:1
زَۀ تاسو ته دَ فيبے چه زمُونږ خور اَؤ دَ کِنخريه دَ جماعت خدمتګاره ده، سفارش کوم،

تيطوس 2:4-5
[4] دَ دے دَ پاره چه ځوانانو ښځو ته وښائى چه دَ خپلو خاوندانو اَؤ خپلو بچو سره دِ مينه ولرى،[5] اَؤ تقوىٰ دارے، پاک لمنے اَؤ دَ کور کار کوُونکے اَؤ مهربانى کوُونکے اَؤ دَ خپل خپل خاوند تابعدارے اوسى، دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے کلام بدنام نۀ شى.

اِفِسيان 5:22
اَئے ښځو! دَ خپلو خاوندانو داسے تابعدارے اوسئ لکه چه دَ مالِک.

اول تيموتيوس 5:14
نو زَۀ دا غواړم چه ځوانے کونډے دِ ميړۀ وکړى چه دَ هغوئ اَؤلاد وشى اَؤ دَ کور اِنتظام دِ کوى اَؤ دَ هيچا مخالف له دِ دَ بدے وينا کولو موقع ورنۀ کړى.

متى 27:55-56
[55] ډيرے ښځے هم هلته موجُودے وے اَؤ دَ لرے نه ئے تماشه کوله. هغوئ دَ ګليل نه په عيسىٰ پسے خدمت ته راغلے وے.[56] په هغوئ کښے يوه مريم مګدلينى وه اَؤ بله دَ يعقُوب اَؤ دَ يُوسف مور مريم، اَؤ دَ زبدى دَ زامنو مور وه.

اول کورنتيان 14:34-35
[34] ښځے دِ خاموشے کښينى. هغوئ ته دَ خبرو کولو حُکم نِشته بلکه دَ شريعت په مُطابق دِ تابعدارے اوسى.[35] اَؤ که هغوئ په څۀ خبره ځان پوهول غواړى نو دَ خپلو خاوندانو نه په کور کښے تپوس کولے شى. دا دَ شرم خبره ده چه ښځے دَ جماعت په غونډه کښے خبرے کوى.

روميان 16:7
اندرونيکوس اَؤ يونياس ته مے سلام وايئ، هغوئ زما وطنى دى اَؤ ما سره قيد شوى وُو اَؤ په رسُولانو کښے نُوميالى دى اَؤ زما نه ئے وړُومبے په مسيح ايمان راوړے وو.

اِفِسيان 5:21
اَؤ دَ مسيح دَ اِحترام له خاطره دَ يو بل تابعدارى کوئ.

تيطوس 2:1
خو تۀ هغه خبرے وربيان کړه کُومے چه دَ صحيح تعليم دَ پاره مُناسب دى،

اول کورنتيان 11:7
البته سړے دِ خپل سر نۀ پټوى ځکه چه هغه دَ خُدائے صُورت اَؤ دَ هغۀ دَ جلال عکس دے، خو ښځه دَ سړى جلال ده.

اول تيموتيوس 2:13-14
[13] ځکه چه اول آدم پيدا کړے شو دَ هغۀ نه پس حوا.[14] اَؤ په آدم دوکه ونۀ شوه بلکه ښځه په دوکه کښے پريوتله اَؤ ګُناه ګاره شوه.

اول تيموتيوس 3:2
نو ځکه دِ زمُونږ دَ جماعت مشر دَ اِلزام نه پاک، دَ يوے ښځے خاوند، بيدار، شريف، سم ميلمه دوست اَؤ دَ تعليم ورکولو لائق وى،

اول تيموتيوس 3:11
دغه شان دَ هغوئ ښځے دِ هم ادب ناکے وى، غيبت کووُنکے دِ نۀ وى بلکه بيدارے اَؤ په ټولو خبرو کښے دِ ايماندارے وى.

اِفِسيان 5:23
لکه چه مسيح دَ جماعت سر دے اَؤ هغه په خپله دَ بدن بچ کوُونکے دے دغسے هر خاوند دَ ښځے سر دے.

تيطوس 2:3
دغه شان دِ دَ بوډئ ګانو ښځو ظاهرى چال چلن دَ نيکانو وى، هغوئ دِ تور لګوُونکے اَؤ زيات شراب څښونکے نۀ وى بلکه ښے خبرے ورزده کوُونکے دِ وى،

اول پطروس 3:7
اَئے خاوندانو! دغه شان تاسو هم دَ خپلو ښځو سره په عقلمندئ ګُزاره کوئ اَؤ ښځے نازک لوښى وګڼئ، عزت ئے کوئ اَؤ داسے ګڼئ چه مُونږ دواړه دَ ژوند دَ نعمت وارثان يُو، دَ پاره دَ دے چه ستاسو دُعاګانے ايسارے نۀ شى.

کولوسيان 3:18-19
[18] اَئے ميرمنو! تاسو دَ خپلو خاوندانو تابعدارے اوسئ چه دا ستاسو دَ ايماندارانو فرض دے.[19] اَئے خاوندانو! دَ خپلو ښځو سره مينه لرئ اَؤ دَ هغوئ سره ترخيږئ مه.

اول پطروس 3:1-7
[1] اَئے ښځو! هم دغه شان تاسو هم دَ خپلو خپلو خاوندانو تابعدارے اوسئ، ځکه چه که په هغو کښے ځنے دَ خُدائے کلام نۀ منى چه بيا هم ستاسو پاک چال چلن ته وګورى اَؤ خُدائے ته راواؤړى،[2] يعنے چه ستاسو پاکيزه ګئ اَؤ اِحترام ته وګورى نو دَ څۀ وئيلو نه بغير دَ خپلو خپلو ښځو دَ چال چلن په وجه.[3] اَؤ ستاسو ډول اَؤ سنګار دِ ظاهرى نۀ وى، يعنے سر څڼے کول اَؤ دَ سرو زرو کالى اَؤ قِسما قِسم جامے آغوستل،[4] بلکه ستاسو دَ غير فانى سنګار ډول دِ په باطنى اِنسانيت کښے، په حليمئ اَؤ دَ آرامئ په رُوح کښے وى، چه دَ خُدائے په نزد ډير قيمتى دے.[5] اَؤ په وړُومبئ زمانه کښے هم په خُدائے اُميد لرُونکو پاکو ښځو خپل ځانُونه دغه شان سنګارول اَؤ دَ خپل خپل خاوند تابعدارے اوسيدلے،[6] لکه چه ساره دَ اِبراهيم په حُکم کښے اوسيدله اَؤ هغۀ ته ئے مالِک وئيل. که تاسو هم چرے نيکى کوئ اَؤ دَ څۀ بلا نه نۀ ويريږئ نو دَ هغے لُوڼه شئ.[7] اَئے خاوندانو! دغه شان تاسو هم دَ خپلو ښځو سره په عقلمندئ ګُزاره کوئ اَؤ ښځے نازک لوښى وګڼئ، عزت ئے کوئ اَؤ داسے ګڼئ چه مُونږ دواړه دَ ژوند دَ نعمت وارثان يُو، دَ پاره دَ دے چه ستاسو دُعاګانے ايسارے نۀ شى.

اول کورنتيان 14:34
ښځے دِ خاموشے کښينى. هغوئ ته دَ خبرو کولو حُکم نِشته بلکه دَ شريعت په مُطابق دِ تابعدارے اوسى.

کولوسيان 4:15
دَ لوديکيه ورُوڼو اَؤ نمفاس اَؤ دَ هغے دَ کور جماعت ته سلام ووايئ.

فيليپيان 4:2-3
[2] زَۀ يُووديه اَؤ سُنتخے ته خواست کوم چه هغوئ دِ دَ مالِک په يووالى کښے په يو زړۀ پاتے شى.[3] خو اَئے رښتينى دَ خدمت ملګريه! تا ته هم خواست کوم چه تۀ دَ هغه ميرمنو هم مدد کوه ځکه چه هغوئ ما سره په زيرى خورولو کښے کليمينتوس اَؤ زما دَ نورو دَ خدمت ملګرو سره خوارى وکړله دَ چا نومُونه چه دَ ژوندُون په کتاب کښے ليکلى دى.

Pashto Bible
No Data