A A A A A

Church: [Worship]


يوحنا 4:21-24
[21] عيسىٰ ووئيل، ”باور وکړه چه يو وخت داسے راتلُونکے دے چه نۀ خو به تاسو دَ آسمانى پلار عبادت په دے غر وکړئ اَؤ نۀ په بيتُ المُقدس کښے.[22] تاسو سامريان دَ هغه چا عبادت کوئ چه تاسو ئے نۀ پيژنئ، خو مُونږ دَ هغه چا عبادت کوُو چه مُونږ ئے پيژنُو، ځکه چه خلاصُون له يهوديانو نه دے.[23] خو وخت راتلُونکے دے بلکه اوس هم دے چه رښتينى سجدے کوُونکى به آسمانى پلار ته په رُوح اَؤ په رښتيا سجدے وکړى اَؤ پلار هم دغه شان عبادت کوُونکى غواړى.[24] خُدائے رُوح دے اَؤ هر څوک چه دَ هغۀ عبادت کوى هغه دِ هم په رُوح اَؤ په رښتيا سره دَ هغۀ عبادت وکړى.“

روميان 12:1-2
[1] دَ دے دَ پاره زما ورُوڼو! زَۀ دَ خُدائے رحمتُونه تاسو ته دريادوم اَؤ درته خواست کوم چه خپل ځانُونه هغۀ ته دَ داسے ژوندئ قُربانئ دَ پاره وړاندے کړئ چه هغۀ ته قبُوله اَؤ مُناسب وى، اَؤ ستاسو عبادت دِ دَ زړۀ اَؤ پوهے دواړو له رُويه معقُول وى[2] خپل ځان دَ دے موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ، بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوے کړے شى اَؤ دَ دے په وسيله ستاسو فطرت بالکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دے قابل شئ اَؤ په دے به پوهه شئ چه دَ خُدائے رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دے چه قبليدُونکے اَؤ کامل دے.

رويا 4:8-11
[8] دے څلورو حيوانانو چه هر يو شپږ وزرے لرلے اَؤ هر طرف ته ئے سترګے وے، شپه اَؤ ورځ بغير دَ دمے ئے دا ثنا وئيله :  ”قدُوس! قدُوس! قدُوس! رب القادر دَ ټولو، هغه چه وو، چه دے، اَؤ چه راتلُونکے دے.“[9] اَؤ هر کله چه حيوانان دَ هغۀ چه په تخت ناست دے اَؤ تل تر تله ژوندے دے، لوئى، عزت اَؤ شکر ګذارى وکړى،[10] نو هغه څليريشت مشران هم چه په تخت ناست دى، هغۀ ته په سجده پريوزى اَؤ عبادت ئے کوى چه تل تر تله ژوندے دے، اَؤ هغوئ خپل تاجُونه دَ تخت دَ وړاندے کيږدى اَؤ په چغو شى : [11] ”اَئے زمُونږ مالِکه خُدايه! تۀ دَ عزت، لوئى اَؤ قُدرت مالِک يئے ځکه چه تا هر څۀ پيدا کړل اَؤ دا ستا په مرضئ پيدا شول اَؤ په وجُود کښے راغلل.“

عبرانيان 12:28-29
[28] نو بيا چه مُونږ دَ هغۀ په بادشاهئ کښے شريک شوى يُو چه لړزولے نۀ شى نو ځکه دِ مُونږ دَ هغۀ فضل ونيسُو، نو مُونږ دِ دَ خُدائے په ويرے اَؤ زړۀ سواندے سره دَ خُدائے عبادت وکړُو ځکه چه دا هغه خوښوى.[29] نو ياد لرئ چه زمُونږ خُدائے يو سوزوُونکے اور هم دے.

رويا 14:7
هغے په زوره چغے کړے چه ”دَ خُدائے نه ويريږئ اَؤ دَ هغۀ ثنا وايئ ځکه چه هغه وخت راغلے دے چه هغه عدالت کوى. اَؤ هغۀ ته سجده وکړئ چه آسمان اَؤ مزکه، سمندر اَؤ دَ اوبو چينے ئے پيدا کړے دى!“

Pashto Bible
No Data