A A A A A

Church: [Speaking in Languages]


اول کورنتيان 1:5
چه تاسو په هغۀ کښے شوئ نو په ټولو خبرو کښے، په کلام اَؤ غم کښے دَ هر قِسم دولت خاوندان شوى يئ.

اعمال 2:4
اَؤ ټول په رُوحُ القُدس معمُور شول اَؤ په پردو ژبو ئے خبرے شروع کړے څنګه چه رُوحُ القُدس دَ خبرو طاقت ورکړو.

اعمال 19:6
اَؤ کله چه پولوس خپل لاسُونه په هغوئ کيښول نو په هغوئ رُوحُ القُدس نازل شو اَؤ هغوئ په مُختلفو ژبو خبرے کولے اَؤ دَ نبى په شان ګويا شول.

ګلتيان 5:22
خو دَ خُدائے دَ رُوح ميوه مينه، خوشحالى، سلامتى، زغم، مهربانى، نيکى، اِيماندارى،

مرقوس 16:17
دَ ايمان په راؤړلو به ترے دا مُعجزے څرګنديږى چه زما په نُوم به پيريان لرے کوى اَؤ په نا آشنا ژبو به خبرے کوى.

اول کورنتيان 14:2
څوک چه په روحانى ژبه کښے خبرے کوى نو هغه دَ خلقو سره نه، بلکه دَ خُدائے سره خبرے کوى، ځکه چه څوک دَ هغۀ په خبره پوهيږى نه اګر که هغه دَ رُوح په وسيله دَ راز خبرے کوى.

اول کورنتيان 14:23
نو بيا که ټول جماعت يو ځائے راغونډ وى اَؤ رُوحانى ژبے وائى اَؤ نابلده يا بے ايمانه خلق دَ ننه راشى نو آيا هغوئ به تاسو ته ليونى ونۀ وائى څۀ؟

اول کورنتيان 14:27-28
[27] که څوک په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوى نو تش دوه کسان يا زيات نه زيات درے دِ وار په وار خبرے وکړى اَؤ څوک دِ ئے خامخا تشريح کوى.[28] اَؤ کۀ څوک تشريح کوُونکے نۀ وى نو ښه به دا وى چه رُوحانى ژبه ويُونکے دِ په جماعت کښے چُپ پاتے شى اَؤ په خپل زړۀ کښے اَؤ دَ خُدائے سره دِ خبرے وکړى.

اول کورنتيان 12:8-11
[8] ځکه چه يو ته دَ رُوح په وسيله دَ حِکمت کلام ورکړے شى اَؤ بل ته دَ هم هغه رُوح په وسيله دَ علميت کلام،[9] چا ته دَ هغه رُوح په وسيله ايمان اَؤ چا ته هم دَ هغه رُوح په سبب دَ شفا ورکولو توان،[10] چا ته دَ مُعجزو طاقت، چا ته نبُوت، چا ته دَ مُختلفو رُوحونو پيژندل، چا ته دَ قِسما قِسم ژبو وئيلو توان اَؤ چا ته دَ ژبو تشريح کول.[11] خو دا ټول تاثيرُونه هغه يو رُوح کوى اَؤ چا ته ئے چه غواړى هغۀ ته ئے ورکوى.

اول کورنتيان 13:1-13
[1] که چرے زَۀ دَ فرښتو اَؤ دَ بنى آدمو په ژبه خبرے کوم اَؤ مينه نۀ لرم نو زَۀ ټنګيدُونکے پيتل يا شرنګيدُونکے چڼچڼے يم.[2] که زَۀ نبوت کولے شم اَؤ که ټول پټ حقيقت ما ته معلُوم وى اَؤ که دَ ټولو علمُونو ماهر شم اَؤ که زما ايمان به تر دے مظبُوط وى چه غرُونه وخوزوم، خو که زَۀ مينه نۀ لرم نو هيڅ نۀ يم.[3] که زَۀ خپل ټول مال په خلقو وخوروم تر دے چه خپل بدن سوزولو ته ورکړم، خو که زَۀ مينه نۀ لرم نو هيڅ فائده نِشته.[4] مينه صابره ده، مينه مهربانه ده اَؤ هيچا سره کينه نۀ لرى، مينه نۀ خو لافے وهى اَؤ نۀ لوئى کوى،[5] نۀ بے ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسے ګرزى، نۀ غصه کوى اَؤ نۀ بدګُمانى کوى.[6] مينه دَ نورو دَ بدو حساب نۀ ساتى اَؤ نۀ دَ نورو په بدکارئ خوشحاليږى بلکه په رښتياؤ خوشحاليږى.[7] داسے هيڅ څيز نِشته چه مينه ئے زغملے نۀ شى، په هر څۀ يقين کوى، دَ هر څۀ اُميد لرى اَؤ دَ هر څۀ زغم کوى.[8] دَ مينے زوال نِشته. که نبيان وى نو دَ هغوئ کار به ختم شى، که ژبے وى نو ختمے به شى، که علم وى نو فنا به شى،[9] ځکه چه زمُونږ علم اَؤ زمُونږ نبوت ناقِص دى.[10] خو کله چه کامِل راشى نو ناقِص به تير شى.[11] کله چه زَۀ ماشُوم وم نو دَ ماشُومانو غوندے خبرے مے کولے، دَ ماشُومانو په شان طبيعت مے وو اَؤ دَ ماشُومانو په شان مے پوهه وه، خو هر کله چه ځوان شوم نو دَ ماشُوموالى خبرے مے پريښودلے.[12] اوس مُونږ ته دا په آئينه کښے تَت تَت ښکارى خو په هغه وخت به ئے مخامخ ووينُو. په دے وخت زما عِلم ناقِص دے خو په هغه وخت به په پُوره طور وپيژندلے شم لکه چه خُدائے زَۀ پيژندلے يم.[13] لنډه دا چه ايمان، اُميد اَؤ مينه درے واړه پاتے کيږى خو په دوئ کښے مينه افضله ده.

اول کورنتيان 14:1-40
[1] اول دَ مينے لټُون کوئ خو دَ نورو رُوحانى نعمتُونو هم خواهش لرئ، اَؤ دَ هغو نه خصوصاً دَ نبوت.[2] څوک چه په روحانى ژبه کښے خبرے کوى نو هغه دَ خلقو سره نه، بلکه دَ خُدائے سره خبرے کوى، ځکه چه څوک دَ هغۀ په خبره پوهيږى نه اګر که هغه دَ رُوح په وسيله دَ راز خبرے کوى.[3] خو څوک چه دَ خُدائے کلام آؤروى هغه دَ خلقو سره دَ آبادئ اَؤ نصيحت اَؤ دَ تسلئ خبرے کوى.[4] څوک چه په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوى هغه دَ خپل ځان ترقى کوى اَؤ څوک چه نبُوت کوى هغه دَ جماعت ترقى کوى.[5] زَۀ به په دے خوشحاله يم چه تاسو ټول په رُوحانى ژبو کښے خبرے کوئ خو زيات دا غواړم چه تاسو دَ نبى په شان دَ خُدائے کلام دَ آؤرولو توان لرئ. اَؤ که رُوحانى ژبے ويُونکى دَ جماعت دَ ترقئ دَ پاره تشريح نۀ کوى نو بيشکه دَ نبى په شان کلام آؤروُونکے دَ هغۀ نه لوئے دے.[6] زما ملګرو، تاسو فرض کړئ چه کله چه زَۀ تاسو ته درشم اَؤ په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوم نو زَۀ تاسو ته څۀ فائده رسوم، تر څو چه زَۀ دَ کشف يا دَ عِلم يا دَ نبى په شان کلام يا دَ تعليم خبرے تاسو ته ونۀ کړم؟[7] تر دے چه بے ساه څيزُونه هم چه دَ کُومو نه چه آواز راوزى لکه شپيلئ يا رباب، که چرے دَ هغوئ په آوازُونو کښے فرق نۀ وى نو څوک به څۀ فرق کولے شى چه کُوم يو ساز غږيږى؟[8] که چرے دَ بګل آواز صفا نۀ وى نو جنګ ته به څوک ځان تيار کړى؟[9] هم دغه شان که چرے ستاسو په خپلو ژبو کښے خبرے صفا نۀ وى نو څوک به ستاسو په هغه خبره پوهه شى؟ تاسو به تش باد ته خبرے کوئ.[10] په دُنيا کښے څومره ژبے چه دى خو په دوئ کښے داسے يوه هم نِشته چه بے معنىٰ وى.[11] خو که چرے زَۀ دَ خبرے کوُونکى په ژبه نۀ پوهيږم نو دَ هغۀ خبرے به ما ته پردئ ښکارى اَؤ زما به هغۀ ته پردئ ښکارى.[12] نو کله چه تاسو دَ رُوحانى نعمتُونو خواهِش لرئ نو داسے کوشِش کوئ چه ستاسو دا نعمتُونه دَ جماعت دَ ترقئ دَ پاره وى.[13] نو بيا زَۀ وايم چه څوک چه په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوى نو هغه دِ دُعا وکړى چه دَ تشريح کولو جوګه شى.[14] دَ دے دَ پاره که زَۀ په دُعا کښے هم دغه شان ژبه اِستعمالوم نو زما رُوح خو دُعا کوى ولے عقل مے بے کاره دے.[15] نو بيا څۀ کول پکار دى؟ زَۀ به په رُوح کښے هم دُعا غواړم اَؤ په عقل کښے به هم دُعا کوم، زَۀ به په رُوح کښے هم دَ ثنا سندرے ووايم اَؤ په عقل کښے هم.[16] فرض کړه، که تۀ په رُوح کښے ثنا کوے اَؤ يو نا آشنا سړے چه هلته موجُود وى نو هغه به ستا په شکر ګذارئ څنګه آمين ووائى؟ ځکه چه هغه په دے نۀ پوهيږى چه تۀ څۀ وايئے.[17] ستا شکر ګذاری خو ښه ده خو هغه بل سړى ته څۀ مدد نۀ ورکوى.[18] دَ خُدائے شکر کوم چه زَۀ له تاسو نه زيات په رُوحانى ژبو کښے خبرے کوم.[19] خو زَۀ په جماعت کښے دَ نورو دَ تعليم اَؤ دَ پوهے دَ پاره تشے پينځۀ خبرے غوره ګڼم، په ځائے دَ دے چه په رُوحانى ژبه کښے لس زره خبرے وکړم.[20] اَئے زما ملګرو! په پوهه کښے ماشُومان مه جوړيږئ، بدئ ته خو ماشُومان شئ خو په پوهه کښے ځوانان.[21] په تورات کښے ليکلى دىچه خُدائے وائى :  ”زَۀ به دے قوم ته په پردو ژبو اَؤ په غيرو شُونډو خبرے وکړم اَؤ بيا به هم هغوئ زما خبرے وانۀ ورى.“[22] نو رُوحانى ژبے دَ ايماندارانو دَ پاره نه، بلکه دَ بے ايمانانو دَ پاره نخښے دى اَؤ دَ نبى په شان کلام کول دَ بے ايمانانو دَ پاره نه، بلکه دَ ايماندارانو دَ پاره نخښے دى.[23] نو بيا که ټول جماعت يو ځائے راغونډ وى اَؤ رُوحانى ژبے وائى اَؤ نابلده يا بے ايمانه خلق دَ ننه راشى نو آيا هغوئ به تاسو ته ليونى ونۀ وائى څۀ؟[24] خو که دَ نبى په شان کلام کوئ اَؤ څوک بے ايمانه يا نابلده دَ ننه راشى نو هغه به قائل شى اَؤ هر څۀ چه آؤرى، به دَ هغۀ جاج واخلى.[25] اَؤ دَ هغۀ دَ زړۀ راز به څرګند شى اَؤ بيا به هغه پړ مخ په سجده پريوزى اَؤ اِقرار به وکړى چه بيشکه خُدائے په تاسو کښے دے![26] نو اَئے زما ورُوڼو، لنډه دا چه هر کله چه تاسو عبادت ته جمع کيږئ نو هر يو دِ په تاسو کښے دَ زبُور، تعليم، کشف يا دَ رُوحانى ژبے دَ تشريح خيال لرى اَؤ دا ټولے خبرے به دِ دَ جماعت دَ ترقئ دَ پاره وى.[27] که څوک په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوى نو تش دوه کسان يا زيات نه زيات درے دِ وار په وار خبرے وکړى اَؤ څوک دِ ئے خامخا تشريح کوى.[28] اَؤ کۀ څوک تشريح کوُونکے نۀ وى نو ښه به دا وى چه رُوحانى ژبه ويُونکے دِ په جماعت کښے چُپ پاتے شى اَؤ په خپل زړۀ کښے اَؤ دَ خُدائے سره دِ خبرے وکړى.[29] که څوک دَ نبيانو په شان کلام کول غواړى نو په هغوئ کښے دوه يا درے تنه دِ خبرے وکړى اَؤ باقى خلق دِ دَ هغۀ دَ خبرو جاج واخلى.[30] خو که په موجُوده خلقو کښے چا ته دَ خُدائے کلام ورکړے شى نو وړُومبے کس دِ خاموش شى.[31] په تاسو ټولو کښے په يو وخت يو کس دَ نبى په شان کلام کولے شى، دَ دے دَ پاره چه ټول ئے زده کړى اَؤ تسلى مُوندلے شى.[32] څوک چه دَ نبى په شان کلام کوى، هغوئ دِ په خپل ځان قابُو ساتى.[33] ځکه چه خُدائے دَ بدنظمئ نه، بلکه دَ امن بانى دے. لکه چه دَ پاکانو په ټولو جماعتُونو کښے ده[34] ښځے دِ خاموشے کښينى. هغوئ ته دَ خبرو کولو حُکم نِشته بلکه دَ شريعت په مُطابق دِ تابعدارے اوسى.[35] اَؤ که هغوئ په څۀ خبره ځان پوهول غواړى نو دَ خپلو خاوندانو نه په کور کښے تپوس کولے شى. دا دَ شرم خبره ده چه ښځے دَ جماعت په غونډه کښے خبرے کوى.[36] آيا دَ خُدائے کلام دَ تاسو نه راوتلے دے څۀ؟ يا صرف تاسو هغه خلق يئ چه تاسو له رارسيدلے دے؟[37] که چرے چا دَ نبى په شان کلام کولو يا ئے رُوحانى نعمت مُوندلے دے نو هغه دِ پوهه شى چه کُومے خبرے چه زَۀ تاسو ته ليکم هغه دَ مالِک حُکم دے.[38] اَؤ که چرے هغه دا نۀ منى نو نۀ دِ منى، هغه به هم نامنظور شى.[39] نو ځکه اَئے زما ورُوڼو، لنډه دا چه دَ نبى په شان دَ کلام کولو خواهش لرئ اَؤ په رُوحانى ژبه کښے خبرے کول مه منع کوئ.[40] خو ټولے خبرے په شائستګئ اَؤ ترتيب سره کوئ.

Pashto Bible
No Data