A A A A A

Church: [Parables From Jesus]


متى 5:14-16
[14] تاسو دَ ټول عالم دَ پاره رڼا يئ. کُوم ښار چه په غرۀ آباد وى هغه پټيدے نۀ شى.[15] چه ډيوه بله شى نو دَ اوږى لاندے نۀ شى کيښودے، بلکه دَ ډيوټ دَ پاسه ايښلے شى چرته چه دَ کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى.[16] اَؤ تاسو هم دغه رنګ دَ خلقو دَ وړاندے رڼا خوره کړئ دَ دے دَ پاره چه هر کله چه هغوئ ستاسو ښۀ کارُونه ووينى نو هغوئ به ستاسو دَ پلار چه په آسمان کښے دے، لوئى بيان کړى.

متى 7:1-5
[1] دَ نورو عيبُونه مه لټوئ چه ستاسو عيبُونه هم ونشى لټولے.[2] ځکه چه څنګه تاسو دَ نورو عيبُونه لتوئ دغه شان به ستاسو عيبُونه هم ولټولے شى، اَؤ څنګه چه تاسو دَ بل ميچ کوئ، دغه رنګ به ستاسو هم ميچ کيږي.[3] تاسو دَ خپل ورور دَ سترګے خسڼى ته ولے ګوته نيسئ چه په خپله مو په سترګه کښے تير غړيږى؟[4] اَؤ تۀ څۀ رنګ خپل ورور ته دا وئيلے شے چه راشه ستا دَ سترګے نه دا خسڼے وباسم، هر کله چه ستا په خپله سترګه کښے تير غړيږي؟[5] اَئے رياکاره! اَول دَ خپلے سترګے نه تير وباسه، نو بيا به ستا نظر تيز شى اَؤ دَ خپل ورور دَ سترګے نه به خسڼے هم وويستے شے.

متى 9:16-17
[16] په زړه چُوغه باندے څوک نوے پيوند نۀ لګوى ځکه چه دا پيوند چُوغه نوره هم شلوى اَؤ نور لوئے سُورے په کښے جوړ شى.[17] اَؤ نۀ څوک نوى شراب په زړو مشکُونو کښے اچوى، اَؤ که نه، نو مشکُونه وشليږى اَؤ شراب توئيږى اَؤ مشکُونه برباديږى. بلکه نوى شراب په نوو مشکُونو کښے اچولے کيږي اَؤ دغه شان دواړه بچ کيږي.“

متى 12:24-30
[24] خو کله چه فريسيانو دا واؤريدل نو هغوئ ووئيل چه ”دا سړے دَ پيريانو دَ سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“[25] عيسىٰ دَ دوئ په نيتُونو خبر وو، نو ځکه ئے هغوئ ته ووئيل، ”هره بادشاهى چه په خپلو کښے وويشلے شى هغه ويجاړيږى، اَؤ يو ښار يا کور هم څوک چه په خپلو کښے برخلاف وى پاتے کيدے نۀ شى.[26] که چرے شيطان شيطان شړى نو بيا خو شيطان په خپله دَ ځان خلاف شو، نو دَ شيطان بادشاهى څنګه پاتے کيدے شى؟[27] اَؤ که چرے زَۀ پيريان دَ بعلزبول په مدد شړم نو ستاسو خپل مُريدان ئے په کُومه ذريعه شړى؟ نو هغوئ به په خپله ستاسو مُنصفان شى.[28] اَؤ که زَۀ دا پيريان دَ خُدائے په مدد شړم نو دَ خُدائے بادشاهى په تاسو راغلے دَۀ.[29] بيا څۀ رنګ يو سړے دَ يو زوروَر سړى په کور ورختے شى اَؤ دَ هغۀ اسباب تالا کولے شى؟ تر څو چه زوروَر سړے اول هغۀ تړلے نۀ وى دَ هغۀ کور نۀ شى لُوټلے.[30] څوک چه ما سره نۀ دے هغه زما برخلاف دے. څوک ئے چه زما سره نۀ راغونډوى هغه ئے خوروى.

متى 13:1-23
[1] هم په دغه ورځ عيسىٰ دَ کور نه بهر شو اَؤ دَ درياب په غاړه کښيناستو.[2] اَؤ دومره ډير خلق ورته راټول شول چه دَئے ترے کِشتئ ته وختلو اَؤ هلته کښيناستو اَؤ ټول خلق ورته دَ درياب په غاړه ودريدل.[3] هغۀ ډيرے خبرے سره دَ مِثالُونو هغوئ ته وکړے. هغۀ ووئيل چه ”زميندار کروندے ته لاړو.[4] اَؤ چه کرونده ئے وکړه نو څۀ تُخم ترے دَ لارے په غاړه توئے شو اَؤ مارغان راغلل هغه ئے وخوړو.[5] څۀ تُخم په کاڼيزه مزکه پريوتو چرته چه لږه شان خاوره وه اَؤ دا زر راوټو کيدلو ځکه چه مزکه ژوره نۀ وه.[6] اَؤ چه نمر راوختلو نو تازه فصل ئے وسوزولو اَؤ هر کله چه جرړے ئے نه وے نو وچ شو.[7] څۀ تُخم په غنو کښے پريوتو، ازغى لوئے شول اَؤ فصل ئے لاندے کړو.[8] اَؤ څۀ تُخم په ښه مزکه پريوتو. هلته ئے غله وکړه، ځنى يو په يو سل، ځنى يو په شپيتۀ اَؤ ځنى يو په ديرش.[9] که ستاسو غوږُونه وى نو دا خبره واؤرئ.“[10] مُريدان عيسىٰ ته ورنزدے شول اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”تۀ دوئ ته په مِثالُونو کښے خبرے ولے کوے؟“[11] هغۀ جواب ورکړو، ”دا دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ آسمان دَ بادشاهئ په رازُونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته دا پوهه نۀ ده ورکړے شوے.[12] ځکه چه دَ هر چا سره چه څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى تر دے چه ورسره لا زيات شى، اَؤ دَ کُوم سړى سره چه څۀ نۀ وى دَ هغۀ نه به هغه لږ څۀ هم واخستے شى.[13] ځکه زَۀ هغوئ ته په مِثالونو کښے خبرے کوم، ځکه چه ”هغوئ ګورى خو وينى نه، آؤرى خو آؤرى نه اَؤ پوهيږى نه.“[14] په هغوئ کښے دَ يشعياه نبى يوه پيشن ګوئى پُوره کيږي چه وائى :  ”تاسو به ئے بيا بيا آؤرئ ولے پرے پوهيږئ به نه، تاسو به ئے په سترګو وينئ ولے رسيږئ به پرے نه.[15] ځکه چه دَ دے اُمت زړُونه سخت شوى دى، غوږُونه ئے کاڼۀ شوى اَؤ سترګے ئے پټے شوے دى. ګنى دَ هغوئ سترګو به ليدلے، دَ هغوئ غوږُونو به آؤريدل اَؤ دَ هغوئ زړُونه به پوهيدل، اَؤ بيا به هغوئ بيرته راستُون شوى وئے اَؤ ما به روغ کړى وئے.“[16] خو ستاسو سترګے بختورے دى ځکه چه وينئ، اَؤ ستاسو غوږُونه بختور دى ځکه چه آؤرئ.[17] زَۀ تاسو ته وايم چه دَ ډيرو نبيانو اَؤ زبرګانو دا مرضى وه چه هغه څۀ ووينى چه کُوم تاسو اوس وينئ خو چرے ئے ونۀ ليدل، اَؤ هغه څۀ واؤرى کُوم چه تاسو اوس آؤرئ خو چرے ئے وا نۀ وريدل.[18] تاسو بيا دَ زميندار مِثال واؤرئ :  هر کله چه يو سړے دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله څۀ آؤرى خو پرے رسى نه،[19] نو شيطان راشى اَؤ دَ هغۀ دَ زړۀ نه هغه کرلى شوى څۀ هم يوسى. دا هغه دَ لارے کرونده ده.[20] په کاڼيزه مزکه دَ کرلى شوى تُخم مِثال دَ هغه سړى دے چه هر کله چه يوه خبره واؤرى نو سمدستى ئے په خوشحالئ قبوله کړى.[21] خو هر کله چه جرړے ئے نۀ وى نو دَ ودريدو توان نۀ لرى، اَؤ هر کله چه تکليف راشى يا دَ کلام په وجه هغه راګير شى نو مُنکر شى.[22] په غنو کښے دَ کرلى شوى تُخم مِثال دَ هغه سړى دے څوک چه کلام واؤرى خو دُنيادارى اَؤ دَ دولت مينه په دَۀ غالبه شى اَؤ کلام بے فائدے لاړ شى.[23] خو کوُم تُخم چه په ښه مزکه وغورزيږي دَ دے مِثال دَ هغه سړى دے څوک چه کلام آؤرى، پرے پوهيږي اَؤ ميوه هم راؤړى، ځنى خلق يو په سل، يا يو په شپيتۀ يا يو په ديرش.“

متى 13:24-30
[24] عيسىٰ يو بل مِثال هغوئ ته وړاندے کړو چه ”دَ آسمان بادشاهى داسے ده چه يو سړے په خپل پټى کښے ښۀ تُخم وکرى.[25] اَؤ کله چه خلق اُودۀ وى نو دُښمن ئے راشى اَؤ په هغه مزکه ورته دَ غنمو سره جمدر وکرى اَؤ لاړ شى.[26] هر کله چه فصل زرغُون شى اَؤ وَږى وباسى نو جمدر په کښے ښکاره شى.[27] دَ زميندار غُلامان خپل مالک له لاړ شى اَؤ ورته وائى، نائيکه! آيا تا په خپل پټى کښے ښۀ تُخم نۀ وُو کرلے، نو بيا دا جمدر په کښے دَ کُومه راغلل؟[28] هغه په جواب کښے وائى چه دا دَ دُشمن کارُونه دى. هغوئ ووائى چه آيا مُونږ لاړ شُو اَؤ دغه جمدر وکاږُو؟[29] هغه جواب ورکړى چه، دا ځکه چه هر کله چه تاسو جمدر وکاږئ نو غنم به هم ورسره وباسئ.[30] پريږدئ چه دواړه پاخۀ شى، نو دَ لَو په وخت به زَۀ لوګرو ته ووايم چه اول جمدر وريبئ اَؤ دَ سوزولو دَ پاره ئے ګيډئ کړئ، پس له هغے نه غنم وريبئ اَؤ زما درمند ته ئے راؤړئ.“

متى 13:31-32
[31] اَؤ يو بل مِثال عيسىٰ هغوئ ته وړاندے کړو چه ”دَ آسمان دَ بادشاهئ مِثال دَ شړشمو دَ هغه تُخم دے کُوم چه يو سړى واخستو اَؤ په خپل پټى کښے ئے وکرلو.[32] دا تُخم اګر چه دَ نورو ټولو تُخمونو نه ورکوټے وى خو کله چه دا لوئے شى نو دا دَ باغ دَ هرے بلے سبزئ نه لوئے وى، اَؤ داسے بُوټے شى چه دَ هوا مرغان راځى اَؤ دَ هغۀ په څانګو کښينى.“

متى 13:33-34
[33] عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چه ”دَ آسمان بادشاهى لکه په مِثال دَ خمبيرے ده چه يوے ښځے واخستله اَؤ په دريو اوږو اوړو کښے ئے ګَډه کړله اَؤ بيا هغه ټول خمبيره شو.“[34] عيسىٰ هغه خلقو ته دا ټولے خبرے په مِثالُونو کښے وکړے اَؤ رښتيا خو دا دى چه يوه خبره ئے هم بے مِثالونو ونۀ کړه.

متى 13:44
دَ آسمان بادشاهى دَ هغه خزانے په مِثال ده چه په پټى کښے پټه وى. کُوم سړى چه دا ومُوندله نو بيا ئے ښخه کړه اَؤ په خوشحالئ ئے خپل هر څۀ خرڅ کړل اَؤ هغه پټے ئے پرے واخستو.

متى 13:45-46
[45] دَ آسمان دَ بادشاهئ دا يو بل مِثال دے چه يو سودا ګر دَ ښو مرغلرو په تلاش کښے وو.[46] هغۀ يوه ډيره غوره مرغلره ومُونده اَؤ دَ هغے دَ حاصلولو دَ پاره ئے خپل هر څۀ خرڅ کړل اَؤ هغه ئے واخسته.

متى 13:47-50
[47] بيا دَ آسمان بادشاهى دَ هغه جال په شان ده چه سمندر ته اچولے شوے وى اَؤ په کښے قِسما قِسم کبان رانيولى شوى وى.[48] هر کله چه ډک شو نو غاړے ته ئے راکښلو، نو بيا سړى ورته کښيناستل اَؤ ښه کبان ئے ترے نه جُدا کړل اَؤ په لوښو کښے ئے واچول اَؤ خراب ئے ترے نه وغُورزول.[49] دغسے به دَ آخرے زمانے حال وى، فرښتے به ورشى اَؤ نيکان به دَ ورانکارو نه رابيل کړى،[50] اَؤ ورانکارى به دَ اور شُغلو ته وغُورزوى، هغه ځائے چرته به چه ژړا اَؤ دَ غاښُونو چيچل وى.“

متى 15:10-20
[10] هغۀ خلقو ته غږ وکړو اَؤ وئے وئيل چه ”زما خبره واورئ اَؤ ځان پرے پوهه کړئ.[11] سړے په دے نه پليتيږي چه څۀ شے دَ هغۀ په خُلۀ ننوزى، بلکه په دے چه څۀ دَ خُلے نه وزى.“[12] بيا مُريدان عيسىٰ له راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”ته خبر ئے چه فريسيانو ستا دا خبرے بدے ګڼلے دى؟“[13] هغۀ جواب ورکړو چه ”کُوم بُوټے چه زما آسمانى پلار لګولے نۀ وى هغه به دَ بيخه وويستے شى.[14] دوئ يواځے پريږدئ. دا ړاندۀ لارښودُونکى دى، اَؤ که چرے يو ړُوند بل ړُوند ته لار ښيئ نو دواړه به په کنده کښے پريوزى.“[15] بيا پطروس ووئيل چه ”مُونږ په دے مِثال پوهه کړه.“[16] عيسىٰ جواب ورکړو، ”آيا تاسو هم لا تر اوسه دَ نورو غوندے ناپوهه يئ؟[17] آيا تاسو ته دا نۀ ده معلُومه چه کُوم څيز چه په خُلۀ ننوزى، ګيډے ته لاړ شى اَؤ هغه دَ حاجت په لارے بهر وزى؟[18] خو څۀ چه دَ خُلے نه راوزى هغه دَ زړۀ نه راځى اَؤ دغه څيز بنى آدم پليتوى.[19] ځکه چه وران خيالُونه، قتل، زِنا، حرامکارى، غلا، دَ دروغو ګواهى اَؤ کُفر دَ زړۀ نه راوزى.[20] اَؤ دا هغه څيزُونه دى چه بنى آدم پليتوى، خو په ناوينځلو لاسُونو خوراک کول بنى آدم نۀ پليتيږي.“

متى 18:10-14
[10] خبردار! په دے وړو کښے يو ته هم سپک مه ګورئ. زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ دوئ فرښتے په آسمان کښے هميشه زما دَ آسمانى پلار په مخکښے موجُودے وى.[11] ستاسو څۀ خيال دے؟ فرض کړئ چه دَ يو سړى سل ګډے دى. که په هغو کښے يوه ورکه شى، آيا هغه دا نورے يو کم سل دَ هغے يوے دَ لټولو دَ پاره دَ غرۀ په خوا کښے پرے نۀ ږدى؟[12] اَؤ چه کله هغه دا بيا مُومى نو زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغه دَ هغے په مُوندلو دَ دے يو کم سلو دَ موجودګئ نه زيات خوشحاله شى.[13] هم دغه شان ستاسو آسمانى پلار دا رضا نۀ ده چه دَ دے ماشُومانو نه دِ يو هم هلاک شى.[14] که چرے ستاسو يو ورور څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ اَؤ هغه په پرده کښے په دے ملامت کړئ اَؤ که هغه تاسو ته غوږ کيږدى نو تاسو خپل ورور دوباره ومُوندو.

متى 18:23-35
[23] په اول سر کښے يو سړے داسے پيښ شو چه دَ هغۀ قرضه په لکُونو کښے وه،[24] خو دَ هغۀ سره هيڅ هم نۀ وُو. نو دَ هغۀ مالک دا حکم وکړو چه هغه دِ سره دَ ښځے، اؤلاد اَؤ هر څۀ مال حال چه لرى خرڅ کړے شى اَؤ قرض دِ ترے پُوره کړے شى.[25] سړے دَ خپل مالک په پښو پريوتو اَؤ وئے وئيل چه ما ته صبر وکړه، زَۀ به ستا ټول قرض پرے کړم.[26] په مالک دَ دے خبرے دومره اثر وشو چه سړے ئے پريښودو اَؤ قرض ئے ورته وبخښو.[27] خو هر کله چه دا سړے بهر راووتو نو دَ خپلو ملګرو خادمانو نه يو خادم په مخه ورغے، په چا چه دَ دَۀ سل ديناره قرض وُو. هغه ئے ونيوو، مرئ ته ئے ورله لاس ورواچوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه څۀ چه زما در پورے دى، هغه راکړه![28] هغه ملګرے خادم دَ دَۀ په پښو پريوتو اَؤ زارى ئے ورته وکړه چه ما ته زړۀ لوئ کړه، زَۀ به دِ قرض پرے کړم.[29] خو هغۀ ونۀ منله اَؤ په بندى خانه کښے ئے واچوو تر هغه پورے چه قرض پرے نۀ کړى.[30] نورو خادمانو چه دا څۀ وليدل نو ډير خفه شول. هغوئ خپل مالک ته لاړل اَؤ ټوله قيصه ئے ورته تيره کړه.[31] هغۀ دا سړے راوبلو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے بد تميزه! چه کله تا ما ته زارى وکړه نو ما درته ټول قرض وبخښو.[32] آيا په تا کښے دومره سړيتوب نۀ وو چه په ملګرى خادم دِ داسے رحم کړے وے لکه ما چه په تا وکړو؟“[33] دَ هغۀ مالک ډير غُصه شو اَؤ دَئے ئے خپل داروغه ته تر هغے حواله کړو تر څو چه ئے ټول قرض واپس کړے نۀ وى.[34] دغه شان سلُوک به زما آسمانى پلار تاسو سره کوى، تر هغے چه تاسو ټول خپل ورُوڼه په رښتيا معاف نۀ کړئ.“[35] څۀ وخت چه عيسىٰ دا خبرے خلاصے کړے نو دَ ګليل نه روان شو اَؤ دَ اُردن پورے غاړه دَ يهوديه علاقے ته راغے.

متى 20:1-16
[1] دَ آسمان بادشاهى دَ دے په شان ده چه يو ځلے دَ مزکے يو مالک وو. يو سحر هغه دَ کور نه ووتو چه دَ خپلو دَ انګُورو دَ باغ دَ پاره مزدُوران ونيسى.[2] اَؤ چه کله ئے دَ ورځے مزدُورى ورسره مقرره کړه نو هغوئ ئے کار ته وليږل.[3] کچه غرمه چه هغه بهر ووتو نو په بازار کښے ئے يو څو وزګار کسان نور وليدل.[4] هغوئ ته ئے ووئيل چه ځئ دَ هغه نورو مزدُورانو سره دَ انګُورو په باغ کښے کار وکړئ اَؤ زَۀ به تاسو ته مناسبه مزدُورى در کړم.[5] نو دوئ لاړل. غرمه اَؤ ماسپښين هغه بيا بهر ووتو اَؤ هغه شان بندوبست ئے وکړو.[6] دَ نمر پريوتو نه يوه ګينټه مخکښے هغه بيا ووتو اَؤ يوه بله ډله ئے وزګاره وليده. نو هغۀ دوئ ته ووئيل چه تاسو ولے ټوله ورځ داسے خوشى ګرزئ اَؤ هيڅ کار نۀ کوئ؟[7] هغوئ ورته ووئيل چه مُونږ ته چا دَ څۀ کار نۀ دى وئيلى. هغۀ ووئيل چه ځئ، تاسو هم دَ نورو سره دَ انګورو په باغ کښے يو ځائے شئ.[8] چه ماښام شو نو دَ باغ مالک خپل ناظِر ته ووئيل چه مزدُوران راوغواړه اَؤ دَ هغوئ مزدُورى ورکړه، دَ وروستئ ډلے نه شروع کړه اَؤ په وړُومبئ ئے ختمه کړه.[9] چا چه دَ ماښام نه يوه ګينټه اول کار شروع کړے وو هغوئ ورغلل اَؤ ورته ئے دَ پُوره ورځے مزدُورى ورکړه.[10] اَؤ هر کله چه دَ وړُومبو مزدُورانو وار راغے نو دَ هغوئ دا طمع وه چه څۀ به زيات ومُومى، خو هغوئ ته هم هغه څۀ ورکړے شول څومره چه نورو ته ورکړى شوى وُو.[11] هغوئ چه مزدُورى واخسته نو دَ کور مالک ته وګوريدل چه[12] دے وروستنو خو يوه ګينټه کار کړے دے اَؤ مُونږ سره دِ يو برابر کړل چا چه ټوله ورځ په سره غرمه دَ ځانه خولے ايستے دى![13] هغۀ يو ته مخ راواړَوو اَؤ وئے وئيل، زما ملګريه! ما درسره هيڅ زياتے نۀ دے کړے. تا دَ ورځے په مزدُورئ راسره فيصله نۀ وه کړے څۀ؟[14] خپله مزدُورى واخله اَؤ کور ته ځه. دا زما خوښه ده چه ورستنى سړى ته هم هغه څۀ ورکړم څۀ چه مے هم تا ته درکړى دى.[15] دا زما اِختيار نۀ دے څۀ چه زَۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دے راته په بد نظر ګورے چه زَۀ سخى يم؟[16] دغه شان ورستنے وړُومبے شى اَؤ وړُومبے ورستنے.

متى 21:28-32
[28] خو تاسو په دے حقله څۀ خيال کوئ چه دَ يو سړى دوه زامن وُو. هغۀ وړُومبى ته لاړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه زما زويه! لاړ شه اَؤ نن دَ انګورو په باغ کښے کار وکړه.[29] هلک ورته جواب ورکړو چه پلاره! زَۀ نۀ ځم، خو وروستو هغه پيښمانه شو اَؤ لاړو.[30] بيا پلار دويم زوى له راغے اَؤ ورته ئے هغه شان ووئيل. خو هغۀ جواب ورکړو چه زَۀ به ځم، خو هغه باغ ته لاړ نۀ شو.[31] په دواړو کښے کُوم يو دَ پلار په رضا کار وکړو؟“ هغوئ ووئيل چه ”وړُومبى.“ بيا عيسىٰ ورته ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه محصُولچيان اَؤ کنجرئ به هم دَ خُدائے په بادشاهئ کښے ستاسو نه مخکښے داخليږى.[32] ځکه چه کله چه يحيىٰ تاسو ته دَ سمے لارے دَ ښودلو دَ پاره راغے نو تاسو پرے يقين ونۀ کړو، خو محصُولچيان اَؤ کنجرو پرے ايمان راؤړو. اَؤ سره دَ دے چه تاسو دا وليدل، تاسو پښيمانه نۀ شوئ اَؤ هغه مو ونۀ منلو.

متى 21:33-45
[33] يو بل مِثال واؤرئ :  يو زميندار وو چه دَ انګورو باغ ئے ولګولو، ګير چا پيره ئے ديوال ترے تاؤ کړو اَؤ په کښے ئے دَ شرابو بټئ ولګوله اَؤ دَ څوکيدارئ دَ پاره ئے په کښے يو برج جوړ کړو اَؤ بيا ئے باغوانانو ته په اِجاره ورکړو اَؤ بل مُلک ته لاړو.[34] کله چه دَ ميوے موسم راغے هغۀ خپل غُلامان باغوانانو ته واستول چه خپله برخه ترے واخلى.[35] خو هغوئ دَ هغۀ غُلامان ونيول، يو ئے ووهو، دويم ئے مړ کړو اَؤ دريم ئے سنګسار کړو.[36] بيا هغۀ نور غُلامان ورواستول، دا ځل زيات کسان وُو اَؤ هغوئ ورسره هم هغه سلوک وکړو.[37] په آخر کښے ئے خپل زوئے په دے خيال ورواستولو چه ګنى زما دَ زوى لحاظ خو به وکړى.[38] خو چه باغوانانو دَ دَۀ زوئے وليدو نو يو بل ته ئے ووئيل چه هم دغه وارث دے، راځئ چه مړ ئے کړُو اَؤ په ميراث ئے قبضه وکړو.[39] اَؤ هغه ئے راونيوو دَ انګورو دَ باغ نه ئے بهر راوغورزولو اَؤ مړ ئے کړو.[40] کله چه دَ انګورو دَ باغ مالک راشى نو ستاسو څۀ خيال دے چه هغه به دَ دے باغوانانو سره څۀ سلوک کوى؟“[41] هغوئ جواب ورکړو چه ”هغه به دا وران کارى خامخا ووژنى اَؤ باغ به نورو باغوانانو له په اِجاره ورکړى، څوک چه به په موسم کښے دَ دَۀ دَ ميوے برخه پُوره پُوره ورکوى.“[42] بيا عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو چرے په صحيفو کښے دا نۀ دى لوستى چه :  ”کُوم کاڼے چه ګِلکارانو رد کړو، هم هغه دَ ګُوټ سر شو. دا دَ خُدائے دَ طرفه وشو، اَؤ دا زمُونږ په نظر کښے عجيبه خبره ده.“[43] ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ خُدائے بادشاهى به تاسو نه واخيستے شى اَؤ هغه قوم له به ورکړے شى څوک چه ئے پُوره ميوه ورکوى.[44] هر څوک چه دَ دے کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټے ټوټے شى، اَؤ که په چا دا راوغُورزيږى نو هغه به چيخڼى کړى.“[45] کله چه مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو دا مثالُونه واؤريدل نو هغوئ پوهه شول چه دا ټول مِثالُونه په هغوئ پورے دى.

متى 22:1-14
[1] بيا عيسىٰ هغوئ ته په مِثالُونو کښے ووئيل،[2] ”دَ آسمان بادشاهى دَ هغه بادشاه په شان ده چه دَ خپل زوئے دَ وادۀ ډوډئ ئے وکړه.[3] خو کله چه هغۀ خپل غُلامان په رابللو شوؤ خلقو پسے واستول نو هغوئ رانۀ غلل.[4] هغۀ بيا نور غُلامان ورپسے واستول اَؤ ورته ئے ووئيل چه چه رابللو شوؤ خلقو ته دا ووايئ چه دا ډوډئ ما ستاسو دَ پاره کړے ده. ما خپل غويان اَؤ څاربۀ څاروى ستاسو دَ پاره حلال کړى دى، هر څۀ تيار دى، سمدستى وادۀ ته راشئ.[5] خو هغوئ ئے هيڅ پرواه ونۀ کړه، يو خپل پټى ته لاړو اَؤ بل خپلے سوداګرئ ته.[6] اَؤ نورو دَ هغۀ غُلامان ونيول، بے عزته ئے کړل اَؤ وئے وژل.[7] بادشاه غصه شو، هغۀ دَ هغه خُونيانو دَ وژلو دَ پاره لښکر واستولو اَؤ دَ هغوئ ښار ئے وسوزولو.[8] بيا هغۀ خپلو غُلامانو ته ووئيل، دَ وادۀ ډوډئ تياره ده خو کُوم ميلمانۀ چه ما رابللى وُو هغوئ دَ دے عزت لائق نۀ وُو.[9] لويو لارو اَؤ چوکُونو ته لاړ شئ اَؤ هر څوک چه بيا مُومئ ډوډئ ته ئے راولئ.[10] غُلامان بازار ته ووتل اَؤ ښه اَؤ بد ټول ئے راوبلل اَؤ دغه شان دَ ميلمنو نه کوټه ډکه شوه.[11] څۀ وخت چه بادشاه راغے چه ميلمانۀ ووينى نو هغۀ وکتل چه يو سړى دَ وادۀ جامے نۀ وے آغوستے.[12] بادشاه ورته ووئيل چه زما ملګريه! تۀ دَ وادۀ دَ جامو نه بغير دلته څنګه راغلے؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو.[13] نو بادشاه خپلو خادمانو ته ووئيل چه دَ دَۀ لاس اَؤ پښے وتړئ اَؤ بهر په تيارۀ کښے ئے وغورزوئ، هغه ځائے چه ژړا اَؤ دَ غاښُونو چيچل به په کښے وى.[14] ځکه چه رابللى شوى خو ډير دى، ولے غوره شوى لږ.“

متى 24:32-35
[32] دَ اينځر دَ ونے دَ مِثال نه سبق واخلئ. هر کله چه دَ هغے نازکے څانګے غوټئ کوى اَؤ پاڼے ئے راوُټو کيږى نو تاسو پوهه شئ چه اوړے په راتلو کښے دے.[33] دغه شان چه تاسو دا هر څۀ ووينئ نو پوهه شئ چه آخرت رانزدے دے بلکه درته رارسيدلے دے.[34] زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دا موجُوده پيړئ به تر هغے پورے وى تر څو چه دا هر څۀ شوى نۀ وى.[35] آسمان اَؤ مزکه به پاتے نۀ شى خو زما کلام به پاتے شى.

متى 24:45-51
[45] نو بيا اِعتبارى اَؤ هوښيار نوکر څوک دے؟ هغه سړے چه مالک دَ کور مُختار کړے وى چه دَ کور دَ نوکرانو خيال ساتى اَؤ هغوئ له په وخت خوراک ورکوى.[46] هغه نوکر بختور دے چه هر کله ئے مالک راشى اَؤ هغه په کار کښے بوخت ووينى.[47] زَۀ تاسو ته دا وايم چه مالک به هغه دَ ټول مال مُختار کړى.[48] خو که هغه بد نوکر وى اَؤ په زړۀ کښے دا وائى، بويه چه مالک راځى،[49] اَؤ دَ نورو نوکرانو په وهلو ټکولو لاس پورے کړى اَؤ دَ خپلو شرابيانو ملګرو سره خورى څښى،[50] نو مالک به ئے په داسے ورځ راشى چه نوکر به په انتظار کښے نۀ وى. په داسے وخت به راځى چه هغه به خبر نۀ وى،[51] اَؤ په وهلو باندے به ئے ټوټے ټوټے کړى اَؤ دغه شان به هغه خپل ځان دَ مُنافقانو په ډله کښے کړى، چرته چه به ژړا اَؤ دَ غاښُونو چيچل وى.

متى 25:1-13
[1] په هغه وخت به دَ آسمان بادشاهى دَ لسو پيغلو په شان وى چا چه مشعلُونه واخستل چه دَ وادۀ دَ زلمى مخے له وروزى.[2] پينځۀ کم عقلے وے اَؤ پينځۀ هوښيارے.[3] هر کله چه کم عقلو مشعلُونه پورته کړل نو دَ ځان سره ئے تيل وانۀ خستل.[4] خو هغه هوښيارو دَ ځان سره دَ تيلو کُوپئ هم واخستے.[5] کله چه دَ وادۀ زلمے په راتلو کښے اټال شو نو هغوئ ټولے پرکاله شوے اَؤ خوب يوړے.[6] خو په نيمه شپه کښے چغے شوے، دا دے دَ وادۀ زلمے! راشئ چه وئے وينئ![7] په دے ټولے پيغلے پاڅيدلے اَؤ خپل مشعلُونه ئے سم کړل.[8] کم عقلو هوښيارو ته ووئيل چه دَ خپلو تيلو نه مُونږ له لږ راکړئ ځکه چه زمونږ مشعلُونه مرى.[9] هغوئ ورته ووئيل چه مُونږ سره دومره تيل نشته چه دَ ټولو کار پرے وشى، ښۀ به دا وى چه تاسو دکان ته لاړے شئ اَؤ ځان له تيل واخلئ.[10] څۀ وخت چه هغوئ په تيلو پسے تلے وے نو دَ وادۀ زلمے راغے. کُومے چه تيارے وے هغوئ ورسره دَ وادۀ مجلس ته ننوتے اَؤ ور بند شو.[11] اَؤ بيا هغه نورے پينځۀ هم بيرته راغلے اَؤ چغے ئے کړے، صاحبه! صاحبه! مُونږ ته ور بيرته کړه.[12] خو هغۀ ورته جواب ورکړو، خبره دا ده چه زَۀ تاسو نۀ پيژنم.[13] ځکه بيدار اوسئ، ولے چه تاسو ته دَ ورځے اَؤ دَ وخت هيڅ پته نشته.

متى 25:14-30
[14] مِثال ئے دَ هغه سړى دے څوک چه په سفر تلو اَؤ نوکران ئے راوبلل اَؤ خپل مال ئے ورته وسپارو.[15] يو له ئے دَ سرو زرو پينځۀ تيلئ ورکړے، دويم ته ئے دوه اَؤ دريم ته يوه، هر يو ته دَ خپل قابليت په مُطابق، بيا هغه دَ ملک نه روان شو.[16] چا ته چه پينځۀ تيلئ ورکړے شوے وے هغه سمدستى لاړو اَؤ سوداګرى ئے پرے شروع کړه اَؤ پينځۀ تيلئ ئے په کښے نورے وګټلے.[17] خو کُوم سړى ته چه دوه تيلئ ورکړے شوے وے هغۀ دوه نورے وګټلے.[18] اَؤ کوم سړى ته چه يوه تيلئ ورکړے شوے وه هغه لاړو، په مزکه کښے ئے ډوغل وکنستو اَؤ دَ مالک هغه پيسے ئے په کښے ښخے کړلے.[19] ډيره مُوده پس دَ هغوئ مالک واپس راغے اَؤ دَ هغوئ نه ئے حساب وغوښتو.[20] کُوم سړى ته چه ئے دَ سرو زرو پينځۀ تيلئ ورکړے وے، هغه راغے اَؤ پينځۀ نورے ئے ورسره کيښودے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ګوره مالکه! تا ما ته پينځۀ تيلئ راکړے وے، ما ورسره پينځۀ نورے زياتے کړے.[21] مالک ووئيل، شاباش زما اعتبارى اَؤ ايمانداره نوکره! تا په لږ څۀ کښے ځان اِعتبارى ثابت کړو، اوس به زَۀ تا دَ ډير څۀ اِختيارمند کړم. راشه اَؤ دَ خپل مالک په خوشحالئ کښے شريک شه.[22] بيا دَ دوؤ تيلو هغه سړے راغے اَؤ وے وئيل، مالکه! تا ما ته دوه تيلئ سپارلے وے، ګوره، ما ورسره دوه نورے زياتے کړے.[23] مالک ورته ووئيل، شاباش! زما اعتبارى اَؤ ايمانداره نوکره! تا په لږ څۀ کښے ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زَۀ تا دَ ډير څۀ مُختار کړم. راشه اَؤ دَ خپل مالک په خوشحالئ کښے شريک شه.[24] بيا هغه سړے راغے چا ته چه يوه تيلئ ورکړے شوے وه اَؤ وئے وئيل، مالکه! ما ته پته وه چه تۀ يو سخت سړے ئے، تۀ ئے هلته ريبے چرته چه دِ کرونده نۀ وى کړے، تۀ ئے هلته راټولوے چرته چه دِ خوارۀ کړى نۀ وى.[25] نو زَۀ ويريدلم، ځکه لاړم اَؤ ستا سرۀ زر مے په مزکه کښے ښخ کړل. څۀ چه ستا وُو هغه دا دى.[26] مالک ورته ووئيل، اَئے سُسته نوکره! تاته معلُومه وه چه زَۀ ئے هلته ريبم چرته چه کرونده نۀ کوم اَؤ هلته ئے راټولوم چرته چه خورول نۀ کوم څۀ؟[27] نو بيا تاته پکار وُو چه زما پيسے دِ صرافانو ته ورکړے وے، نو په واپسئ به ما هغه مال دَ سُود سره حاصل کړے وو.[28] هغۀ ووے چه دَ دَۀ نه دَ زرو هغه تيلئ واخلئ اَؤ دَ لسو تيلو والا ته ئے ورکړئ.[29] ځکه چه دَ چا سره چه څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر هغے چه څۀ ترے سيوا هم شى، اَؤ دَ کُوم سړى سره چه څۀ نۀ وى هغه به هغه لږ څۀ هم بائيلى چه ورسره دى.[30] دا بے فائدے نوکر تيارے ته وغورزوئ، چرته چه دَ ژړا اَؤ دَ غاښونو چيچل دى.

Pashto Bible
No Data