A A A A A

کلیسا: [په کلیسا کې ګډون کول]


عبرانيان 10:24-25
[24] اَؤ مُونږ دَ يو بل خيال وساتُو اَؤ يو بل ته دَ مينے اَؤ نيکو کارُونو دَ کولو ترغيب ورکوُو.[25] اَؤ دَ يو بل سره دَ عبادت دَ پاره جمع کيدو نه منع نه شُو لکه څنګه چه دَ ځنو خلقو دستُور دے، بلکه يو بل ته نصيحت وکړُو، اَؤ هر څومره چه هغه ورځ په رانزدے کيدو وينئ هغه هومره ئے زيات کوئ.

متى 18:20
ځکه چه دوه يا درے تنه چه چرته هم زما په نوُم يو ځائے شى نو زَۀ به دَ دوئ په مينځ کښے يم.“

کولوسيان 3:16
دَ مسيح کلام دِ ستاسو په زړُونو کښے ډير ځائے ومُومى، اَؤ په خپلو کښے يو بل ته تعليم ورکوئ اَؤ نصيحت کوئ، اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے ثنا، زبور اَؤ رُوحانى سندرے وايئ.

اِفِسيان 4:11-13
[11] اَؤ هغۀ ځنے رسُولان، ځنے نبيان اَؤ ځنے ئے زيرے آؤروُونکى اَؤ ځنے شپانۀ اَؤ اُستاذان مقرر کړى دى،[12] دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے خلق دَ خدمت دَ پاره تيار شى اَؤ دَ مسيح بدن په مُونږ کښے وده ومُومى،[13] تر څو چه مُونږ ټول په ايمان راوړلو کښے يو شُو اَؤ دَ خُدائے زوئے په ښۀ شان وپيژنو. دغسے به مُونږ په ايمان کښے بالغان شُو، يعنے دَ مسيح په شان به کامل شُو،

اعمال 2:42
هغوئ به دَ رسُولانو تعليم آؤريدلو ته، دَ شريک ژوندُون، په يو ځائے دَ ډوډئ ماتولو اَؤ دَ دُعا دَ پاره راغونډيدل.

روميان 10:17
اَؤ ايمان دَ زيرى په آؤريدلو پيدا کيږى اَؤ آؤريدل دَ مسيح په باب کښے دَ زيرى ورکولو نه.

متى 16:18
خو زَۀ تا ته دا وايم چه تۀ پطروس ئے، چه معنىٰ ئے ګټ دے، چه زَۀ به خپل جماعت په دے ګټ آبادوم، اَؤ مرګ به په دے هيڅ کله غالبيدے نۀ شى.

اعمال 9:31-32
[31] په دے دوران کښے په يهُوديه، ګليل اَؤ سامريه کښے هر چرته جماعت په قلاره وو اَؤ مضبوطيا ئے ومُونده اَؤ دَ مالِک په ويره کښے اَؤ دَ رُوحُ القُدس په ملګرتيا کښے ئے ترقى مُونده اَؤ شمير ئے زياتيدو.[32] اَؤ پطروس په هر ځائے ګرزيدو. يو ځل هغه لُده نومے ځائے ته دَ عيسىٰ منُونکو ليدو له راغے.

متى 6:33
تاسو دَ هر څۀ نه اول دَ خدائے بادشاهئ اَؤ دَ هغۀ دَ ريښتينوالئ لټُون کوئ، نو نور هر څۀ به تاسو ته په خپله حاصل شى.

يعقوب 1:22
خو په کلام عمل کوُونکى جوړ شئ، نۀ چه تش آؤريدُونکى چه ځان په دوکه کښے ساتى.

دوېم تيموتيوس 4:2
چه تۀ دَ کلام زيرے ورکوه اَؤ وخت ناوخت په دے کار کښے تيار اوسه، اَؤ چه تعليم ورکوے نو دَ صبر سره ئے قايل اَؤ ملامت کوه اَؤ تسلى ورکوه.

متى 28:19-20
[19] ځکه تاسو په مزکه خوارۀ شئ اَؤ ټول قومُونه زما مُريدان کړئ اَؤ دَ پلار، دَ زوئے اَؤ دَ رُوحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ.[20] اَؤ دا تعليم ورکوئ چه په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چه ما تاسو ته حُکم کړے دے. اَؤ دا يقين لرئ چه زَۀ به تل تاسو سره يم، تر آخره وخته پورے.“

Pashto Bible
No Data