A A A A A

Bad Character: [Fear]


يوحنا 14:27
زَۀ تاسو ته سلامتيا پريږدم، زما خپله سلامتيا، هغه چه دُنيا ئے نۀ شى ورکولے. مه ګبراويږئ اَؤ مه ويريږئ.

متى 6:34
ځکه دَ صبا غم مۀ کوئ، صبا به خپل غم په خپله کوى. دَ نن دَ پاره نننے غم کافى دے.

روميان 8:38-39
[38] ځکه چه زما دا باور دے چه دَ خُدائے دَ مينے نه چه مُونږ ئے په خپل مالِک عيسىٰ مسيح کښے لرو، نۀ مرګ اَؤ نۀ ژوندُون، نۀ فرښتے، نۀ نور آسمانى حاکمان، نۀ قُوتُونه،[39] نۀ اوسنى اَؤ نۀ راتلُونکى څيزُونه، نۀ پاسنئ دُنيا اَؤ نۀ لاندينئ دُنيا اَؤ نۀ په څۀ مخلُوقات کښے داسے هيڅ څيز نِشته چه مُونږ جُدا کولے شى.

اول پطروس 5:6-7
[6] نو بيا دَ خُدائے دَ مظبُوط لاس دَ لاندے په حليمئ اوسيږئ چه هغه تاسو په وخت باندے سربلند کړى.[7] اَؤ خپل ټول فکر په هغۀ واچوئ ځکه چه هغه ستاسو خيال لرى.

دوېم تيموتيوس 1:7
ځکه کُوم رُوح چه خُدائے مُونږ ته راکړے دے، دَ ويرے دَ پاره نه، بلکه دَ قُدرت، دَ مينے اَؤ په نفس قابُو کولو طاقت دَ پاره.

متى 10:28
دَ هغه چا نه مه ويريږئ څوک چه وجُود وژنى خو رُوح نۀ شى وژلے، بلکه دَ هغه چا نه ويريږئ څوک چه دَ رُوح اَؤ دَ بدن دواړو په دوزخ کښے دَ بربادولو توان لرى.

روميان 8:15
اَؤ کوم رُوح چه تاسو مُوندے دے، هغه دَ غُلامئ هغه رُوح نۀ دے چه تاسو بيا ويره وى، خو هغه رُوح دے کُوم چه مُونږ بچى جوړوى اَؤ مُونږ دَ دے قابل کوى چه مُونږ ووايو، ”آبا!“ يعنے، ”اَئے پلاره!“

اول کورنتيان 16:13
بيدار اوسئ، ايمان قائم لرئ، زړۀ ور شئ، مضبوط اوسئ.

عبرانيان 13:5-6
[5] دَ زرو دَ مينے نه ځان ساتئ اَؤ څۀ چه درسره دى په هغے صبر کوئ، ځکه چه خُدائے په خپله فرمائيلى دى چه :  ”زَۀ به هيڅ کله هم ستاسو نه بے پرواه کيږم نه، اَؤ تاسو به هيڅ کله پرے نۀ ږدم.“[6] نو ځکه مُونږ ډير په زړه ورتيا سره دا وايُو چه :  ”مالِک زما مددګار دے، زَۀ به ويره نۀ کوم، اِنسان به مے څۀ وکړى؟“

اول يوحنا 4:18
په مينه کښے ويره نِشته، کامله مينه ويره لرے کوى ځکه چه ويره په سزا پورے تعلق لرى. اَؤ هر هغه څوک چه ويريږى، په هغۀ کښے مينه کامله شوے نۀ ده.

اول پطروس 3:13-14
[13] که تاسو په نيکئ کولو کښے بوخت يئ نو دَ تاسو سره بدى کوُونکے څوک دے؟[14] اَؤ که دَ صداقت دَ خاطره مُصيبتُونه هم وزغمئ نو تاسو بختور يئ. ”دَ هغوئ په ويرولو مه ويريږئ اَؤ زړُونه مه بائيلئ.“

Pashto Bible
No Data