A A A A A

بد کرکټر: [ککړتیا]


اعمال 8:23
زَۀ وينم چه تۀ ډير لالچى يئے اَؤ دَ ګُناه غُلام شوے يئے.“

کولوسيان 3:8-13
[8] خو اوس تاسو هم دغه هر څۀ، يعنے غُصه، قهر، بدخواهى، چُغلى اَؤ پُوچے خبرے پريږدئ.[9] يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چه تاسو زوړ اِنسانيت دَ هغه عملُونو سره لرے کړے دے،[10] اَؤ نوے اِنسانيت مُوٰ آغوستے دے چه دَ معرفت دَ حاصلولو دَ پاره دَ خپل خالق په شکل نوے کيږى.[11] په دے کښے نۀ يهُودى پاتے شو، نۀ غير يهُودى، نۀ سُنت شوے، نۀ ناسُنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غُلام اَؤ نۀ آزاد، بلکه مسيح په تاسو ټولو کښے هر څۀ دے.[12] نو بيا تاسو دَ خُدائے خلق يئ، هغۀ تاسو سره مينه وکړله اَؤ هغۀ تاسو غوره کړئ، ځکه زړۀ سواندے، مهربانى، عاجزى، شرافت اَؤ زغم واغوندئ.[13] دَ يو بل زغم کوئ. که په تاسو کښے څوک دَ بل چا خلاف څۀ شکايت لرى نو تاسو ئے هغه شان معاف کوئ لکه چه تاسو مالِک معاف کړئ.

اِفِسيان 4:26
که چرته غُصه شوئ نو په غُصه کښے ګُناه مه کوئ اَؤ خپله غُصه دَ نمر دَ پريوتو نه اخوا مه اُوږدوئ،

مرقوس 11:25
اَؤ هر کله چه تاسو دُعا ته ودريږئ نو که ستاسو په زړۀ کښے دَ چا خلاف خبرے وى، نو هغه معاف کړئ، دَ دے دَ پاره چه ستاسو آسمانى پلار ستاسو قصُورونه هم معاف کړى.

روميان 3:14
اَؤ دَ هغوئ خُلے دَ ترخو خبرو اَؤ لعنتُونو نه ډکے دى.

متى 6:14-15
[14] ځکه چه که تاسو دَ هغه چا قصُور معاف کړئ چا چه درسره بد کړى وى، نو ستاسو آسمانى پلار به هم تاسو معاف کړى.[15] خو که چرے تاسو نور نۀ معاف کوئ نو ستاسو قصُورُونه به هم ستاسو آسمانى پلار معاف نۀ کړى.

يعقوب 1:19-20
[19] اَئے زما ورُوڼو! دا خبره تاسو ته معلُومه ده، نو هر څوک دِ په آؤريدو کښے تيز آو په وينا کښے قلاره اَؤ په غُصه کښے سوړ وى.[20] ځکه چه دَ اِنسان قهر دَ خُدائے دَ صداقت کار نۀ شى کولے.

عبرانيان 12:14-15
[14] دَ تولو سره دَ صُلح کوشِش کوئ اَؤ دَ هغے پاکيزګئ طلبګار اوسئ چه بغير دَ دے نه به څوک مالِک ليدے نۀ شى.[15] ګورئ! ښۀ پام کوئ چه څوک دَ خُدائے دَ فضل نه پاتے نۀ شى، هسے نۀ چه چرته ترخه زيله راوُټوکيږى اَؤ ستاسو دَ پاره عذاب شى اَؤ دَ هغے په سبب خلق پليت شى.

اِفِسيان 4:31-32
[31] دَ هر قِسم تريخوالى، قهر، غضب، شور زوږ، بد خواهش اَؤ بد خويُونه دِ له تاسو نه لرے وى[32] اَؤ هر يو په بل مهربانه اوسئ اَؤ يو تر بله نرمى کوئ، اَؤ لکه چه خُدائے په مسيح کښے ستاسو ګُناهُونه معاف کړل، تاسو هم يو بل معاف کوئ.

Pashto Bible
No Data