A A A A A

بد کرکټر: [ځورونه]


اول يوحنا 2:9
که څوک ووائى چه ”زَۀ په نُور کښے يم،“ اَؤ هغه دَ خپل ورور نه نفرت کوى نو هغه هم هغه شان په تيارۀ کښے دے.

اول يوحنا 3:15
ځکه چه هر هغه څوک چه دَ خپل ورور نه نفرت کوى، خُونى دے، اَؤ تاسو په خپله خبر يئ چه يو خُونى هم په خپل ځان کښے دَ تل ژوندُون نۀ لرى.

دوېم تيموتيوس 1:7
ځکه کُوم رُوح چه خُدائے مُونږ ته راکړے دے، دَ ويرے دَ پاره نه، بلکه دَ قُدرت، دَ مينے اَؤ په نفس قابُو کولو طاقت دَ پاره.

اِفِسيان 4:29
ستاسو دَ خُلے نه دِ هم يوه خرابه خبره ونۀ شى بلکه هغه ښه خبره چه دَ ضرورت په مُطابق دَ ترقئ دَ پاره غوره وى، دَ دے دَ پاره چه دَ هغے له مخے دَ هغے په آؤريدُونکو فضل کيږى.

اِفِسيان 6:12
ځکه چه زمُونږ جنګ دَ اِنسان خلاف نۀ دے بلکه دَ فساد دَ هغه روحانى لښکرو چه په آسمانى ځايُونو کښے دى، دَ حکُومت دَ خاوندانو، دَ اِختيار لرُونکو اَؤ دَ دے دُنيا دَ تيارے دَ حاکمانو سره دے.

متى 5:11
تاسو بختور يئ چه زما دَ پاره په ځان ملامتے، سختے زحمتے تيروئ اَؤ دَ خلقو قِسم قِسم دروغژنے بدے خبرے زغمئ.

روميان 2:1
اَئے سړيه! تۀ چه بل څوک مُجرم کوے، تۀ هر څوک چه يئے، تا سره هيڅ عُذر نِشته ځکه چه کله چه تۀ بل څوک مُجرم کوے هم هغه کارُونه په خپله کوے چه هغوئ ئے کوى، نو ځان پرے مُجرم کوے.

روميان 12:18-19
[18] تر څو چه درنه کيدے شى نو دَ خپلے خوا نه دَ هر چا سره صُلح ساتئ.[19] اَئے زما غزيزانو! خپل بدل مه آخلئ بلکه خُدائے ته موقع ورکړئ، ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه :  ”خدائے فرمائى چه بدل آخستل زما کار دے، بدل به زۀ آخلم.“

روميان 12:20-21
[20] تر دِے چه :  ”که دُښمن دِ وږے وى نو هغۀ له هم ډوډئ ورکړه اَؤ که تږے وى نو اوبۀ ورله ورکړه، ځکه چه ستا په داسے کولو به اور پرے بل شى.“[21] دَ بدئ نه مغلُوب کيږه مه بلکه دَ نيکئ په وسيله په بدئ غالب شه.

لوقا 6:27-28
[27] خو زه تاسو ته چې زما خبرې اورئ وایم چې د خپلو دښمنانو سره مینه کوئ، څوک چې ستاسو څخه کرکه کوي د هغوی سره ښه کوئ.[28] د هغو خلکو دپاره چې په تاسو لعنت وایي برکت وغواړئ او د هغو خلکو دپاره چې تاسو سره بد چلند کوي دعا وکړئ.

متى 5:44-45
[44] خو زَۀ درته دا وايم چه دَ خپلو دُښمنانو سره مينه کوئ، اَؤ څوک چه په تاسو ظُلم کوى دَ هغو دَ پاره دُعا غواړئ،[45] چه په دے تاسو دَ خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چه په بدو اَؤ په ښو يو شان خپل نمر راخيژوى اَؤ په ديانتدارو اَؤ په بدديانتو يو شان باران وروى.

متى 5:38-41
[38] تاسو خبر يئ چه دا وئيلى شوى وُو چه ”دَ سترګے په بدل کښے سترګه اَؤ دَ غاښ په بدل کښے غاښ.“[39] خو زۀ تاسو ته دا وايم چه دَ هغه سړى برخلاف مه ودريږئ څوک چه درسره بد کوى. که څوک درله په ښى مخ څپيړه درکړى نو ګس مخ وروړاندے کړه.[40] که چرے يو سړے ستا په قميص دعوىٰ لرى نو تۀ خپله چُوغه هم ورله ورکړه.[41] که چرے يو اِختيارمن تا يو ميل په بيګار بيائى نو تۀ ورسره دوه ميله لاړ شه.

Pashto Bible
No Data