A A A A A

Bad Character: [Vanity]


روميان 12:2
خپل ځان دَ دے موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ، بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوے کړے شى اَؤ دَ دے په وسيله ستاسو فطرت بالکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دے قابل شئ اَؤ په دے به پوهه شئ چه دَ خُدائے رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دے چه قبليدُونکے اَؤ کامل دے.

اول تيموتيوس 4:8
ځکه چه دَ جسمانى تربيت فائده کمه ده خو ديندارى دَ ټولو خبرو دَ پاره فائده منه ده، ځکه چه په دے کښے دَ اوسنى اَؤ دَ راتلُونکى ژوندُون وعده شته.

ګلتيان 5:16-26
[16] زما مطلب دا دے چه که تاسو دَ خُدائے دَ رُوح په ښودلى لار روان يئ نو دا جسمانى شوقُونه به هيڅ کله هم پُوره نۀ کړئ.[17] ځکه چه اِنسانى فطرت دَ خدائے دَ روح په خلاف خواهش کوى اؤ دَ خدائے روح دَ انسانى فطرت په خلاف، اَؤ دا دَ يو بل مُخالف دى دَ پاره دَ دے چه تاسو چه څۀ کول غواړئ، هغه کولے نۀ شئ.[18] خو که چرے تاسو دَ خُدائے دَ رُوح په هدايت روان يئ نو تاسو دَ شريعت ماتحت نۀ يئ.[19] اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى، يعنے حرامکارى، ناپاکى، شهوت،[20] بُت پرستى، جادُوګرى، دُښمنى، جګړے، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، جُدائى، بِدعتُونه،[21] بُغض، نشے، ګډا نڅا اَؤ دَ دے په شان نور. دَ دے په باب کښے درته دَ وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وُو چه داسے خلق به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ وى.[22] خو دَ خُدائے دَ رُوح ميوه مينه، خوشحالى، سلامتى، زغم، مهربانى، نيکى، اِيماندارى،[23] عاجزى اَؤ پرهيزګارى ده. دَ داسے کارُونو يو شريعت هم مُخالف نه دے.[24] اَؤ څوک چه دَ مسيح دى نو هغوئ خپل دَ اِنسانى فطرت ټول رغبتُونه اَؤ خواهشُونه په سولئ خيژولى دى.[25] که چرے مُونږ دَ خُدائے دَ رُوح په وسيله ژوندى يُو نو دَ خُدائے دَ رُوح په مُطابق ژوند تيرول هم په کار دى.[26] مُونږ دِ بے ځايه فخر ونۀ کړُو، نۀ دِ يو بل تنګوُو اَؤ نۀ دِ دَ يو بل نه سوزُو.

Pashto Bible
No Data