A A A A A

Bad Character: [Pride]


ګلتيان 6:4
نو بيا دِ هر سړے خپل ځان وآزمئى، په داسے حال کښے به هغۀ ته په خپل ځان دَ فخر موقع وى، نۀ چه دَ بل.

يعقوب 4:6
بلکه زيات فضل ورکوى، نو ځکه دا وايئ چه ”خُدائے دَ کبرژنو مُقابله کوى خو عاجزانو ته فضل وربخښى.“

يعقوب 4:10
دَ مالِک په وړاندے عاجز شئ اَؤ هغه به تاسو سربلند کړى.

متى 2:3
هيروديس بادشاه په دے آوريدو پريشان شو اَؤ دَ بيتُ المُقدس ټول اولس هم.

روميان 12:3
دَ هغه فضل دَ مخه کُوم چه ما ته راکړے شوے دے، زَۀ په تاسو کښے هر چا ته دا وايم چه څرنګه چه ځان ګڼل په کار دى، دَ هغے نه زيات څوک ونۀ ګڼئ بلکه دا چه څرنګ چه خُدائے هر چا ته دَ يوے اندازے په مُطابق ايمان ورکړے دے، هغه دِ هم خپل ځان هغومره وګڼى.

روميان 12:16
پخپلو کښے په يو زړۀ اوسئ، لوئے لوئے خيالُونه مه زغلوئ اَؤ دَ خوارانو خيال ساتئ اَؤ خپل ځان هوښيار مه بولئ.

اول کورنتيان 13:4
مينه صابره ده، مينه مهربانه ده اَؤ هيچا سره کينه نۀ لرى، مينه نۀ خو لافے وهى اَؤ نۀ لوئى کوى،

ګلتيان 6:1-3
[1] اَئے ورُوڼو! که څوک په څۀ قصُور کښے ونيولے شى نو تاسو چه دَ رُوحُ القُدس په هدايت چليږئ هغه په عاجزئ سره په ځائے کړئ، اَؤ خپل خيال هم ساتئ چه تاسو په آزميښت کښے پرے نۀ وزے[2] تاسو دَ يو بل خيال ساتئ اَؤ دغه شان دَ مسيح شريعت پُوره کوئ.[3] ځکه چه که څوک سړے خپل ځان څۀ شمارى اَؤ وى هيڅ هم نه، نو دَ خپل ځان سره ټګى کوى.

Pashto Bible
No Data