A A A A A

بد کرکټر: [سست]


کولوسيان 3:17-23
[17] هر څۀ چه تاسو کوئ، که تاسو خبرے کوئ يا څۀ کار، هغه ټول دَ مالِک عيسىٰ په نُوم کوئ اَؤ دَ هغۀ په وسيله دَ خُدائے پلار شکر کوئ.[18] اَئے ميرمنو! تاسو دَ خپلو خاوندانو تابعدارے اوسئ چه دا ستاسو دَ ايماندارانو فرض دے.[19] اَئے خاوندانو! دَ خپلو ښځو سره مينه لرئ اَؤ دَ هغوئ سره ترخيږئ مه.[20] اَئے بچو! دَ مور پلار حُکم په هره خبره کښے منئ ځکه چه په دے خُدائے خوشحاليږى.[21] اَئے پلارانو! خپل اؤلاد مۀ تنګوئ، هسے نۀ چه هغوئ زړۀ بائيلى.[22] اے غُلامانو! تاسو دَ خپلو جسمانى مالِکانو تابعدار اوسئ، دا صرف په ظاهرى طور دَ هغوئ دَ خوشحالولو دَ پاره نه، بلکه دَ زړۀ دَ اِخلاصه اَؤ دَ خُدائے دَ ويرے نه.[23] تاسو هر څۀ چه کوئ دَ زړۀ په مينه ئے کوئ لکه چه دا تاسو دَ مالِک دَ پاره کوئ، نۀ چه دَ بنى آدمو دَ پاره.

اول تيموتيوس 5:8
که څوک دَ خپلوانو اَؤ خاص دَ خپلے کورنئ خيال نۀ ساتى نو هغه دَ خپل ايمان نه مُنکر اَؤ دَ بے ايمانئ نه هم بد دے.

لوقا 16:10
څوک چې په لږو شیانو کې صادق وي نو هغه به په ډېرو شیانو کې هم صادق وي، او څوک چې په لږو شیانو کې صادق نه وي نو هغه به په ډېرو شیانو کې هم صادق نه وي.

اِفِسيان 5:15-17
[15] اوس دے ته پام وکړئ چه تاسو څنګه چليږئ. دَ ناپوهو په شان نه، بلکه دَ هوښيارانو په شان چليږئ.[16] اَؤ وخت غنيمت وګڼئ ځکه چه زمانه بده ده.[17] نو ځکه کم عقل کيږئ مه بلکه په دے ځان پوهه کړئ چه دَ مالِک مرضى څۀ ده.

دوېم تِسالونيکيان 3:6-10
[6] اَئے ورُوڼو! مُونږ دَ خپل مالِک عيسىٰ په نُوم تاسو ته حُکم درکوُو چه دَ هر هغه ورور نه په ډډه شئ چه سُست دے اَؤ په هغه تعليم عمل نۀ کوى چه هغۀ ته زمُونږ له طرفه نه ورورسيدلو.[7] ځکه چه تاسو په خپله خبر يئ چه زمُونږ په شان څنګه چليدل په کار دى ځکه چه مُونږ په تاسو کښے سُست نۀ تلُو.[8] اَؤ دَ چا ډوډئ مو مُفته نۀ خوړله بلکه شپه اَؤ ورځ به مو خوارى، مُشقت اَؤ کار کولو چه په تاسو کښے په چا پيټے وانۀ چوُو.[9] دا نۀ چه مُونږ ته اِختيار نۀ وو بلکه دَ دے دَ پاره چه خپل ځانُونه تاسو ته دَ نمُونے په طور پيش کړُو، دَ پاره دَ دے چه تاسو زمُونږ په شان جوړ شئ.[10] کله چه مُونږ تاسو سره وُو هغه وخت به مو هم تاسو ته دا حُکم درکولو چه چا ته چه محنت کول منظور نۀ وى نو هغه دِ ونۀ خورى.

متى 25:24-29
[24] بيا هغه سړے راغے چا ته چه يوه تيلئ ورکړے شوے وه اَؤ وئے وئيل، مالکه! ما ته پته وه چه تۀ يو سخت سړے ئے، تۀ ئے هلته ريبے چرته چه دِ کرونده نۀ وى کړے، تۀ ئے هلته راټولوے چرته چه دِ خوارۀ کړى نۀ وى.[25] نو زَۀ ويريدلم، ځکه لاړم اَؤ ستا سرۀ زر مے په مزکه کښے ښخ کړل. څۀ چه ستا وُو هغه دا دى.[26] مالک ورته ووئيل، اَئے سُسته نوکره! تاته معلُومه وه چه زَۀ ئے هلته ريبم چرته چه کرونده نۀ کوم اَؤ هلته ئے راټولوم چرته چه خورول نۀ کوم څۀ؟[27] نو بيا تاته پکار وُو چه زما پيسے دِ صرافانو ته ورکړے وے، نو په واپسئ به ما هغه مال دَ سُود سره حاصل کړے وو.[28] هغۀ ووے چه دَ دَۀ نه دَ زرو هغه تيلئ واخلئ اَؤ دَ لسو تيلو والا ته ئے ورکړئ.[29] ځکه چه دَ چا سره چه څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر هغے چه څۀ ترے سيوا هم شى، اَؤ دَ کُوم سړى سره چه څۀ نۀ وى هغه به هغه لږ څۀ هم بائيلى چه ورسره دى.

Pashto Bible
No Data