A A A A A

بد کرکټر: [غوسه]


اِفِسيان 4:26-31
[26] که چرته غُصه شوئ نو په غُصه کښے ګُناه مه کوئ اَؤ خپله غُصه دَ نمر دَ پريوتو نه اخوا مه اُوږدوئ،[27] اَؤ اِبليس ته موقعه مه ورکوئ.[28] غل دِ بيا غلا ونۀ کړى بلکه څۀ ښۀ کسب دِ شروع کړى اَؤ په خپلو لاسُونو دِ محنت اَؤ ګټه کوى، دَ دے دَ پاره چه حاجتمندو ته دَ ورکولو دَ پاره دَ هغۀ سره هم څۀ وى.[29] ستاسو دَ خُلے نه دِ هم يوه خرابه خبره ونۀ شى بلکه هغه ښه خبره چه دَ ضرورت په مُطابق دَ ترقئ دَ پاره غوره وى، دَ دے دَ پاره چه دَ هغے له مخے دَ هغے په آؤريدُونکو فضل کيږى.[30] اَؤ دَ خُدائے پاک رُوح خفه کوئ مه، دَ کُوم نه چه په تاسو دَ خلاصُون دَ ورځ دَ پاره مُهر لګولے شوے دے.[31] دَ هر قِسم تريخوالى، قهر، غضب، شور زوږ، بد خواهش اَؤ بد خويُونه دِ له تاسو نه لرے وى

يعقوب 1:19-20
[19] اَئے زما ورُوڼو! دا خبره تاسو ته معلُومه ده، نو هر څوک دِ په آؤريدو کښے تيز آو په وينا کښے قلاره اَؤ په غُصه کښے سوړ وى.[20] ځکه چه دَ اِنسان قهر دَ خُدائے دَ صداقت کار نۀ شى کولے.

کولوسيان 3:8
خو اوس تاسو هم دغه هر څۀ، يعنے غُصه، قهر، بدخواهى، چُغلى اَؤ پُوچے خبرے پريږدئ.

يعقوب 4:1-2
[1] په تاسو کښے جنګ جګړے له کُومه راغلے؟ آيا دَ هغه خواهشاتو نه نۀ دى کُوم چه ستاسو په اَندامُونو کښے فساد کوى؟[2] تاسو چه دَ کُوم څيز خواهش کوئ خو تاسو ته په لاس نۀ درځى، ځکه خُون کوئ اَؤ کينه لرئ خو هيڅ حاصلولے نۀ شئ. تاسو نښلئ، جنګيږئ، خو تاسو ته ځکه نۀ ملاويږى چه له خُدائے نه ئے نۀ غواړئ.

متى 5:22
خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر څوک چه خپل ورور ته قهر وکړى، هغۀ ته به هم ضرور په عدالت کښے سزا ورکړے شى. اَؤ که هغه خپل ورور ته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، اَؤ که چرے ورته ليونے ووائى نو هغه به خامخا دَ هغے بدله کښے دَ دوزخ دَ اور سزا مُومى.

Pashto Bible
No Data