A A A A A

فرښتې او شیطانان: [جادوګر / جادو]


رويا 21:8
خو دَ ويريدُونکو، بے ايمانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادُوګرانو، بُت پرستانو اَؤ هر قسم دروغژنو برخه به په هغه تالاب کښے وى چه په کښے دَ ګُوګړو اور بليږى، اَؤ دا دويم مرګ دے.“

رويا 18:23
اَؤ نور به په تا کښے دَ ډيوے رڼا ونۀ ليدے شى اَؤ په تا کښے به بيا دَ زلمى اَؤ دَ ناوے خبرے وانۀ وريدے شى. يو وخت وو چه ستا سوداګران دَ دُنيا زورَور وُو اَؤ تا په خپل جادُو ټول قومُونه وغلول.“

رويا 9:21
اَؤ نۀ هغوئ دَ خپلو قتلُونو، دَ خپلے جادُوګرئ، خپلے حرامکارئ، اَؤ نۀ ئے دَ خپلو ډاکو نه توبه وويستله.

رويا 22:15
خو بهر به پليتان، جادُوګران اَؤ حرامکاران، قاتلان اَؤ بُت پرستان اَؤ ټول هغه څوک چه دروغ خوښوى اَؤ جوړوى پاتے شى.

ګلتيان 5:20
بُت پرستى، جادُوګرى، دُښمنى، جګړے، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، جُدائى، بِدعتُونه،

اعمال 8:9-24
[9] اَؤ په هغه ښار کښے شمعُون نومے يو سړے وو چه دَ څۀ مُودے نه دَ جادُو په زور ئے سامريان خپل ځان ته را اړولى وُو اَؤ ځان ئے لوئے ګڼلو.[10] اَؤ هغوئ ټولو لويو اَؤ وړو دَ هغۀ خبرے په غور آؤريدلے وے. هغوئ وئيل چه ”دا سړے دَ خُدائے هغه قُدرت دے چه ورته لوئے وائى.“[11] هغوئ دَ هغۀ خبرے ځکه آؤريدلے چه تر ډيرے مُودے ئے دَ خپل جادُو په زور حيران کړى وُو.[12] خو چه هغوئ دَ فيليپوس په هغه زيرى ايمان راؤړو چه دَ خُدائے په بادشاهئ اَؤ دَ عيسىٰ مسيح دَ نُوم په باب کښے ئے آؤرولو نو هغه سړو اَؤ ښځو بپتسمه واخستله.[13] تر دے چه شمعُون په خپله ايمان راوړو اَؤ بپتسمه ئے واخستله اَؤ دَ دے نه پس فيليپوس سره پاتے شو اَؤ هغه دَ دے زورَورو نخښو اَؤ عجيبه کارُونو په وجه حيران پاتے شو.[14] بيا په بيتُ المُقدس کښے رسُولانو واؤريدل چه سامريانو دَ خُدائے کلام قبُول کړو نو هغوئ پطروس اَؤ يوحنا ورواستول.[15] هغوئ هلته لاړل اَؤ دَ عيسىٰ منُونکو دَ پاره ئے دُعا وکړله چه په دوئ دِ رُوحُ القُدس نازل شى.[16] ځکه چه تر دے وخته په هيچا رُوحُ القُدس نازل شوے نۀ وو. هغوئ بس دَ مالِک عيسىٰ په نُوم بپتسمه اخستے وه.[17] نو پطروس اَؤ يوحنا په هغوئ لاسُونه کيښودل اَؤ هغوئ له رُوحُ القُدس نه معمُور شول.[18] کله چه شمعُون وليدل چه دَ رسُولانو دَ لاس په کيښودو رُوحُ القُدس ورکړے کيږى نو هغۀ هغوئ ته پيسے وړاندے کړے،[19] اَؤ وئے وئيل چه ”ما ته هم دغه طاقت راکړئ چه زَۀ په چا لاس کيږدم نو چه هغه په رُوحُ القُدس معمُور شى.“[20] نو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پيسے دِ تا سره غرقے شى ځکه چه ستا دا خيال وو چه دَ خُدائے بخښنه په بيعه خرڅيږى![21] په دے خبره کښے ستا نۀ برخه شته نۀ حِصه ځکه چه تۀ خُدائے ته بد نيته يئے.[22] دَ دے بدئ نه توبه وکړه اَؤ دَ خُدائے نه دُعا وغواړه چه دَ داسے خيال کولو درته معافى وکړى.[23] زَۀ وينم چه تۀ ډير لالچى يئے اَؤ دَ ګُناه غُلام شوے يئے.“[24] نو شمعُون جواب ورکړو چه ”تاسو دَ مالک نه زما په حق کښے دُعا وغواړئ چه دا څۀ چه تا ووئيل، دا په ما رانۀ شى.“

اعمال 19:18-19
[18] اَؤ نور ډير هغه کسان چه ايمان ئے راؤړے وو، راغلل اَؤ دا اِقرار ئے وکړو چه هغوئ جادُوګرى کوله.[19] اَؤ ډيرو جادُوګرو خلقو چه پخوا به ئے جادُوګرى کوله، خپل کتابُونه راجمع کړل اَؤ دَ خلقو دَ وړاندے ئے وسوزول اَؤ دَ ټول قيمت حساب ئے ولګولے شو، نو پينځۀ لکه دَ سپينو زرو سکے وختلو.

اعمال 8:9
اَؤ په هغه ښار کښے شمعُون نومے يو سړے وو چه دَ څۀ مُودے نه دَ جادُو په زور ئے سامريان خپل ځان ته را اړولى وُو اَؤ ځان ئے لوئے ګڼلو.

ګلتيان 5:19-21
[19] اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى، يعنے حرامکارى، ناپاکى، شهوت،[20] بُت پرستى، جادُوګرى، دُښمنى، جګړے، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، جُدائى، بِدعتُونه،[21] بُغض، نشے، ګډا نڅا اَؤ دَ دے په شان نور. دَ دے په باب کښے درته دَ وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وُو چه داسے خلق به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ وى.

Pashto Bible
No Data