A A A A A

فرښتې او شیطانان: [لوسیفر]


اول پطروس 5:8
تاسو ځان ساتئ اَؤ بيدار اوسئ ځکه چه ستاسو مُخالف اِبليس دَ غړمبيدُونکى مزرى په شان په دے لټون کښے دے چه څوک ونغرى.

دوېم کورنتيان 4:4
يعنے هغه به ايمان نۀ راؤړى ځکه چه دَ دے بدى دُنيا سردار يعنے شيطان دَ هغوئ عقل ړُوند کړے دے، دَ دے دَ پاره چه مسيح څوک چه دَ خُدائے په شکل دے، دَ هغۀ دَ جلال دَ زيرى رڼا په هغوئ ونۀ ځليږى.

دوېم کورنتيان 11:14
په دے کښے څۀ تعجب نِشته ځکه چه شيطان هم خپل ځان دَ يو نُورانى فرښتے په شکل جوړ کړى.

دوېم پطروس 1:19
اَؤ زمُونږ سره دَ نبُوت هغه کلام دے کُوم چه ډير معتبر دے، اَؤ تاسو ښۀ کوئ چه په دے وجه په هغے غور کوئ چه دا يوه ډيوه ده کُومه چه دَ تيارے په ځائے کښے رڼا ورکوى، تر څو چه سحر نۀ شى اَؤ دَ صبا ستورے ستاسو په زړُونو کښے ونۀ ځليږى.

اِفِسيان 6:11-12
[11] دَ خُدائے په ټولو وسلو ځان سنبال کړئ دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ اِبليس دَ منصُوبو مقابلے ته ټينګ ودريدے شئ.[12] ځکه چه زمُونږ جنګ دَ اِنسان خلاف نۀ دے بلکه دَ فساد دَ هغه روحانى لښکرو چه په آسمانى ځايُونو کښے دى، دَ حکُومت دَ خاوندانو، دَ اِختيار لرُونکو اَؤ دَ دے دُنيا دَ تيارے دَ حاکمانو سره دے.

يعقوب 4:7
نو بيا دَ خُدائے تابع شئ، اَؤ دَ اِبليس مُقابله وکړئ نو هغه به درنه وتښتى.

يوحنا 8:44
ستاسو پلار اِبليس دے اَؤ تاسو دَ پلار په خوښه عمل کوئ. هغه دَ اوله سره قاتل وو اَؤ په حقيقت کښے پاتے نۀ شو اَؤ نۀ په کښے څۀ حقيقت شته. هر کله چه هغه څۀ دروغ وائى نو هغه دَ خپله ځانه وائى ځکه چه هغه دروغژن دے اَؤ پلار دَ دروغو دے.

يهوداه 1:6-9
[6] ياد لرئ چه کُومو فرښتو چه دَ خپلے درجے خيال ونۀ ساتلو اَؤ خپل ځائے ئے پريښودلو، نو خُدائے هغوئ په آبدى زنځيرُونو اَؤ په تورتم کښے دَ قيامت دَ لوئے ورځے پورے ساتلى دى.[7] دغه شان دَ صُدوم اَؤ عموره اَؤ دَ ګيرچاپيره ښارُونو مِثال واخلئ چه دَ هغوئ خلق هم دَ هغو فرښتو په شان غير فطرى فعل اَؤ په حرامکارئ کښے پريوتل، اَؤ هغوئ ته دَ تل په اور کښے سزا ورکړے کيږى، اَؤ دا زمُونږ دَ پاره عبرت دے.[8] سره دَ دے دا خلق هم دَ خپلے خوش فهمئ په وجه خپل جِسمُونه پليتوى، دَ خُدائے اِختيار سپک ګڼى اَؤ فرښتو ته بدرد وائى.[9] ياد لرئ چه دَ ټولو نه لوئے فرښتے ميکائيل هم دغسے نۀ وو کړے، ځکه چه څۀ وخت چه هغه دَ مُوسىٰ دَ لاش په باب دَ اِبليس سره بحث کولو په هغه وخت ئے دومره هِمت ونۀ کړو چه اِبليس ته په بدرد وئيلو په هغۀ اِلزام ولګوى، بلکه دا ئے ووئيل چه ”خُدائے دِ تا ملامت کړى.“

متى 4:3
بيا آزميښت کوُونکے ورغے اَؤ ورته ئے ووئيل، ”که تۀ دَ خدائے زوئے ئے نو دے کاڼو ته ووايه چه ډوډئ شى.“

متى 12:24
خو کله چه فريسيانو دا واؤريدل نو هغوئ ووئيل چه ”دا سړے دَ پيريانو دَ سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“

رويا 3:9
ګوره، دَ شيطان دَ ډلے نه به ځنے راولم چه ځان ته يهُوديان وائى خو نۀ دى بلکه فريبيان دى، هغوئ به درشى اَؤ ستا په پښو به پريوزى اَؤ هغوئ دِ په دے پوهه شى چه تۀ زما محبوب يئے.

رويا 20:10
اَؤ هغوئ له دوکه ورکوُونکے اِبليس دَ اور اَؤ ګُوګړو تالاب ته وغورزولے شو چرته چه ځنګلى ځناور اَؤ دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے اَؤ هلته به په شپه اَؤ ورځ تل تر تله عذابولے شى.

روميان 16:20
اَؤ خُدائے چه دَ سلامتئ سرچينه دے، هغه به ډير زر شيطان ستاسو دَ پښو لاندے چخڼى کړى. زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو سره وى.

رويا 12:7-9
[7] بيا په آسمان کښے جنګ ونښتو. ميکائيل اَؤ دَ هغۀ فرښتو دَ اژدها سره جنګ جوړ کړو. اَؤ اژدها اَؤ دَ هغۀ فرښتو جنګ وکړو.[8] خو هغوئ فتح ونۀ مُوندله اَؤ په آسمان کښے دَ هغو دَ پاره ځائے نۀ وو.[9] نو دا لويه اژدها لاندے راوغورزولے شوه، دا هغه زوړ مار چه شيطان يا اِبليس بللے شى چه ټول عالم غُلوى، هغه دَ خپلو فرښتو سره لاندے مزکے ته راګُذار کړے شو.

لوقا 10:18-20
[18] عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «ما ولیدل چې شیطان څنګه لکه د برېښنا په شان له آسمانه راوغورځېد.[19] واورئ! ما تاسو ته اختیار درکړی چې ماران او لړمان تر پښو لاندې کړئ او د دښمن ټول قوت مات کړئ. هیڅ شی تاسو ته زیان نه شي رسولی.[20] خو په دې دومره مه خوشحالیږئ چې پېریان تاسو ته تابع کیږي، بلکې په دې خوشحاله اوسئ چې ستاسو نومونه په جنت کې لیکل شوي دي.»

رويا 13:1-18
[1] بيا ما له سمندر نه يو ځنګلى ځناور په راوتو وليدو. دَ هغۀ لس ښکرُونه اَؤ اُووۀ سرُونه وُو، اَؤ دَ هغۀ په ښکرُونو لس تاجُونه وُو اَؤ په هر سر ئے دَ کُفر يو نُوم وو.[2] ما چه کُوم ځنګلى ځناور وليدو، هغه دَ پړانګ په شان وو خو دَ هغۀ پښے دَ ميلُو په شان وے اَؤ خُلۀ ئے دَ مزرى په شان وه. اژدها هغۀ له خپل طاقت، بادشاهى اَؤ لوئے اِختيار ورکړو.[3] دَ هغۀ يو سر دَ مرګى يو ګُذار خوړلے وو خو هغه دَ مرګى پرهر ئے جوړ شوے وو اَؤ ټوله دُنيا په هغه ځناور پسے په حيرانتيا لاړه.[4] سړو هغه اژدها ته سجده وکړه ځکه چه هغۀ خپل اِختيار ځنګلى ځناور ته ورسپارلے وو، هغوئ ځناور ته هم سجده وکړه اَؤ دا ئے ووئيل چه ”څوک دَ دے ځناور په شان دے، اَؤ څوک ورسره جنګيدلے شى؟“[5] ځنګلى ځناور ته دا اِختيار ورکړے شو چه غټے غټے اَؤ دَ کُفر خبرے وکړى، اَؤ تر دوه څلويښتو مياشتو پورے دَ حُکومت واک ورکړے شو.[6] هغۀ په خُدائے پورے دَ کُفر خبرے وکړلے اَؤ دَ خُدائے نُوم اَؤ دَ هغۀ دَ آستوګنے ځائے اَؤ آسمانى مخلُوق ته ئے کنځل شروع کړل.[7] هغۀ ته دا هم اِختيار ورکړے شو چه دَ پاکانو سره جنګ وکړى اَؤ پرے غالب شى، اَؤ په ټولو خيلُونو اَؤ خلقو، ژبو اَؤ قومُونو اِختيار ورکړے شو.[8] اَؤ په مزکه ټول اوسيدُونکى به هغۀ ته سجده وکړى بے له هغو نه دَ چا نومُونه چه هغه حلال شوى ګډُورى دَ ژوندُون په کتاب کښے له ازل نه ليکلى دى.[9] څوک چه آؤريدے شى هغه دِ واؤرى.[10] چا ته چه قيديدل وى هغه به قيد شى، چا ته چه په تُوره قتل کيدل وى نو هغه به په تُوره قتل شى. په دے کښے دَ پاکانو زغم اَؤ ايمان په کار دے.[11] بيا ما يو بل ځنګلى ځناور وليدو چه له مزکے نه راووتو، هغۀ دَ ګډُورى په شان دوه ښکرُونه لرل خو دَ اژدها په شان ئے خبرے کولے.[12] هغه دَ اولنى ځنګلى ځناور ټول اِختيار دَ هغۀ په مخ کښے چلوى اَؤ هغه به مزکه اَؤ دَ هغے اوسيدُونکى مجبُور کړى چه هغوئ اول ځنګلى ځناور ته سجده وکړى چه دَ چا دَ مرګى پرهر چه جوړ شوے وو.[13] اَؤ هغۀ لوئے مُعجزے کولے تر دے چه دَ خلقو په وړاندے دَ آسمان نه مزکے ته اور وروى.[14] اَؤ هغۀ له دا اِختيار ورکړے شو چه دَ هغه ځنګلى ځناور په وړاندے مُعجزے وکړى اَؤ دَ مزکے اوسيدُونکى وغلوى اَؤ هغوئ دے ته تيار کړى چه دَ هغه ځنګلى ځناور په شان يو بُت جوړ کړى چه دَ تُورے ګُذار ئے خوړلے وو خو بيا هم ژوندے وو.[15] اَؤ هغۀ له دا اِختيار هم ورکړے شو چه دَ اولنى ځنګلى ځناور په بُت کښے ساه واچوى چه خبرے هم وکړى اَؤ هغه ټول کسان چه ورته سجده نۀ کوى، مړۀ کړى.[16] اَؤ دا چه هغه په لويو وړو، شته منو اَؤ غريبانو، غُلامانو اَؤ آزادو په ښى لاس يا په تندى يوه نخښه ولګوى.[17] اَؤ هيچا ته تر هغے دَ څۀ آخستلو يا خرڅولو اِجازت نۀ وى تر څو چه دَ دے ځنګلى ځناور نخښه، نُوم يا دَ نُوم شمار پرے نۀ وى.[18] دغه دَ حکمت کُنجى ده اَؤ هر هغه څوک چه پوهه لرى هغه دِ دَ ځناور دَ نُوم شمار کړى، دا شمار دَ يو سړى دے اَؤ دَ هغۀ دَ شمار حساب شپږ سوه شپږ شپيتۀ دے.

Pashto Bible
No Data