A A A A A

فرښتې او شیطانان: [ساتونکي انګریزان]


اول کورنتيان 4:9
زما په خيال چه خُدائے مُونږ رسُولان دَ ټولو نه عاجزان کړلُو اَؤ دَ هغه خلقو په شان ئے پيش کړُو په چا چه دَ وژلو حُکم شوے وى، ولے چه مُونږ دَ ټولے دُنيا، يعنے فرښتو اَؤ دَ بنى آدمو په وړاندے يوه تماشه شوُو.

اول يوحنا 4:1
اَئے عزيزانو! په هر يو رُوح يقين مه کوئ بلکه هر يو ښۀ آزميئ چه آيا هغه سړے دَ خُدائے په رُوحُ القُدس خبرے کوى که نه؟ ځکه چه په دُنيا کښے ډير دَ دروغو نبيان راپورته شوى دى.

اعمال 8:26
بيا دَ رب فرښتے فيليپوس ته ووئيل، ”روان شه! اَؤ دَ بيتُ المُقدس نه غزه ته دَ سهيل په اړخ چه کُوم سړک تلے دے په هغے روان شه، دا دَ صحرا سړک دے.“

اعمال 12:15
هغوئ هغے ته ووئيل چه ”ته ليونئ يئے!“ خو هغه په دے ټينګه شوه چه هم دغه شان دے. بيا هغوئ ووئيل چه ”دا به ضرُور دَ هغۀ فرښته وى.“

کولوسيان 2:18
هيچا له موقعه مه ورکوئ چه څوک دِ خپل ځان په ښۀ ګڼلو تاسو مُجرم کوى. داسے خلق په خاص خاص کشفُونو ليدو سره بل مجبُوروى چه هغوئ خپل ځان عاجزان کړى اَؤ فرښتے خُدايان ومنى. داسے عاجزى رښتينى نۀ ده اَؤ داسے خلق دَ خپل عقل په خبرو بے فائدے وپړسيږى.

عبرانيان 1:14
فرښتے څۀ دى؟ هغوئ ټول خدمت ګُزار رُوحُونه دى کُوم چه دَ هغه خلقو دَ خدمت دَ پاره راليږلى شوى دى څوک چه دَ خلاصُون وارثان دى.

عبرانيان 13:2
دَ ميلمستيا کولو نه غافله کيږئ مۀ، ځکه چه دَ دے په وجه ځنو خلقو دَ فرښتو ميلمستيا هم کړے ده خو پوهه شوى نۀ دى.

يهوداه 1:6-9
[6] ياد لرئ چه کُومو فرښتو چه دَ خپلے درجے خيال ونۀ ساتلو اَؤ خپل ځائے ئے پريښودلو، نو خُدائے هغوئ په آبدى زنځيرُونو اَؤ په تورتم کښے دَ قيامت دَ لوئے ورځے پورے ساتلى دى.[7] دغه شان دَ صُدوم اَؤ عموره اَؤ دَ ګيرچاپيره ښارُونو مِثال واخلئ چه دَ هغوئ خلق هم دَ هغو فرښتو په شان غير فطرى فعل اَؤ په حرامکارئ کښے پريوتل، اَؤ هغوئ ته دَ تل په اور کښے سزا ورکړے کيږى، اَؤ دا زمُونږ دَ پاره عبرت دے.[8] سره دَ دے دا خلق هم دَ خپلے خوش فهمئ په وجه خپل جِسمُونه پليتوى، دَ خُدائے اِختيار سپک ګڼى اَؤ فرښتو ته بدرد وائى.[9] ياد لرئ چه دَ ټولو نه لوئے فرښتے ميکائيل هم دغسے نۀ وو کړے، ځکه چه څۀ وخت چه هغه دَ مُوسىٰ دَ لاش په باب دَ اِبليس سره بحث کولو په هغه وخت ئے دومره هِمت ونۀ کړو چه اِبليس ته په بدرد وئيلو په هغۀ اِلزام ولګوى، بلکه دا ئے ووئيل چه ”خُدائے دِ تا ملامت کړى.“

لوقا 16:22
داسې وشول چې هغه غریب سړی مړ شو او فرښتو هغه د ابراهیم څنګ ته یووړ. بیا هغه شتمن سړی هم مړ شو او خاورو ته وسپارل شو.

متى 18:10
خبردار! په دے وړو کښے يو ته هم سپک مه ګورئ. زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ دوئ فرښتے په آسمان کښے هميشه زما دَ آسمانى پلار په مخکښے موجُودے وى.

رويا 5:11
بيا چه ما وکتل نو دَ بے شماره فرښتو آوازُونه مے واؤريدل چه هغه دَ تخت اَؤ دَ حيوانانو اَؤ دَ مشرانو نه چاپيره وے اَؤ دَ هغوئ شمار په زرګُونو اَؤ لکُونو کښے وو،

رويا 19:10
په دے زَۀ دَ هغۀ په پښو کښے په سجده پريوتلم خو ما ته ئے ووئيل چه ”نه، داسے مه کوه! زَۀ هم دَ تا اَؤ ستا دَ ورُوڼو په شان يو خادم يم چه دَ عيسىٰ شهادت لرے. اَؤ تش خُدائے ته سجده کوه.“ ځکه چه دَ کُوم رُوح په تاثير نبيانو کلام وکړو هم هغه رُوح دَ عيسىٰ په شان شاهدانو کښے دے.

Pashto Bible
No Data