A A A A A

فرښتې او شیطانان: [آرشیفونه]


يهوداه 1:9
ياد لرئ چه دَ ټولو نه لوئے فرښتے ميکائيل هم دغسے نۀ وو کړے، ځکه چه څۀ وخت چه هغه دَ مُوسىٰ دَ لاش په باب دَ اِبليس سره بحث کولو په هغه وخت ئے دومره هِمت ونۀ کړو چه اِبليس ته په بدرد وئيلو په هغۀ اِلزام ولګوى، بلکه دا ئے ووئيل چه ”خُدائے دِ تا ملامت کړى.“

اول تِسالونيکيان 4:16
ځکه چه مالِک به په خپله دَ آسمان نه دَ چغے، اَؤ دَ مُقربے فرښتے دَ آواز، اَؤ دَ خُدائے دَ بګل دَ آواز سره راکُوزيږى، اَؤ اول به هغه څوک چه په مسيح کښے مړۀ شوى دى راژوندى شى.

رويا 12:7-9
[7] بيا په آسمان کښے جنګ ونښتو. ميکائيل اَؤ دَ هغۀ فرښتو دَ اژدها سره جنګ جوړ کړو. اَؤ اژدها اَؤ دَ هغۀ فرښتو جنګ وکړو.[8] خو هغوئ فتح ونۀ مُوندله اَؤ په آسمان کښے دَ هغو دَ پاره ځائے نۀ وو.[9] نو دا لويه اژدها لاندے راوغورزولے شوه، دا هغه زوړ مار چه شيطان يا اِبليس بللے شى چه ټول عالم غُلوى، هغه دَ خپلو فرښتو سره لاندے مزکے ته راګُذار کړے شو.

لوقا 1:26
د الیزابت د امیدوارۍ په شپږمه میاشت خدای جبراییل فرښته د جلیل په ولایت کې د ناصریې په نوم یو ښار ته ولېږله،

عبرانيان 1:14
فرښتے څۀ دى؟ هغوئ ټول خدمت ګُزار رُوحُونه دى کُوم چه دَ هغه خلقو دَ خدمت دَ پاره راليږلى شوى دى څوک چه دَ خلاصُون وارثان دى.

متى 18:10
خبردار! په دے وړو کښے يو ته هم سپک مه ګورئ. زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ دوئ فرښتے په آسمان کښے هميشه زما دَ آسمانى پلار په مخکښے موجُودے وى.

رويا 1:4
دَ يوحنا له طرفه دَ ايشيا صوبے دَ اُوو جماعتُونو په نوم :  په تاسو دِ فضل اَؤ سلامتى وى، دَ خُدائے له طرفه چه شته، چه وو اَؤ چه راتلُونکے دے، اَؤ له هغه اُوو رُوحونو له طرفه چه دَ هغۀ دَ تخت دَ وړاندے دى،

متى 22:30
ځکه چه په قيامت کښے به ښځے اَؤ سړى وادۀ نۀ کوى. دوئ به په آسمان کښے دَ فرښتو په شان وى.

لوقا 20:36
هغوی به نور نه مړه کیږي ځکه چې د فرښتو په شان به وي. هغوی د خدای اولادونه دي، ځکه چې د مړو څخه د تل دپاره راژوندي شوي دي.

Pashto Bible
No Data