A A A A A

Additional: [Halloween]


اول يوحنا 1:5
دا هغه پيغام دے چه مُونږ دَ مسيح نه واؤريدلو اَؤ تاسو پرے خبروُو چه خُدائے نُور دے اَؤ په هغۀ کښے هيڅ تيارۀ نِشته.

اول پطروس 5:8
تاسو ځان ساتئ اَؤ بيدار اوسئ ځکه چه ستاسو مُخالف اِبليس دَ غړمبيدُونکى مزرى په شان په دے لټون کښے دے چه څوک ونغرى.

دوېم کورنتيان 11:14
په دے کښے څۀ تعجب نِشته ځکه چه شيطان هم خپل ځان دَ يو نُورانى فرښتے په شکل جوړ کړى.

درېم يوحنا 1:11
زما خوږه ملګريه! دَ بدو پيروى مه کوه بلکه دَ ښو کوه، ښه کار کوُونکے دَ خُدائے بچے دے اَؤ بد کار کوُونکى خُدائے کله هم ليدلے نۀ دے.

روميان 14:9
ځکه چه مسيح دَ هم دے دَ پاره مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو، چه هغه دِ دَ مړو اَؤ ژوندو دواړو مالِک وى

روميان 12:2
خپل ځان دَ دے موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ، بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوے کړے شى اَؤ دَ دے په وسيله ستاسو فطرت بالکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دے قابل شئ اَؤ په دے به پوهه شئ چه دَ خُدائے رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دے چه قبليدُونکے اَؤ کامل دے.

ګلتيان 5:19-21
[19] اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى، يعنے حرامکارى، ناپاکى، شهوت،[20] بُت پرستى، جادُوګرى، دُښمنى، جګړے، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، جُدائى، بِدعتُونه،[21] بُغض، نشے، ګډا نڅا اَؤ دَ دے په شان نور. دَ دے په باب کښے درته دَ وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وُو چه داسے خلق به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ وى.

روميان 8:38-39
[38] ځکه چه زما دا باور دے چه دَ خُدائے دَ مينے نه چه مُونږ ئے په خپل مالِک عيسىٰ مسيح کښے لرو، نۀ مرګ اَؤ نۀ ژوندُون، نۀ فرښتے، نۀ نور آسمانى حاکمان، نۀ قُوتُونه،[39] نۀ اوسنى اَؤ نۀ راتلُونکى څيزُونه، نۀ پاسنئ دُنيا اَؤ نۀ لاندينئ دُنيا اَؤ نۀ په څۀ مخلُوقات کښے داسے هيڅ څيز نِشته چه مُونږ جُدا کولے شى.

تيطوس 1:15
دَ پاکو خلقو دَ پاره ټول څيزونه پاک دى، خو دَ ګُناه ګارو اَؤ بے اِيمانه خلقو دَ پاره هيڅ شے هم پاک نۀ دے بلکه دَ هغوئ عقل اَؤ ضمير دواړه پليت دى.

اول تِسالونيکيان 5:22
دَ هر قِسم بدئ نه ځان ساتئ.

اِفِسيان 6:12
ځکه چه زمُونږ جنګ دَ اِنسان خلاف نۀ دے بلکه دَ فساد دَ هغه روحانى لښکرو چه په آسمانى ځايُونو کښے دى، دَ حکُومت دَ خاوندانو، دَ اِختيار لرُونکو اَؤ دَ دے دُنيا دَ تيارے دَ حاکمانو سره دے.

متى 12:43-45
[43] هر کله چه دَ يو بنى آدم نه يو ناپاک رُوح راوځى نو هغه په صحراګانو سر شى چه آرام ومُومى، خو وئے نۀ مُومى.[44] نو بيا داسے ووائى چه زَۀ به بيرته هغه کور ته لاړ شم دَ کُوم نه چه راوتلے يم. نو هغه چه بيرته راشى نو کور خالى جارُو کړے اَؤ پاک ووينى.[45] بيا هغه لاړ شى اَؤ نور اُووۀ رُوحُونه دَ ځان سره راولى چه دَ دَۀ نه هم زيات بد وى اَؤ هغوئ ټول راشى اَؤ دلته ديره شى، اَؤ دَ دوئ اَنجام دَ پخوا نه هم لا خراب شى. اَؤ دغه حال به دَ دے نافرمانه پيړئ هم وى.“

اِفِسيان 5:15-16
[15] اوس دے ته پام وکړئ چه تاسو څنګه چليږئ. دَ ناپوهو په شان نه، بلکه دَ هوښيارانو په شان چليږئ.[16] اَؤ وخت غنيمت وګڼئ ځکه چه زمانه بده ده.

Pashto Bible
No Data