A A A A A

Additional: [Emotions]


اِفِسيان 5:18
اَؤ په شرابو مستيږئ مه ځکه چه دَ دے نه بدکارى پيدا کيږى، بلکه په پاک رُوح معمُور شئ.

کولوسيان 3:1-2
[1] آيا تاسو دَ مسيح سره نۀ وئ راژوندى کړى شوى؟ نو بيا تاسو دَ آسمانى څيزُونو لټُون کوئ چرته چه مسيح موجُود دے اَؤ دَ خُدائے ښى طرف ته ناست دے.[2] دَ آسمانى څيزُونو خيال ساتئ، نۀ چه دَ مزکے.

ګلتيان 5:19-23
[19] اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى، يعنے حرامکارى، ناپاکى، شهوت،[20] بُت پرستى، جادُوګرى، دُښمنى، جګړے، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، جُدائى، بِدعتُونه،[21] بُغض، نشے، ګډا نڅا اَؤ دَ دے په شان نور. دَ دے په باب کښے درته دَ وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وُو چه داسے خلق به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ وى.[22] خو دَ خُدائے دَ رُوح ميوه مينه، خوشحالى، سلامتى، زغم، مهربانى، نيکى، اِيماندارى،[23] عاجزى اَؤ پرهيزګارى ده. دَ داسے کارُونو يو شريعت هم مُخالف نه دے.

يعقوب 1:20
ځکه چه دَ اِنسان قهر دَ خُدائے دَ صداقت کار نۀ شى کولے.

روميان 8:28
اَؤ لکه چه مُونږ ته معلُومه ده چه خُدائے په هر څيز کښے دَ هغوئ دَ پاره ښۀ پيدا کوى څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى اَؤ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق رابللے شوى دى.

روميان 15:13
خو خُدائے چه دَ اُميد سرچينه دے، هغه دِ تاسو دَ خپل ايمان په وسيله دَ هرے خوشحالئ اَؤ سلامتئ نه معمُور کړى دَ دے دَ پاره چه دَ رُوحُ القُدس په قُدرت ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.

يوحنا 17:17
دوئ دَ حقيقت په وسيله مُقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے.

يوحنا 4:24
خُدائے رُوح دے اَؤ هر څوک چه دَ هغۀ عبادت کوى هغه دِ هم په رُوح اَؤ په رښتيا سره دَ هغۀ عبادت وکړى.“

ګلتيان 5:16-24
[16] زما مطلب دا دے چه که تاسو دَ خُدائے دَ رُوح په ښودلى لار روان يئ نو دا جسمانى شوقُونه به هيڅ کله هم پُوره نۀ کړئ.[17] ځکه چه اِنسانى فطرت دَ خدائے دَ روح په خلاف خواهش کوى اؤ دَ خدائے روح دَ انسانى فطرت په خلاف، اَؤ دا دَ يو بل مُخالف دى دَ پاره دَ دے چه تاسو چه څۀ کول غواړئ، هغه کولے نۀ شئ.[18] خو که چرے تاسو دَ خُدائے دَ رُوح په هدايت روان يئ نو تاسو دَ شريعت ماتحت نۀ يئ.[19] اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى، يعنے حرامکارى، ناپاکى، شهوت،[20] بُت پرستى، جادُوګرى، دُښمنى، جګړے، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، جُدائى، بِدعتُونه،[21] بُغض، نشے، ګډا نڅا اَؤ دَ دے په شان نور. دَ دے په باب کښے درته دَ وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وُو چه داسے خلق به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ وى.[22] خو دَ خُدائے دَ رُوح ميوه مينه، خوشحالى، سلامتى، زغم، مهربانى، نيکى، اِيماندارى،[23] عاجزى اَؤ پرهيزګارى ده. دَ داسے کارُونو يو شريعت هم مُخالف نه دے.[24] اَؤ څوک چه دَ مسيح دى نو هغوئ خپل دَ اِنسانى فطرت ټول رغبتُونه اَؤ خواهشُونه په سولئ خيژولى دى.

عبرانيان 3:13
بلکه تر کُومه پورے چه دَ نن ورځ وئيلے کيږى، هره ورځ په خپلو کښے نصيحت کوئ چه په تاسو کښے څوک دَ ګُناه په تيندک خوړلو کښے سخت زړے نۀ شى.

فيليپيان 4:6-7
[6] دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ.[7] نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده، ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى.

روميان 12:2
خپل ځان دَ دے موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ، بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوے کړے شى اَؤ دَ دے په وسيله ستاسو فطرت بالکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دے قابل شئ اَؤ په دے به پوهه شئ چه دَ خُدائے رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دے چه قبليدُونکے اَؤ کامل دے.

اِفِسيان 4:26-27
[26] که چرته غُصه شوئ نو په غُصه کښے ګُناه مه کوئ اَؤ خپله غُصه دَ نمر دَ پريوتو نه اخوا مه اُوږدوئ،[27] اَؤ اِبليس ته موقعه مه ورکوئ.

اول پطروس 5:10
اوس دَ هر قِسم فضل ورکوُونکے خُدائے چه تاسو دَ مسيح په يووالى کښے دَ خپل آبدى جلال دَ شامليدو دَ پاره راوبللئ چه تاسو به دَ لږ وخت دَ مُصيبت زغملو نه پس په خپله کاملان، قائم اَؤ مظبُوط کړى.

فيليپيان 1:6
اَؤ زما دَ دے خبرے په باب کښے باور دے چه چا چه په تاسو کښے نيک کار شروع کړے دے، هغه به ئے دَ عيسىٰ مسيح تر ورځے پورے پُوره کړى.

عبرانيان 12:1
نو بيا چه دَ ګواهانو دومره لويه وريځ زمُونږ نه چاپيره ده نو راځئ چه مُونږ هم هر يو پيټے اَؤ هغه ګُناه چه مُونږ په آسانئ سره نښلوى دَ ځان نه لرے کړو، اَؤ په هغه منډه کښے په صبر سره وزغليږُو چه مُونږ ته وړاندے ده.

Pashto Bible
No Data