A A A A A

Additional: [Drugs]


اِفِسيان 5:18
اَؤ په شرابو مستيږئ مه ځکه چه دَ دے نه بدکارى پيدا کيږى، بلکه په پاک رُوح معمُور شئ.

ګلتيان 5:19-21
[19] اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى، يعنے حرامکارى، ناپاکى، شهوت،[20] بُت پرستى، جادُوګرى، دُښمنى، جګړے، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، جُدائى، بِدعتُونه،[21] بُغض، نشے، ګډا نڅا اَؤ دَ دے په شان نور. دَ دے په باب کښے درته دَ وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وُو چه داسے خلق به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ وى.

اول کورنتيان 6:19-20
[19] آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ،[20] ځکه چه خُدائے تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ.

اول پطروس 5:8
تاسو ځان ساتئ اَؤ بيدار اوسئ ځکه چه ستاسو مُخالف اِبليس دَ غړمبيدُونکى مزرى په شان په دے لټون کښے دے چه څوک ونغرى.

اول کورنتيان 5:11
نو ما خو په حقيقت کښے تاسو ته دا ليکلى وُو چه که څوک ځان ته ورور وائى اَؤ حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو دَ هغۀ سره ناسته پاسته مه کوئ بلکه دَ داسے کس سره ډوډئ قدرے هم مه خورئ.

اول تيموتيوس 5:23
دَ آئنده دَ پاره تشے اوبۀ مه څښه بلکه دَ خپلے معدے اَؤ اکثر ناجوړه کيدو په وجه لږ شان شراب هم استعمالوه.

رويا 21:8
خو دَ ويريدُونکو، بے ايمانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادُوګرانو، بُت پرستانو اَؤ هر قسم دروغژنو برخه به په هغه تالاب کښے وى چه په کښے دَ ګُوګړو اور بليږى، اَؤ دا دويم مرګ دے.“

رويا 9:21
اَؤ نۀ هغوئ دَ خپلو قتلُونو، دَ خپلے جادُوګرئ، خپلے حرامکارئ، اَؤ نۀ ئے دَ خپلو ډاکو نه توبه وويستله.

اول پطروس 4:7
دَ ټولو څيزُونو خاتمه کيدُونکے ده، نو ځان ساتئ اَؤ دَ دُعا کولو دَ پاره بيدار اوسئ.

اول پطروس 1:13
دَ دے دَ پاره دَ خپل عقل نه کار واخلئ اَؤ هوښيار شئ، اَؤ دَ هغه فضل کامل اُميد لرئ کُوم چه دَ عيسىٰ مسيح دَ ظاهريدو په وخت په تاسو کيدُونکے دے.

رويا 18:23
اَؤ نور به په تا کښے دَ ډيوے رڼا ونۀ ليدے شى اَؤ په تا کښے به بيا دَ زلمى اَؤ دَ ناوے خبرے وانۀ وريدے شى. يو وخت وو چه ستا سوداګران دَ دُنيا زورَور وُو اَؤ تا په خپل جادُو ټول قومُونه وغلول.“

متى 27:34
هلته ئے عيسىٰ ته دَ تريخى سره ګډ کړى شراب دَ څښلو دَ پاره ورکړل، خو چه وئے څکل نو وئے نۀ څښل.

اول کورنتيان 6:9-19
[9] آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان،[10] نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار اَؤ نۀ ټګان.[11] اَؤ په تاسو کښے ځنے هم دغه شان وُو خو تاسو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په رُوح ووينځلے شوئ، بلکه پاک شوئ، صادِق هم شوئ.[12] ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے ټول څيزُونه فائده مند نۀ دى. ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے زَۀ به دَ يو څيز هم غُلام نۀ يم.[13] خوراک دَ خيټے دَ پاره دے اَؤ خيټه دَ خوراک دَ پاره، خو خُدائے به هغه دواړه ختم کړى. ولے بدن دَ حرامکارئ دَ پاره نۀ دے بلکه دَ مالِک دَ پاره دے، اَؤ مالِک دَ بدن دَ پاره دے چه ټول حاجتُونه پُوره کړى.[14] خُدائے مالِک هم بيا ژوندے کړو اَؤ مُونږ به هم په خپل قُدرت بيا ژوندى کړى.[15] آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ؟ چه ستاسو بدنُونه دَ مسيح اندامُونه دى؟ آيا دا مناسب دى چه زَۀ دَ مسيح اندامُونه دَ يوے کنجرئ سره ګډ کړم؟ نه، هيڅ کله نه![16] آيا تاسو نۀ يئ خبر چه هر هغه څوک چه کنجرئ ته لاړ شى نو هغه دَ هغے سره يو وجُود شى؟ ځکه چه صحيفے وائى چه :  ”نر اَؤ ښځه به دواړه يو وجُود شى.“[17] اَؤ څوک چه دَ مالِک سره يووالے لرى، هغه اَؤ مالِک به يو رُوح شى.[18] دَ حرام کارئ نه تښتئ! سړے چه څومره نور ګُناهُونه کوى هغه دَ بدن نه بهر دى خو حرام کار دَ خپل بدن هم ګُناهګار دے.[19] آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ،

اول تِسالونيکيان 5:6-8
[6] نو دَ نورو په شان اُوده پاتے نۀ شُو بلکه ويښ اَؤ بيدار اوسُو.[7] ځکه چه څوک چه اُودۀ کيږى هغه په شپه کښے اُودۀ کيږى، اَؤ څوک چه نشه کيږى هغه په شپه کښے نشه کيږى.[8] خو مُونږ چه دَ ورځے يُو مُونږ بايد بيدار اوسُو، اَؤ دَ ايمان اَؤ دَ مينے زغره آغوستے اَؤ دَ خلاصون دَ اُميد ټوپئ په سر کړُو.

اول کورنتيان 10:13
اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.

يوحنا 10:10
غل دَ غلا بلکه دَ قتلُونو اَؤ تباهئ دَ پاره راځى اَؤ زَۀ دے له راغلے يم چه خلق ژوندُون ومُومى اَؤ ډير ئے ومُومى.

اول تِسالونيکيان 5:6
نو دَ نورو په شان اُوده پاتے نۀ شُو بلکه ويښ اَؤ بيدار اوسُو.

اول کورنتيان 6:10
نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار اَؤ نۀ ټګان.

تيطوس 1:7-8
[7] ځکه چه دَ جماعت مشر دَ خُدائے دَ کار دَ مُختار کيدو په وجه دِ بے اِلزامه وى، چه هغه دِ نۀ خودغرضه، نۀ غُصه ناک، نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، اَؤ نۀ دِ دَ ناجائزے ګټے حرصناک وى.[8] بلکه هغه دِ ميلمه پالُونکے، نيک خواه، تقوىٰ دار، مُنصف مزاجه، پاک اَؤ صبرناک وى.

تيطوس 3:1
خپلو خلقو ته دا ورياد کړه چه دَ حاکمانو اَؤ دَ اِختيار دَ خاوندانو فرمانبردارى دِ کوى اَؤ دَ هغوئ حُکم دِ منى اَؤ دَ هر ښۀ کار دَ پاره دِ تيار ولاړ وى.

يوحنا 1:2
دغه په ازل کښے دَ خُدائے څخه وو.

روميان 13:13
اَؤ چه دَ ورځے دَ رڼا په مُطابق ژوندُون تير کړُو، نۀ چه په ګډا اَؤ نشه بازئ، نۀ په مستئ، نۀ په زِناکارئ اَؤ نۀ په شهوت پرستى، نۀ په جګړے اَؤ حسد،

ګلتيان 5:16
زما مطلب دا دے چه که تاسو دَ خُدائے دَ رُوح په ښودلى لار روان يئ نو دا جسمانى شوقُونه به هيڅ کله هم پُوره نۀ کړئ.

روميان 13:1-2
[1] هر څوک دِ دَ اِختيار دَ خاوندانو تابعدار وى، ځکه چه داسے دَ اِختيار خاوند نِشته کُوم چه دَ خُدائے دَ طرفه نۀ وى اَؤ کُوم اِختيار لرُونکى چه موجُود دى، هغه دَ خُدائے دَ طرفه دى.[2] نو هر څوک چه دَ اِختيار دَ خاوند سره مُقابله کوى، هغه دَ خُدائے دَ اِنتظام مُخالفت کوى اَؤ څوک چه مُخالف وى، هغه به سزا مُومى.

اول کورنتيان 6:9-10
[9] آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان،[10] نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار اَؤ نۀ ټګان.

اول پطروس 5:10
اوس دَ هر قِسم فضل ورکوُونکے خُدائے چه تاسو دَ مسيح په يووالى کښے دَ خپل آبدى جلال دَ شامليدو دَ پاره راوبللئ چه تاسو به دَ لږ وخت دَ مُصيبت زغملو نه پس په خپله کاملان، قائم اَؤ مظبُوط کړى.

فيليپيان 1:6
اَؤ زما دَ دے خبرے په باب کښے باور دے چه چا چه په تاسو کښے نيک کار شروع کړے دے، هغه به ئے دَ عيسىٰ مسيح تر ورځے پورے پُوره کړى.

روميان 15:13
خو خُدائے چه دَ اُميد سرچينه دے، هغه دِ تاسو دَ خپل ايمان په وسيله دَ هرے خوشحالئ اَؤ سلامتئ نه معمُور کړى دَ دے دَ پاره چه دَ رُوحُ القُدس په قُدرت ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.

عبرانيان 12:1
نو بيا چه دَ ګواهانو دومره لويه وريځ زمُونږ نه چاپيره ده نو راځئ چه مُونږ هم هر يو پيټے اَؤ هغه ګُناه چه مُونږ په آسانئ سره نښلوى دَ ځان نه لرے کړو، اَؤ په هغه منډه کښے په صبر سره وزغليږُو چه مُونږ ته وړاندے ده.

Pashto Bible
No Data