A A A A A

Additional: [Work]


کولوسيان 3:23
تاسو هر څۀ چه کوئ دَ زړۀ په مينه ئے کوئ لکه چه دا تاسو دَ مالِک دَ پاره کوئ، نۀ چه دَ بنى آدمو دَ پاره.

اِفِسيان 4:28
غل دِ بيا غلا ونۀ کړى بلکه څۀ ښۀ کسب دِ شروع کړى اَؤ په خپلو لاسُونو دِ محنت اَؤ ګټه کوى، دَ دے دَ پاره چه حاجتمندو ته دَ ورکولو دَ پاره دَ هغۀ سره هم څۀ وى.

يوحنا 6:27
تاسو خوارى وکړئ، نۀ صرف دَ دے فانى ډوډئ دَ پاره بلکه دَ هغے ډوډئ دَ پاره چه دَ تل تر ژوندُون پورے پاتے کيږى. اَؤ اِبن آدم به تاسو ته دا ډوډئ درکړى ځکه چه هم په هغۀ باندے پلار يعنے خُدائے په خپله دَ اِختيارمند کيدو مُهر لګولے دے.“

ګلتيان 6:4-5
[4] نو بيا دِ هر سړے خپل ځان وآزمئى، په داسے حال کښے به هغۀ ته په خپل ځان دَ فخر موقع وى، نۀ چه دَ بل.[5] ځکه چه هر سړے به خپل بوج اُوچتوى.

فيليپيان 4:13
مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ کښے زَۀ هر څۀ کولے شم.

کولوسيان 3:24
ځکه چه تاسو خبر يئ چه دَ مالِک له طرفه به دَ دے په بدل کښے تاسو ميراث مُومئ. تاسو دَ مالِک خدمت کوئ.

لوقا 1:37
ځکه چې د خدای دپاره هیڅ کار ناشونی نه دی.»

اول تيموتيوس 5:8
که څوک دَ خپلوانو اَؤ خاص دَ خپلے کورنئ خيال نۀ ساتى نو هغه دَ خپل ايمان نه مُنکر اَؤ دَ بے ايمانئ نه هم بد دے.

دوېم تيموتيوس 2:6
کُوم دهقان چه محنت کوى نو دَ فصل وړُومبئ حِصه هغۀ ته ورکول په کار وى.

تيطوس 2:7-8
[7] په ټولو خبرو کښے خپل ځان دَ ښو کارُونو يوه نمُونه جوړه کړه، ستا په تعليم کښے دِ پاکوالے اَؤ درُوندوالے وى.[8] اَؤ ستا کلام دِ دومره صحيح وى چه څوک په کښے څۀ وئيلے نۀ شى، دَ دے دَ پاره چه مُخالف په مُونږ کښے څۀ عيب ونۀ مُومى اَؤ شرمنده شى.

Pashto Bible
No Data