A A A A A

Additional: [Tattoos]


اول کورنتيان 6:18-20
[18] دَ حرام کارئ نه تښتئ! سړے چه څومره نور ګُناهُونه کوى هغه دَ بدن نه بهر دى خو حرام کار دَ خپل بدن هم ګُناهګار دے.[19] آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ،[20] ځکه چه خُدائے تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ.

رويا 19:16
اَؤ دَ هغۀ په چُوغه اَؤ په پتُون دا نُوم ليکلے دے چه :  ”دَ بادشاهانو بادشاه اَؤ دَ مالِکانو مالِک.“

اول کورنتيان 10:23-31
[23] هر څۀ روا دى، هو، خو هر څيز فائده مند نۀ دے. هر څۀ روا دى خو هر څيز دَ ترقئ دَ پاره ښۀ نۀ دے.[24] هر يو خپلے فائدے ونۀ لټوئ بلکه دَ نورو.[25] هر څۀ چه دَ قصابانو په دکانونو خرڅيږى هغه خورئ اَؤ دَ ضمير په خاطر سوال مه پورته کوئ.[26] ”ځکه چه مزکه اَؤ په هغے کښے هر څيز دَ مالِک دى.“[27] که څوک غير ايماندار تاسو ته ډوډئ وکړى اَؤ تاسو په تلو راضى يئ، نو هر څۀ چه درته وړاندے کيږدى هغه خورئ اَؤ دَ ضمير دَ خاطره سوال مه پورته کوئ.[28] خو که تاسو ته څوک ووائى چه دا دَ بُت دَ قُربانئ غوښه ده نو دَ هغۀ اَؤ دَ ضمير دَ خاطره هغه مه خورئ.[29] زما مطلب دا دے چه ستاسو دَ ضمير په وجه نه خو دَ بل چا. نو دَ بل سړى ضمير زما دَ آزادئ ولے فيصله کوى؟[30] که زَۀ ئے په شکر خورم، نو چه په کُوم څيز شکر وباسم نو بيا دَ هغے په سبب ولے بدنامولے شم؟[31] نو بيا چه تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا کوئ، هر څۀ دَ خُدائے دَ جلال دَ پاره کوئ.

اِفِسيان 5:10
اَؤ دا معلُوموئ چه مالِک په څۀ خوشحاليږى.

اول کورنتيان 3:16-17
[16] آيا تاسو خبر نۀ يئ چه تاسو دَ خُدائے کور يئ اَؤ دَ خُدائے رُوح په تاسو کښے اوسى؟[17] که څوک دَ خُدائے کور برباد کړى نو خُدائے به هغه برباد کړى ځکه چه دَ خُدائے کور پاک دے اَؤ هغه تاسو يئ.

اول کورنتيان 9:27
بلکه زَۀ خپل ځان وهم ټکوم اَؤ هغه په قابُو کښے ساتم ځکه چه داسے ونۀ شى چه نورو ته زيرے واؤروم اَؤ په خپله رد کړے شم.

روميان 12:1
دَ دے دَ پاره زما ورُوڼو! زَۀ دَ خُدائے رحمتُونه تاسو ته دريادوم اَؤ درته خواست کوم چه خپل ځانُونه هغۀ ته دَ داسے ژوندئ قُربانئ دَ پاره وړاندے کړئ چه هغۀ ته قبُوله اَؤ مُناسب وى، اَؤ ستاسو عبادت دِ دَ زړۀ اَؤ پوهے دواړو له رُويه معقُول وى

Pashto Bible
No Data