A A A A A

Additional: [Suicide]


يوحنا 10:10
غل دَ غلا بلکه دَ قتلُونو اَؤ تباهئ دَ پاره راځى اَؤ زَۀ دے له راغلے يم چه خلق ژوندُون ومُومى اَؤ ډير ئے ومُومى.

اول يوحنا 4:4
خو زما بچو! تاسو دَ خُدائے دَ کورنئ يئ اَؤ تاسو په دے دروغژنو نبيانو غالب شوى يئ، ځکه چه هغه څوک چه په تاسو کښے دے، هغه له هغه چا نه ډير زورَور دے چه په دُنيا کښے دى.

مرقوس 16:16
هر څوک چه په دے ايمان راؤړى اَؤ بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصُون بيا مُومى، اَؤ هر څوک چه پرے ايمان رانۀ وړى هغه به مُجرم شى.

روميان 8:1-2
[1] لنډه دا چه څوک چه دَ عيسىٰ مسيح سره يووالے لرى، دَ هغوئ مُجرم کيدل نِشته.[2] ځکه چه په عيسىٰ مسيح کښے دَ ژوند ورکُوونکى دَ رُوح شريعت زَۀ دَ ګُناه اَؤ دَ مرګ له شريعت نه آزاد کړلم.

روميان 8:38-39
[38] ځکه چه زما دا باور دے چه دَ خُدائے دَ مينے نه چه مُونږ ئے په خپل مالِک عيسىٰ مسيح کښے لرو، نۀ مرګ اَؤ نۀ ژوندُون، نۀ فرښتے، نۀ نور آسمانى حاکمان، نۀ قُوتُونه،[39] نۀ اوسنى اَؤ نۀ راتلُونکى څيزُونه، نۀ پاسنئ دُنيا اَؤ نۀ لاندينئ دُنيا اَؤ نۀ په څۀ مخلُوقات کښے داسے هيڅ څيز نِشته چه مُونږ جُدا کولے شى.

متى 27:3-4
[3] کله چه يهوداه مُخبر ته پته ولګيده چه په عيسىٰ باندے جُرم ثابت شوے دے نو هغه پيښمانه شو اَؤ هغۀ دَ سپينو زرو ديرش سکے ئے مشرانو کاهنانو اَؤ قومى مشرانو ته واپس کړے.[4] هغۀ ووئيل، ”ما ګُناه کړے ده چه يو بے ګُناه سړے مے تر مرګه رارسولے دے.“ خو هغوئ ووئيل چه ”زمُونږ پرے څۀ؟ ته پوهه شه اَؤ کار دِ پوه شه.“

Pashto Bible
No Data