A A A A A

اضافي: [کرکه]


رويا 21:27
خو هيڅ ناپاک څيز به ورننوتے نۀ شى اَؤ نۀ پليت اَؤ نۀ دروغژن، خو صرف هغه دَ چا نُومُونه چه دَ ګډُورى دَ ژوندُون په کتاب کښے ليکلى دى.

مرقوس 13:14
هر کله چه تاسو ووينئ چه هغه ”برباد کوُونکى پليت شئے“ په هغه ځائے کښے ولاړ دے چرته چه نۀ دے پکار، نو لوستُونکى دِ پوهه شى. نو هغه څوک چه په يهوديه کښے وى هغوئ دِ غرُونو ته وتښتى.

متى 24:15
هر کله چه تاسو ”دَ برباد وُونکو پليتى“ ووينئ چه ذکر ئے دَ دانيال نبى په وسيله شوے دے چه په پاک مقام کښے ولاړه وى، لوستُونکے دِ په دے پوهه شى،

روميان 1:26-27
[26] نو ځکه خُدائے هغوئ سپکو شهوتُونو ته پريښودل. دَ هغوئ ښځو دَ فطرى جنسى عمل په ځائے غير فطرى جنسى عمل خپل کړو.[27] اَؤ دَ هغوئ سړو هم دغه شان دَ ښځو سره دَ فطرى جنسى عمل په ځائے دَ يو بل سره بدکارى راواخسته اَؤ سړو دَ سړو سره بدکارى وکړله، اَؤ اَنجام ئے دا چه په خپله ئے دَ دے ګُمراهئ بدله اَؤ سزا ومُوندله

Pashto Bible
No Data