A A A A A

اضافي: [ساینس]


اول تيموتيوس 6:20
اَئے تيموتيوس! دا امانت په حفاظت وساته اَؤ کُوم يو عِلم ته چه دَ سره عِلم وئيل غلط دى، دَ هغۀ په عبثو خبرو اَؤ دَ مُخالفت خيال مه ساته.

لوقا 11:52
ای د شریعت عالمانو! ستاسو په حال دې افسوس وي. تاسو د علم د کور د دروازې کیلي اخیستې، په خپله هم نه ورننوځئ او څوک چې ورننوځي هغوی هم نه پرېږدئ.»

روميان 2:20
دَ ساده خلقو تربيت کوے اَؤ دَ شاګردانو اُستاذ يئے، ځکه چه په شريعت کښے تۀ دَ عِلم اَؤ دَ رښتياؤ کمال لرے.

رويا 11:15-18
[15] بيا اُوومے فرښتے خپله سُرنا وغږوله اَؤ په آسمان کښے په زوره دا چغے واؤريدے شوے چه :  ”دَ دُنيا بادشاهى زمُونږ دَ رب اَؤ دَ هغۀ دَ مسيح ده اَؤ هغه به تل تر تله حُکومت کوى!“[16] اَؤ هغه څليريشت مشران چه دَ خُدائے دَ وړاندے په خپلو تختُونو ناست وُو، هغوئ پړمخے په سجده پريوتل اَؤ دَ خُدائے دا ثنا ئے ووئيله چه : [17] ”اَئے ربه خُدايه! القادره! مُونږ ستا شکر کوُو، تۀ چه ئے اَؤ چه وے، ځکه چه تا خپل لوئے طاقت اَؤ بادشاهى په لاس کښے واخيسته.[18] قومُونه په قهر شول ځکه چه ستا دَ قهر وخت راغلے دے، دَ مړو دَ عدالت کولو وخت راغلے دے، ستا دَ خادمانو نبيانو دَ اَجر وخت راغلے دے، اَؤ ستا دَ پاکانو اَؤ دَ هغه ټولو لويو اَؤ وړو وخت چا چه ستا دَ نُوم عزت کولو. اَؤ دَ هغو دَ تباه کيدلو وخت راغلے دے چه ئے مزکه تباه کوى.“

کولوسيان 1:15-16
[15] مسيح دَ ناليدلى خُدائے په عکس اَؤ دَ ټول مخلُوق نه اُوچت دے.[16] ځکه چه دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه پيدا کړے شول چه په آسمان کښے وى يا په مزکه، ليدُونکى وى يا ناليدُونکى، تختُونه وى يا رياستُونه يا حُکومتُونه يا اِختيارات، هر څۀ دَ مسيح په وسيله اَؤ دَ هغۀ دَ پاره پيدا شو.

رويا 1:5
اَؤ دَ عيسىٰ مسيح وفادار ګواه چه له مړو نه اول ژوندے پاڅيدو اَؤ دَ زمکے دَ بادشاهانو سردار دے. هغه مُونږ سره مينه کوى اَؤ مُونږ ئے دَ خپلے وينے په قُربانئ له ګُناهُونو نه آزاد کړُو.

رويا 5:6
بيا ما دَ تخت په مينځ کښے، دَ څلورو حيوانانو اَؤ دَ مشرانو په دائره کښے لکه يو حلال شوے ګډورے ولاړ وليدو اَؤ دَ هغۀ اُووۀ ښکرُونه اَؤ اُووۀ ئے سترګے وے چه دَ خُدائے اُووۀ رُوحونه دى چه ټولے دُنيا ته ليږلى شوى دى.

رويا 13:14
اَؤ هغۀ له دا اِختيار ورکړے شو چه دَ هغه ځنګلى ځناور په وړاندے مُعجزے وکړى اَؤ دَ مزکے اوسيدُونکى وغلوى اَؤ هغوئ دے ته تيار کړى چه دَ هغه ځنګلى ځناور په شان يو بُت جوړ کړى چه دَ تُورے ګُذار ئے خوړلے وو خو بيا هم ژوندے وو.

رويا 17:18
دا ښځه چه تا وليده هغه لوئے ښار دے چه دَ مزکے په بادشاهانو حکُومت کوى.“

يهوداه 1:9
ياد لرئ چه دَ ټولو نه لوئے فرښتے ميکائيل هم دغسے نۀ وو کړے، ځکه چه څۀ وخت چه هغه دَ مُوسىٰ دَ لاش په باب دَ اِبليس سره بحث کولو په هغه وخت ئے دومره هِمت ونۀ کړو چه اِبليس ته په بدرد وئيلو په هغۀ اِلزام ولګوى، بلکه دا ئے ووئيل چه ”خُدائے دِ تا ملامت کړى.“

کولوسيان 1:15
مسيح دَ ناليدلى خُدائے په عکس اَؤ دَ ټول مخلُوق نه اُوچت دے.

اول تِسالونيکيان 4:16
ځکه چه مالِک به په خپله دَ آسمان نه دَ چغے، اَؤ دَ مُقربے فرښتے دَ آواز، اَؤ دَ خُدائے دَ بګل دَ آواز سره راکُوزيږى، اَؤ اول به هغه څوک چه په مسيح کښے مړۀ شوى دى راژوندى شى.

رويا 3:14
دَ لوديکيه دَ جماعت فرښتے ته وليکه :  دا دَ هغه چا کلام دے چه ورته آمين وائى، چه هغه وفادار رښتينے ګواه دے اَؤ دَ هغۀ په وسيله خُدائے هر څۀ پيدا کړل. هغه فرمائى چه

يوحنا 1:18
خُدائے چرے هيچا نۀ دے ليدلے بے له خُدائے دَ يو زوئے نه، هغه څوک چه دَ پلار په غيږ کښے دے اَؤ هم پلار هغۀ ښکاره کړے دے.

Pashto Bible
No Data