A A A A A

Additional: [Sadness]


متى 5:4
بختور دى هغوئ چه غمژن دى، هغوئ به تسلى ومُومى.

متى 11:28
اَئے تاسو چه ټول خوارى کوئ اَؤ پنډ مو درُوند دے، ما له راشئ اَؤ زَۀ به آرام درکړم.

اول پطروس 5:7
اَؤ خپل ټول فکر په هغۀ واچوئ ځکه چه هغه ستاسو خيال لرى.

اول کورنتيان 10:13
اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.

اول پطروس 5:6-7
[6] نو بيا دَ خُدائے دَ مظبُوط لاس دَ لاندے په حليمئ اوسيږئ چه هغه تاسو په وخت باندے سربلند کړى.[7] اَؤ خپل ټول فکر په هغۀ واچوئ ځکه چه هغه ستاسو خيال لرى.

روميان 12:2
خپل ځان دَ دے موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ، بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوے کړے شى اَؤ دَ دے په وسيله ستاسو فطرت بالکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دے قابل شئ اَؤ په دے به پوهه شئ چه دَ خُدائے رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دے چه قبليدُونکے اَؤ کامل دے.

رويا 21:3-4
[3] ما له تخت نه يو اُوچت آواز واؤريدو چه دا ئے وئيل چه ”ګورئ! اوس خُدائے دَ بنى آدمو په مينځ کښے استوګنه کوى، هغه به دَ هغوئ سره اوسيږى اَؤ هغوئ به دَ هغۀ اُمت وى اَؤ خُدائے به په خپله دَ هغوئ سره وى.[4] هغه به دَ هغوئ دَ سترګو ټولے اوښکے وچے کړى، هلته به نۀ مرګ، نۀ ويره، نۀ ژړا اَؤ نۀ دړد وى ځکه چه وړُومبى څيزُونه تير شوى دى.“

روميان 12:15
دَ خوشحالو سره خوشحالى کوئ، دَ ژړيدُونکو سره ژړا کوئ.

رويا 7:16-17
[16] دوئ به بيا هيڅ کله نۀ وږى کيږى، نۀ تږى کيږى، نمر به دوئ نۀ تنګوى اَؤ نۀ به تيزه ګرمى تکليف وررسوى.[17] ځکه چه کُوم ګډُورے چه دَ تخت په مينځ کښے دے، هغه به دَ دوئ شپُونکے وى اَؤ دوئ به دَ ژوند دَ اوبو چينو ته بيائى، اَؤ خُدائے به دَ دوئ دَ سترګو نه ټولے اوښکے پاکے کړى.“

اِفِسيان 4:30
اَؤ دَ خُدائے پاک رُوح خفه کوئ مه، دَ کُوم نه چه په تاسو دَ خلاصُون دَ ورځ دَ پاره مُهر لګولے شوے دے.

دوېم کورنتيان 7:10
ځکه چه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق غم داسے توبه راپيدا کوى چه دَ هغے اَنجام خلاصُون دے اَؤ په هغے پښيمانه کيدل نِشته، خو دَ دُنيا غم مرګ پيدا کوى.

متى 27:46
اَؤ په کُوز ماسپښين عيسىٰ په اُوچت آواز نعرے کړے، ”ايلى! ايلى! لما شبقتنى!“ يعنے ”اَئے زما خدايه! اَئے زما خدايه! زَۀ دِ ولے پريښودلم؟“

اول پطروس 1:6-7
[6] دَ دے په سبب تاسو خوشحالئ کوئ اګر که اوس دَ څو ورځو دَ پاره دَ قِسما قِسم آزميښتُونو په سبب غم زپلى يئ.[7] اَؤ دا ځکه دے چه ستاسو آزمئيلے شوے ايمان خالص شى، کُوم ايمان چه په اور آزمئيلى شوؤ فانى سرو زرو نه هم ډير زيات قيمتى دے، اَؤ چه دَ عيسىٰ مسيح دَ ښکاره کيدو په وخت دَ ستائينے اَؤ جلال اَؤ دَ عزت سبب وګرزئ.

فيليپيان 4:7
نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده، ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى.

روميان 8:18
زما په خيال کښے دَ دے وخت دا تکليفُونه چه مُونږ ئے زغمُو دَ هغه جلال سره هيڅ مُطابقت نۀ لرى کُوم چه په مُونږ باندے ظاهريدُونکے دے.

عبرانيان 10:24-25
[24] اَؤ مُونږ دَ يو بل خيال وساتُو اَؤ يو بل ته دَ مينے اَؤ نيکو کارُونو دَ کولو ترغيب ورکوُو.[25] اَؤ دَ يو بل سره دَ عبادت دَ پاره جمع کيدو نه منع نه شُو لکه څنګه چه دَ ځنو خلقو دستُور دے، بلکه يو بل ته نصيحت وکړُو، اَؤ هر څومره چه هغه ورځ په رانزدے کيدو وينئ هغه هومره ئے زيات کوئ.

دوېم کورنتيان 1:3-4
[3] زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ خُدائے اَؤ پلار ثنا دِ وى څوک چه دَ رحمتُونو پلار اَؤ دَ هر قِسم تسلئ خُدائے دے.[4] هغه زمُونږ په ټولو مُصيبتُونو کښے مُونږ له تسلى راکوى دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغه تسلئ سره چه مُونږ له ئے خُدائے راکوى هغو ته هم مُونږ دَ تسلئ ورکولو جوګه شُو څوک چه په څۀ نه څۀ مُصيبت کښے ګير دى.

متى 22:36-40
[36] ”اُستاذه! په شريعت کښے دَ ټولو نه لوئے حُکم کُوم يو دے؟“[37] هغۀ ورته جواب ورکړو چه، ”دَ مالک خُدائے سره دَ زړۀ په راستئ، په پُوره رُوح اَؤ په پُوره عقل سره مينه لرئ.[38] دا ټولو نه لوئے اَؤ وړومبے حُکم دے.[39] اَؤ دويم حکم هم په دے شان دے چه، دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه کوئ.[40] دَ شريعت اَؤ دَ نبيانو دَ تعليم ټول بُنياد په دے دواړو حُکمُونو دے.“

يوحنا 10:10
غل دَ غلا بلکه دَ قتلُونو اَؤ تباهئ دَ پاره راځى اَؤ زَۀ دے له راغلے يم چه خلق ژوندُون ومُومى اَؤ ډير ئے ومُومى.

رويا 21:4
هغه به دَ هغوئ دَ سترګو ټولے اوښکے وچے کړى، هلته به نۀ مرګ، نۀ ويره، نۀ ژړا اَؤ نۀ دړد وى ځکه چه وړُومبى څيزُونه تير شوى دى.“

عبرانيان 13:5
دَ زرو دَ مينے نه ځان ساتئ اَؤ څۀ چه درسره دى په هغے صبر کوئ، ځکه چه خُدائے په خپله فرمائيلى دى چه :  ”زَۀ به هيڅ کله هم ستاسو نه بے پرواه کيږم نه، اَؤ تاسو به هيڅ کله پرے نۀ ږدم.“

فيليپيان 4:6-7
[6] دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ.[7] نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده، ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى.

Pashto Bible
No Data