A A A A A

Additional: [Polygamy]


اول کورنتيان 7:1-5
[1] کُومے خبرے چه تاسو ليکلى دى دَ هغے په حقله دا ده چه دَ سړى دَ پاره دا غوره ده چه وادۀ ونۀ کړى.[2] خو دَ حرام کارئ دَ ويرے نه دِ هر سړے خپله ښځه اَؤ هره ښځه دِ خپل خاوند وساتى.[3] خاوند دِ دَ خپلے ښځے حق پُوره کوى اَؤ دغه شان دِ ښځه دَ خپل خاوند.[4] ښځه دَ خپل بدن واکمنه نۀ ده بلکه خاوند دے. همدغه شان خاوند دَ خپل بدن واکمن نۀ دے بلکه ښځه ده.[5] تاسو دَ يو بل نه جُدا مه اوسيږئ خو دَ لږ وخت دَ پاره دَ يو بل په رضا دَ دے دَ پاره چه دَ دُعا فرصت ومُومئ، اَؤ بيا يو ځائے شئ، داسے نۀ وى چه دَ نفس دَ غلبے په وجه شيطان تاسو وغُلوى.

Pashto Bible
No Data