A A A A A

Additional: [Miscarriage]


متى 5:4
بختور دى هغوئ چه غمژن دى، هغوئ به تسلى ومُومى.

روميان 8:28
اَؤ لکه چه مُونږ ته معلُومه ده چه خُدائے په هر څيز کښے دَ هغوئ دَ پاره ښۀ پيدا کوى څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى اَؤ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق رابللے شوى دى.

فيليپيان 4:6-7
[6] دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ.[7] نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده، ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى.

دوېم کورنتيان 1:3-5
[3] زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ خُدائے اَؤ پلار ثنا دِ وى څوک چه دَ رحمتُونو پلار اَؤ دَ هر قِسم تسلئ خُدائے دے.[4] هغه زمُونږ په ټولو مُصيبتُونو کښے مُونږ له تسلى راکوى دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغه تسلئ سره چه مُونږ له ئے خُدائے راکوى هغو ته هم مُونږ دَ تسلئ ورکولو جوګه شُو څوک چه په څۀ نه څۀ مُصيبت کښے ګير دى.[5] ځکه چه څۀ رنګ دَ مسيح تکليفُونه په مُونږ زياتيږى دغه شان دَ مسيح په وسيله زمُونږ تسلئ هم زياتيږى.

Pashto Bible
No Data