A A A A A

لټون
لوقا 1:34
مریم فرښتې ته وویل: «داسې څنګه کېدای شي؟ زه لا پېغله یم او تر اوسه واده شوې نه یم.»


لوقا 2:36
هلته یوه پیغمبره وه چې حنا نومیدله، د فنوییل لور وه او د اشیر د قبیلې څخه وه. هغه د واده څخه وروسته یوازې اووه کاله د خپل میړه سره واوسیدله او له هغې وروسته یې میړه مړ شو.


لوقا 5:34
عیسی ځواب ورکړ: «آیا تاسو کولای شئ چې د زوم ملګري د واده په میلمستیا کې په داسې حال کې چې زوم ورسره وي مجبور کړئ چې روژه ونیسي؟ بې شکه چې نه.


لوقا 12:36
د هغو نوکرانو په شان اوسئ چې خپل بادار ته د واده د میلمستیا څخه د بېرته راتللو په انتظار وي. نو چې کله راشي او دروازه وټکوي نو سمدلاسه یې ورته خلاصه کړي.


لوقا 14:8
«کله چې څوک تاسو ته د واده د میلمستیا دپاره بلنه درکړي نو د مجلس په سر کې مه کښینئ. ځکه کېدای شي چې ستاسو څخه کوم بل ډېر مهم سړی رابلل شوی وي،


لوقا 14:20
او بل یې وویل: «ما نوی واده کړی دی نو له دې امله نه شم درتللی.»


لوقا 16:18
هرڅوک چې خپله ښځه طلاقه کړي او بله ښځه وکړي نو هغه زنا کوي او هرڅوک چې د طلاقې شوې ښځې سره واده وکړي هغه هم زنا کوي.»


لوقا 20:28
«ای استاده! موسی په شریعت کې مونږ ته لیکلي دي چې که چېرې د چا ورور مړ شي او ښځه یې ترې پاتې شي او اولاد ونلري نو د دې سړي ورور باید د هغې کونډې سره واده وکړي ترڅو د هغه اولادونه پیدا شي او هغه یې د مړه ورور اولادونه وګڼل شي.


Pashto Bible
No Data