A A A A A


لټون

متى 4:9
اَؤ ورته ئے ووئيل، ”دا هرڅۀ به تاله درکړم خو که تۀ راته سجده وکړے اَؤ عبادت راته وکړے.“


متى 4:23
عيسىٰ په ټول ګليل کښے و ګرزيدو، دَ هغوئ په عبادت خانو کښے ئے تعليم ورکاوو اَؤ دَ بادشاهئ دَ زيرى وعظ ئے کاوو اَؤ دَ خلقو هر رنځ اَؤ هره کمزورتيا ئے روغوله.


Матеја 6:2
هر کله چه تاسو څۀ خيرات کوئ نو ډنډوره کوئ ئے مه، لکه څنګه چه ئے رياکاران په عبادت خانو اَؤ کُوڅو کښے کوى چه خلق ئے وستائى. زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پُوره موندلے دے.


Матеја 6:5
بيا دا چه تاسو چه کله دُعا کوئ نو دَ رياکارانو په شان مه جوړيږئ! هغوئ دا ډيره خوښوى چه په عبادت خانو اَؤ چوکونو کښے دَ دُعا دَ پاره ودريږي چه هر څوک ئے ووينى. زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پوره ومُوندلو.


Матеја 9:35
دغه شان عيسىٰ په ټولو کلو اَؤ ښارُونو وګرزيدو اَؤ دَ هغوئ په عبادت خانو کښے ئے تعليم ورکاوو اَؤ دَ بادشاهئ زيرے ئے آؤروو اَؤ هر رنځ اَؤ هره کمزورتيا ئے جوړوَله.


Матеја 10:17
خبردار اوسئ چه دوئ به تاسو عدالتُونو ته حواله کوى اَؤ په خپلو عبادت خانو کښے به مُونږ په کروړو وهى،


Матеја 12:9
عيسىٰ يو بل ځائے ته لاړو اَؤ دَ هغوئ عبادت خانے ته ورننوتو.


Матеја 12:14
خو فريسيان چه دَ عبادت خانے نه بهر ووتل نو دَ عيسىٰ دَ مړ کولو صلاح ئے وکړه.


Матеја 13:54
اَؤ خپل ښار ته راغے چرته چه هغۀ خلقو ته دَ هغوئ په عبادت خانو کښے تعليم ورکولو. نو هغوئ حيران شول اَؤ پوښتنه ئے ترے وکړه چه ”دا عقل اَؤ دا پوهه اَؤ دا مُعجزے دَۀ له کُومه ځايه ومُوندلے؟


Матеја 15:9
دوئ بے فائدے زما عبادت کوى، ځکه چه دوئ خلقو ته دَ بنى آدمو حکمُونه دَ تعليم په ډول ورکوى.“


Матеја 23:6
دوئ په دعوت کښے غوره ځايُونه خوښوى اَؤ په عبادت خانو کښے دَ مشرئ کُرسئ،


Матеја 23:34
ځکه زَۀ تاسو ته نبيان حکيمان اَؤ دَ شرعے عالمان دراستوم نو ځنى به تاسو مړۀ کړئ، ځنے به په سولئ کړئ اَؤ ځنے به په خپلو عبادت خانو کښے په کروړو ووهئ اَؤ دَ يو ښار نه به ئے بل ښار ته په مخه کړئ.


لوقا 1:10
د خوشبویۍ د سوځولو په وخت کې ګڼ شمیر عبادت کوونکي دباندې ولاړ وو او دعا یې کوله.


لوقا 2:37
اوس هغه څلوراتیا کلنه او کونډه وه. هغه هیڅکله د خدای د کور څخه نه وتله، بلکې شپه او ورځ به یې په روژه نیولو او دعا کولو سره د خدای عبادت کاوه.


لوقا 4:8
عیسی ځواب ورکړ: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې خپل څښتن خدای ته عبادت کوه او یوازې د هغه خدمت کوه.»


لوقا 19:46
هغوی ته یې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «زما کور به د عبادت ځای وي.» خو تاسو ورڅخه د غلو د پټېدلو ځای جوړ کړی دی.»


يوحنا 4:20
زمُونږ نيکُونو په دے غرۀ عبادت کولو خو تاسو يهوديان وايئ چه په کُوم ځائے کښے چه دَ خُدائے عبادت کول په کار دى هغه په بيتُ المُقدس کښے دے.“


يوحنا 4:21
عيسىٰ ووئيل، ”باور وکړه چه يو وخت داسے راتلُونکے دے چه نۀ خو به تاسو دَ آسمانى پلار عبادت په دے غر وکړئ اَؤ نۀ په بيتُ المُقدس کښے.


يوحنا 4:22
تاسو سامريان دَ هغه چا عبادت کوئ چه تاسو ئے نۀ پيژنئ، خو مُونږ دَ هغه چا عبادت کوُو چه مُونږ ئے پيژنُو، ځکه چه خلاصُون له يهوديانو نه دے.


يوحنا 4:23
خو وخت راتلُونکے دے بلکه اوس هم دے چه رښتينى سجدے کوُونکى به آسمانى پلار ته په رُوح اَؤ په رښتيا سجدے وکړى اَؤ پلار هم دغه شان عبادت کوُونکى غواړى.


يوحنا 4:24
خُدائے رُوح دے اَؤ هر څوک چه دَ هغۀ عبادت کوى هغه دِ هم په رُوح اَؤ په رښتيا سره دَ هغۀ عبادت وکړى.“


يوحنا 6:59
دا خبرے عيسىٰ هغه وخت په عبادت خانے کښے وکړے کله چه هغۀ په کفرنحُوم کښے تعليم ورکولو


يوحنا 9:22
دَ هغۀ مور اَؤ پلار دا جواب يهوديانو ته دَ ويرے له کبله ورکړو ځکه چه دَ يهوديانو مشران دَ مخکښے نه په دے يوه خُلۀ شوى وُو چه هر څوک چه عيسىٰ مسيح ومنى نو هغه به دَ دے عبادت خانے نه خارج کړے شى.


يوحنا 9:34
هغوئ ورته ووئيل چه ”دا تۀ څوک يئے چه مُونږ ته سبقُونه ښائے؟ تۀ خو په ګُناه کښے پيدا اَؤ په ګُناه کښے لوئے شوے يئے.“ بيا هغوئ هغه دَ عبادت خانے نه وشړلو.


يوحنا 9:35
عيسىٰ واؤريدل چه هغه ئے دَ عبادت خانے نه شړلے دے. کله چه عيسىٰ هغه وليدو نو تپوس ئے ترے وکړو، ”آيا ستا په اِبن آدم ايمان شته؟“


يوحنا 12:20
دَ اختر په موقع چه څوک عبادت ته راتلل په هغوئ کښے څۀ يُونانيان هم وُو.


يوحنا 12:42
خو سره دَ دے په هغوئ کښے ډيرو يهودى مشرانو هم په هغۀ ايمان راؤړو خو بيا هم دَ فريسيانو دَ ويرے نه ئے دَ دے اِقرار نۀ شو کولے، هسے نه چه دَ عبادت خانے نه ئے خارج کړى.


يوحنا 16:2
هغوئ به تاسو دَ عبادت خانو نه خارج کړى، بلکه داسے وخت راتلُونکے دے چه هر هغه څوک چه تاسو قتلوى نو دا ګُمان به کوى چه ګنى دَ خُدائے خدمت کوى.


يوحنا 18:20
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”ما ټولو خلقو ته په ډاګه خبرے کولے. ما هميشه په عبادت خانو اَؤ دَ خُدائے په کور کښے تعليم ورکړے دے چرته چه ټول يهوديان راغونډيږى اَؤ هيڅ شے مے په پټه نۀ دے وئيلے.


اعمال 3:1
يوه ورځ ماسپښين درے بجے دَ عبادت په وخت پطروس اَؤ يوحنا دَ خُدائے کور ته تلل.


اعمال 6:9
نو دَ آزاد شوو يهُوديانو دَ عبادت خانے نه چه ورته دَ لِبرتيان عبادت خانه وائى اَؤ دَ کورينيانو اَؤ دَ اسکندريانو وائى، ځنے خلقو دَ کلکيه اَؤ ايشيا يهوديانو دَ ستِفانوس سره بحث ونښلوو.


اعمال 7:7
اَؤ خُدائے ووئيل چه :  ”زَۀ به هغه قوم ته چه دوئ ئے غُلامان وى حُکم وکړم اَؤ دَ هغے نه پس به هغوئ آزاد شى اَؤ په دے ځائے کښے به زما عبادت کوى.“


اعمال 7:42
خو خُدائے دَ هغوئ نه مخ واړولو اَؤ هغوئ ئے پريښودل چه دَ آسمان دَ لښکر عبادت وکړى لکه چه دَ نبيانو په کتاب کښے ليکلى دى :  ”اَئے اِسرائيليانو! آيا تاسو ما ته په صحرا کښے دَ هغه څلويښتو کالو قُربانئ پيش کړے؟


اعمال 8:27
نو هغه روان شو اَؤ په لاره کښے يو حبشى خواجه په راتلو وليدلو. دا سړے خسى وو اَؤ دَ حبش دَ کنداکى مَلِکے لوئے عهده دار اَؤ دَ هغے دَ ټولے خزانے واکمن وو. هغه بيتُ المُقدس ته عبادت له راغلے وو.


اعمال 9:2
اَؤ درخواست ئے ورته وکړو اَؤ دَ دمشق دَ عبادت خانو په نُوم ئے دَ دے مضمُون اَؤ اِختيار خطونه وغُوښتل چه که څوک دَ دے دين په لاره ووينم که سړے وى اَؤ که ښځه، ټول به ګرفتار کړم اَؤ بيتُ المُقدس ته به ئے راولم.


اعمال 9:20
ساؤل يو څو ورځے په دمشق کښے دَ عيسىٰ منُونکو سره پاتے شو اَؤ سمدستى ئے په عبادت خانو کښے دَ عيسىٰ په حق کښے وعظ کاوو چه دا دَ خُدائے زوئے دے.


اعمال 10:2
هغه يو ديندار سړے وو اَؤ هغه اَؤ دَ هغۀ ټول خاندان به دَ خُدائے په عبادت کښے شامليدل اَؤ هغۀ يهُوديانو له ډير په خلاص مټ خيراتُونه ورکول اَؤ په باقاعده ګئ سره ئے دُعا کوله.


اعمال 10:30
کورنيليوس ورته ووئيل چه ”څلور ورځے کيږى چه هم دا وخت وو چه زَۀ دلته په کور کښے دَ ماسپښين په عبادت کښے مشغُول وم چه ناڅاپى يو سړے زما په مخکښے ودريدو چه زلقيدُونکى جامے ئے آغوستے وے.


اعمال 13:2
هر کله چه هغوئ دَ مالِک عبادت کولو اَؤ روژه ئے نيوله نو رُوحُ القُدس ورته ووئيل، ”برنبا اَؤ ساؤل زما دَ پاره هغه کار له جُدا کړئ چه دَ څۀ دَ پاره چه ما هغوئ را بللى دى.“


اعمال 13:5
اَؤ چه سَلميس ته ورسيدل نو هغوئ دَ خُدائے کلام دَ يهُوديانو په عبادت خانو کښے واؤرولو اَؤ دَ هغوئ سره يوحنا مددګار وو.


اعمال 13:14
دَ پرګے نه هغوئ پيسيديه اَنطاکيه ته خپل سفر جارى وساتلو. دَ سبت په ورځ هغوئ عبادت خانے ته لاړل اَؤ کښيناستل.


اعمال 13:15
بيا چه دَ شريعت اَؤ نبيانو صحيفے ولوستلے شوے نو دَ عبادت خانے ذمه وارو کسانو هغوئ ته دا پيغام وليږلو چه ”ملګرو! که ستاسو څخه دَ خلقو دَ پاره دَ تسلئ څۀ کلام وى نو مُونږ ته ئے واؤروئ.“


اعمال 13:16
نو پولوس پاڅيدو، په لاس ئے اِشاره وکړه اَؤ داسے وئيل ئے شروع کړل :  ”اَئے اِسرائيليانو اَؤ غير يهُوديانو! تاسو چه دَ خُدائے عبادت کوئ، زما خبره واؤرئ!


اعمال 13:42
کله چه پولوس اَؤ برنبا له عبادت خانے نه ووتل نو دوئ ته ئے ووئيل چه ”په راتلُونکى سبت تاسو بيا راشئ اَؤ په دے حقله مُونږ ته کلام واؤروئ.“


اعمال 14:1
اَؤ په اِکونيوم کښے هم پولوس اَؤ برنبا دَ يهُوديانو عبادت خانو ته لاړل اَؤ داسے خبرے ئے وکړلے چه ډيرو يهُوديانو اَؤ غير يهُوديانو ايمان راؤړو.


اعمال 15:21
ځکه چه دَ پخوانئ زمانے نه په هر ښار کښے داسے کسان شته چه دَ مُوسىٰ شريعت آؤرى اَؤ کُوم چه په هر سبت په عبادت خانو کښے لوستلے کيږى.“


اعمال 16:13
اَؤ دَ سبت په ورځ مُونږ دَ ښار دَ دروازے نه بهر دَ سيند غاړے ته لاړُو چرته چه زمُونږ خيال وو چه دَ عبادت ځائے به وى، اَؤ کښيناستلُو اَؤ هلته راجمع شوؤ ښځو سره مو خبرے وکړے.


اعمال 16:14
په هغوئ کښے دَ يوے نُوم لديه وو چه دَ قيمتى اُودى رنګ جامو سوداګره وه اَؤ دَ تواتيره دَ ښار اوسيدُونکے وه چه دَ خُدائے عبادت به ئے کاوو. مالِک دَ هغے زړۀ پرانستو اَؤ هغے دَ پولوس کلام قبُول کړو.


اعمال 16:16
يوه ورځ چه مُونږ دَ عبادت ځائے ته په لاره تلُو نو مُونږ يوه وينځه وليده چه پرے دَ غيبو وئيلو رُوح ناست وو اَؤ خپلو مالِکانو له به ئے په غيب وئيلو ډيرے پيسے ګټلے.


اعمال 17:1
بيا پولوس اَؤ سيلاس په امفيپوليس اَؤ په اپولونيه ورتير شول اَؤ تِسالونيکيه ته ورغلل چرته چه دَ يهُوديانو عبادت خانه وه.


اعمال 17:10
نو څۀ وخت چه تيارۀ شوه نو دينى ورُوڼو پولوس اَؤ سيلاس بيريه ته واستول. هلته چه ورسيدل نو دَ يهُوديانو يوے عبادت خانے ته لاړل.


اعمال 17:17
نو هغۀ به په عبادت خانو کښے دَ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو سره بحثُونه کول اَؤ دغسے به ئے دَ ښار په چوکُونو کښے هره ورځ دَ تلُونکو راتلُونکو سره کول.


اعمال 17:23
ځکه هر کله چه ما ستاسو دَ عبادت دَ څيزُونو ننداره کوله نو ما دَ نورو څيزُونو سره يوه قُربانګاه وليده چه دا پرے دَ پاسه ليک وُو چه، دَ يو نامعلُوم خُدائے دَ پاره. تاسو چه دَ کُوم څيز عبادت کوئ دَ هغے درته پته نِشته، هم دغه څيز زَۀ درته بيانوم.


اعمال 18:4
هغۀ به دَ يهُوديانو په عبادت خانے کښے هم دَ هر سبت په ورځ بحث کولو اَؤ دا کوشش ئے کولو چه يهُوديان اَؤ يُونانيان قائل کړى.


اعمال 18:7
دَ دے وئيلو سره هغه روان شو اَؤ دَ تيطيوس يُوستوس نُومے يو غير يهُودى سړى کورته ورغے چا چه دَ خُدائے عبادت کولو اَؤ دَ عبادت خانے سره جُخت اوسيدلو.


اعمال 18:8
اَؤ دَ عبادت خانے سردار کرسپوس دَ خپل ټول کور سره په مالِک ايمان راؤړو اَؤ ډيرو کورنتيانو هم واؤريدل، ايمان ئے راؤړو اَؤ بپتسمه ورکړے شوه.


اعمال 18:13
اَؤ هغوئ ووئيل چه ”دا سړے دَ شريعت نه خلاف خلق دَ خُدائے عبادت ته را اړوى!“


اعمال 18:17
بيا عامو خلقو سوستينس راونيولو څوک چه دَ عبادت خانے سردار وو اَؤ هغه ئے دَ عدالت په وړاندے ښۀ ووهلو. اَؤ په دے ټولو خبرو کښے ګليو هيڅ غم غرض ونه لرلو.


اعمال 18:19
هر کله چه هغوئ اِفِسوس ته ورسيدل نو پولوس له پرسله اَؤ اکوله نه جُدا شو اَؤ يوه ورځے عبادت خانے ته لاړو اَؤ هلته ئے دَ يهُوديانو سره بحث وکړو.


اعمال 18:26
هغۀ په عبادت خانے کښے په زړه ورتيا سره خبرے شروع کړے. چرته چه پرسکله اَؤ اکوله دَ هغۀ خبرے واؤريدلے نو هغوئ هغه دَ ځان سره کړو اَؤ دَ خُدائے لار ئے ورته په پُوره تفصيل سره بيان کړه.


اعمال 19:8
تر دريو مياشتو پورے به پولوس عبادت خانے ته تلو اَؤ دَ خلقو سره ئے په زړه ورتيا بحث کولو اَؤ قائلول به ئے اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ خبرے به ئے کولے.


اعمال 19:27
دا خطره ده چه نۀ تش دا چه زمُونږ کاروبار به بے قدره شى بلکه دَ ارتِميسے مندر به ناڅيزه وګڼلى شى اَؤ په ايشيا اَؤ په ټوله دُنيا کښے چه دَ هغے عبادت کيږى نو دا شان و شوکت به ئے ختم شى!“


اعمال 22:19
ما ورته ووئيل چه مالِکه! هغوئ ته دا معلُومه ده چه ما به هغه خلق قيدول اَؤ په هره عبادت خانے کښے به مے په کروړو وهل دَ چا به چه په تا ايمان وو.


اعمال 24:11
تۀ دَ دے خبرے په خپله تصديق کولے شے چه قريباً دولس ورځے کيږى چه زَۀ بيتُ المُقدس ته عبادت له تلے وم.


اعمال 24:12
دوئ زَۀ دَ هيچا سره په بحث مُباحثه نۀ يم ليدلے اَؤ نۀ مے چرته دَ خُدائے په کور کښے يا په عبادت خانے کښے يا په ښار کښے چرته کُوزه بره خلق جمع کړى دى، اَؤ نۀ مے بلوه جوړه کړے ده،


اعمال 24:14
خو دومره قدرے به ومنم چه زَۀ دَ نوے لارے پيروکار يم چه دوئ ورته فرقه وائى اَؤ زَۀ دغه شان دَ پلارُونو دَ نيکُونو دَ خُدائے عبادت کوم. زَۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چه په شريعت کښے اَؤ په صحيفو کښے ليکلى دى اَؤ نبيانو وئيلى دى.


اعمال 26:7
بلکه زمُونږ دولس قبيلے دَ هغے وعدے دَ تر سره کيدو په اُميد کښے شپه اَؤ ورځ پُوره په جوش سره عبادت کوى. اَئے بادشاه سلامته! دَ دے اُميد په سبب په ما يهُوديان هم اِلزامُونه لګوى!


اعمال 26:11
اَؤ ما په ټولو عبادت خانو کښے پرله پسے هغوئ ته سزا ورکوله چه هغوئ دَ خپلے عقيدے نه اِنکار وکړى. اَؤ بے شکه زما غُصه دے حد ته ورسيده چه دَ نورو مُلکُونو په ښارُونو کښے مے هم وعذابول.


اعمال 27:23
بيګاه هغه خُدائے دَ چا چه زَۀ يم اَؤ دَ چا چه زَۀ عبادت کوم دَ هغۀ يوه فرښته ما سره ولاړه وه.


روميان 1:25
ځکه چه هغوئ دَ خُدائے حقيقت په دروغو بدل کړو اَؤ دَ مخلُوق عبادت اَؤ خدمت ئے دَ خالِق په ځائے وکړو، چه تل تر تله دَ حمد لايق دے! آمين.


روميان 9:4
هغوئ اِسرائيليان دى اَؤ هغوئ دَ خُدائے بچى بللے شوى دى اَؤ دَ جلال حقدار اَؤ دَ وعدے، اَؤ شريعت اَؤ عبادت اَؤ لوظُونه ټول دَ هغوئ دى.


روميان 12:1
دَ دے دَ پاره زما ورُوڼو! زَۀ دَ خُدائے رحمتُونه تاسو ته دريادوم اَؤ درته خواست کوم چه خپل ځانُونه هغۀ ته دَ داسے ژوندئ قُربانئ دَ پاره وړاندے کړئ چه هغۀ ته قبُوله اَؤ مُناسب وى، اَؤ ستاسو عبادت دِ دَ زړۀ اَؤ پوهے دواړو له رُويه معقُول وى


اول کورنتيان 1:2
دَ خُدائے دَ هغه جماعت په نُوم چه په کورنتوس کښے دے، يعنے دَ هغوئ په نُوم چه په مسيح عيسىٰ کښے پاک کړى شوى اَؤ بللى شوى پاکان دى، اَؤ دَ هغو ټولو په نُوم هم چه په هر ځائے کښے دَ هغوئ اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم عبادت کوى،


اول کورنتيان 14:26
نو اَئے زما ورُوڼو، لنډه دا چه هر کله چه تاسو عبادت ته جمع کيږئ نو هر يو دِ په تاسو کښے دَ زبُور، تعليم، کشف يا دَ رُوحانى ژبے دَ تشريح خيال لرى اَؤ دا ټولے خبرے به دِ دَ جماعت دَ ترقئ دَ پاره وى.


فيليپيان 3:3
ځکه چه دَ خُدائے سُنت شوى خو مُونږ يُو چه دَ خُدائے دَ رُوح په هدايت عبادت کوُو اَؤ په عيسىٰ مسيح فخر کوو اَؤ په جسم توکل نۀ لرُو،


کولوسيان 2:23
داسے ښکارى چه دَ دے حُکمُونو بُنياد په حکمت کيښودے شوے دے، دَ مِثال په طور هغوئ دَ خپلے مرضئ په مُطابق عبادت کوى اَؤ دَ دروغو عاجزى ښکاره کوى اَؤ دَ فقيرانو په شان په ځان سختے تيروى، خو داسے حُکمُونه بے فائدے دى ځکه چه هغوئ دَ نفسانى شوقُونو په قابو مُوندلو هيڅ فائده نۀ ورکوى.


اول تِسالونيکيان 1:9
ځکه چه هغوئ په خپله زمُونږ ذکر کوى چه ستاسو په طرف زمُونږ راتلل څنګه وُو، تاسو دَ بُتانو نه راواؤړيدئ اَؤ خُدائے ته راوګرزيدئ، دَ دے دَ پاره چه دَ ژوندى اَؤ حقيقى خُدائے عبادت وکړئ،


دوېم تِسالونيکيان 2:4
هغه به دَ هر چا چه هغه خُدائے بللے شى يا دَ هغه عبادت کولے شى، هغه نمائنده به ئے مُخالفت کوى اَؤ خپل ځان به دَ هغه نه لوئے جوړوى، تر دے چه هغه دَ خُدائے په کور کښے ناست به وائى چه ”زَۀ خُدائے يم.“


دوېم تيموتيوس 1:3
زَۀ دَ هغه خُدائے شکر کوم دَ چا عبادت چه زَۀ په صفا زړۀ دَ پلارُونو نيکُونو په شان کوم، اَؤ هر وخت په خپلو دُعاګانو کښے تا يادوم.


عبرانيان 9:1
غرض دا چه په اوله وعده کښے هم دَ عبادت حُکم وو اَؤ داسے عبادتګاه چه دُنياوى وه.


عبرانيان 9:6
هر کله چه دا څيزُونه دغه شان جوړ شول نو اولنئ خيمے ته خو به کاهنان هر وخت ورننوزى اَؤ دَ عبادت کار به کوى.


عبرانيان 9:9
هغه خيمه دَ موجُوده زمانے يو مِثال دے اَؤ دَ دے په مُطابق داسے نذرُونه اَؤ قُربانئ ورکولے کيږى چه دَ عبادت کوُونکى ضمير پاک نۀ شى جوړولے.


عبرانيان 9:14
نو بيا ولے دَ مسيح وينه له دے نه زيات څۀ ونۀ کړى! هغۀ دَ هغه رُوح په وسيله چه له ازل نه دے دَ خپل ځان دَ يو بے عيبه قُربانئ په طور دَ خُدائے په مخکښے پيش کړو اَؤ دَ هغۀ وينه به زمُونږ زړُونه دَ داسے کارُونو نه پاک کړى چه دَ هغوئ اَنجام مرګ دے، چه مُونږ دَ ژوندى خُدائے عبادت وکړُو.


عبرانيان 9:21
اَؤ دغه شان هغۀ په خيمه اَؤ دَ عبادت په ټولو څيزُونو وينه ونوستله.


عبرانيان 10:2
نو دَ هغوئ پيش کول به ختم شوى نۀ وُو څۀ؟ که عبادت کوُونکى يو وار پاک شوى وے نو بيا به دَ هغوئ زړۀ هغوئ نۀ ګُناه ګار کولے.


عبرانيان 10:11
اَؤ هر يو کاهن خو هره ورځ په ولاړه عبادت کوى اَؤ بيا بيا يو قِسم قُربانى پيش کوى کُومے چه هيڅ کله ګُناهُونه لرے کولے نۀ شى.


عبرانيان 10:25
اَؤ دَ يو بل سره دَ عبادت دَ پاره جمع کيدو نه منع نه شُو لکه څنګه چه دَ ځنو خلقو دستُور دے، بلکه يو بل ته نصيحت وکړُو، اَؤ هر څومره چه هغه ورځ په رانزدے کيدو وينئ هغه هومره ئے زيات کوئ.


عبرانيان 12:28
نو بيا چه مُونږ دَ هغۀ په بادشاهئ کښے شريک شوى يُو چه لړزولے نۀ شى نو ځکه دِ مُونږ دَ هغۀ فضل ونيسُو، نو مُونږ دِ دَ خُدائے په ويرے اَؤ زړۀ سواندے سره دَ خُدائے عبادت وکړُو ځکه چه دا هغه خوښوى.


يعقوب 2:2
ولے چه که يو سړى دَ سرو زرو ګوته اَؤ ښائسته جامے آغوستے وى اَؤ ستاسو دَ عبادت ځائے ته راشى اَؤ يو غريب سړى په شليدلو جامو کښے،


Indonesian Bible TB 1974
Alkitab Terjemahan Baru (TB) - 1974 ©