A A A A A


لټون

يوحنا 4:10
عيسىٰ هغے ته جواب ورکړو چه ”که تۀ په دے خبر وَے چه دَ خُدائے بخښنه څۀ ده اَؤ تا نه چه څوک اوبۀ غواړى، دا دے څوک، نو تا به دَ هغۀ نه خواست کړے وو اَؤ هغۀ به تا ته دَ ژوندُون اوبۀ درکړے وے.“


اعمال 8:20
نو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پيسے دِ تا سره غرقے شى ځکه چه ستا دا خيال وو چه دَ خُدائے بخښنه په بيعه خرڅيږى!


โรม ๔:๔
نو اوس که يو سړے څۀ کار وکړى نو دَ هغۀ مزدُورى دَ هغۀ بخښنه نۀ ده، نو دا خو دَ هغۀ حق دے.


โรม ๕:๑๕
خو دَ خُدائے فضل دَ آدم دَ ګُناهُونو په مُقابله کښے بے اندازے وو ځکه چه که دَ يو سړى ګُناه په دومره ډيرو خلقو باندے مرګ نازلوو نو دَ خُدائے فضل اَؤ دَ هغۀ بخښنه چه دَ يو سړى، يعنے عيسىٰ مسيح په وسيله شوے ده، په ډيرو خلقو خامخا په اِفراط سره نازل شو.


โรม ๕:๑๖
اَؤ بيا دا چه دَ خُدائے فضل دَ يو سړى دَ ګُناه سره تلل نۀ دى په کار ځکه چه دَ يو سړى په ګُناه دَ مرګ فتوىٰ کيږى، خو دَ خُدائے بخښنه دا ده چه هغه په خپل فضل دَ ډيرو ګُناهُونو نه دَ آزاديدو فيصله کوى.


โรม ๕:๑๗
که چرے دَ يو سړى په ګُناه دَ مرګ بادشاهى شوه نو دَ خُدائے فضل به دَ دے په مُقابله کښے ډير زيات وى اَؤ دَ هغۀ دَ صداقت بخښنه به ژوندُون وى، دَ هغه يو سړى په وسيله بادشاهى کوى چه عيسىٰ مسيح دے.


โรม ๖:๒๓
ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دے خو دَ خُدائے بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے دَ تل ژوندُون دے.


اِفِسيان 2:8
ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلے دے، دا ستاسو له طرفه نه نه، بلکه دَ خُدائے بخښنه ده.


اِفِسيان 3:7
اَؤ دَ خُدائے دَ هغه فضل په بخښنه چه دَ هغۀ دَ قُدرت په تاثير په ما وشو، زَۀ دَ دے زيرى خادم شوم.


Pashto Bible
No Data