A A A A A

لټون
متى 9:21
ځکه چه دَ هغے دا باور وو چه ”که زَۀ تش دَ هغۀ چُوغے له لاس وروړم، نو جوړه به شم.“


متى 24:23
اَؤ که بيا تاسو ته څوک دا ووائى چه ګورئ مسيح دلته دے يا هلته دے، نو باور پرے مۀ کوئ.


متى 24:26
که هغوئ تاسو ته ووائى چه هغه هلته په بيابان کښے دے نو بهر ورپسے مۀ ځئ، اَؤ که هغوئ ووائى چه هغه دَ ننه په کوټه کښے دے نو باور پرے مۀ کوئ.


متى 27:43
دَ دَۀ په خُدائے باور وو، اوس دِ خُدائے بچ کړى که چرے هغه ئے غواړى، ځکه چه دَۀ دا دعوىٰ کړے وه چه زَۀ دَ خُدائے زوئے يم.“


مرقوس 16:11
خو چه هغوئ دا واؤريدل چه ژوندے شوے دے اَؤ هغے ليدلے دے نو باور ئے پرے ونۀ کړو.


لوقا 1:18
زکریا فرښتې ته وویل: «زه څنګه په دې باور کولای شم چې داسې به وشي؟ ځکه چې زه زوړ سړی یم او ښځه مې هم زړه ده.»


لوقا 1:20
خو ګوره، ته به ګونګ شې او د دې شیانو تر پېښېدو پورې به خبرې نه شې کولی، ځکه چې تا زما په خبرو چې په ټاکل شوي وخت کې به رښتیا شي، باور ونه کړ.»


لوقا 1:45
ته څومره بختوره یې چې په دې باندې دې باور وکړ چې څښتن درته څه ویلي وو هغه به پوره شي.»


لوقا 22:67
هغوی وویل: «مونږ ته ووایه چې ته مسیح یې؟» هغه ځواب ورکړ: «که زه تاسو ته ووایم نو په ما به باور ونه کړئ


لوقا 24:11
خو د هغوی خبرې رسولانو ته بې معنی ښکاره شوې او په هغوی یې باور ونه کړ.


لوقا 24:41
هغوی د ډېرې خوشحالۍ او حیرانتیا له امله نه شو کولی چې بیاهم په دې باور وکړي، نو عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «آیا ستاسو سره دلته د خوړلو دپاره څه شته؟»


يوحنا 4:21
عيسىٰ ووئيل، ”باور وکړه چه يو وخت داسے راتلُونکے دے چه نۀ خو به تاسو دَ آسمانى پلار عبادت په دے غر وکړئ اَؤ نۀ په بيتُ المُقدس کښے.


يوحنا 5:24
رښتيا رښتيا تاسو ته وايم، کُوم سړے چه زما خبرو ته غوږ ږدى اَؤ په هغه چا باور لرى چه زَۀ ئے را استولے يم هغه تل عُمرى ژوندوُن لرى اَؤ په هغۀ به دَ سزا حُکم ونۀ شى ځکه چه هغه دَ مخکښے نه دَ مرګ نه ژوندُون ته آؤړيدلے دے.


يوحنا 5:38
خو دَ هغۀ کلام په تاسو کښے هيڅ ځائے نۀ دے مُوندلے ځکه چه په تاسو کښے يو هم په هغۀ باور نۀ کوى څوک چه هغۀ را استولے دے.


يوحنا 8:24
ځکه چه ما تاسو ته ووئيل چه تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ. که چرے تاسو په دے باور نۀ کوئ چه زَۀ چه يم هغه يم، نو تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ.“


يوحنا 9:18
خو يهوديانو په دے باور نۀ کاوو چه ګنى دا سړے ړُوند وو اَؤ بينا شو تر څو چه هغوئ دَ هغۀ دَ مور اَؤ پلار نۀ وُو رابللى


يوحنا 11:42
ما ته دا دَ آګاهو نه معلُومه وه چه تۀ تل زما آؤرے خو ما دَ دے حاضرو خلقو دَ پاره سوال وکړو چه دَ دوئ دا باور وشى چه زَۀ تا را استولے يم.“


يوحنا 14:10
آيا په دے ستاسو باور نِشته چه زَۀ په پلار کښے يم اَؤ پلار په ما کښے دے؟ زَۀ چه څۀ خبرے تاسو ته کوم هغه دَ ځان نه نۀ کوم، دا هغه دے چه په ما کښے اوسى اَؤ خپل کار کوى.


يوحنا 14:11
چه زَۀ دا وايم چه پلار په ما کښے دے اَؤ زَۀ په پلار کښے نو په دے باور وکړئ اَؤ يا دَ دے کارُونو په سبب باور وکړئ.


روميان 8:38
ځکه چه زما دا باور دے چه دَ خُدائے دَ مينے نه چه مُونږ ئے په خپل مالِک عيسىٰ مسيح کښے لرو، نۀ مرګ اَؤ نۀ ژوندُون، نۀ فرښتے، نۀ نور آسمانى حاکمان، نۀ قُوتُونه،


روميان 14:11
ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه :  ”مالِک وائى چه باور وکړئ چه هر يو به زما په مخکښے په سجده شى، اَؤ هره ژبه به اِقرار وکړى چه زَۀ خُدائے يم.“


اول کورنتيان 15:31
زما ورُوڼو! تاسو زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے زما وياړ يئ، باور وکړئ چه زَۀ هره ورځ مرم.


دوېم کورنتيان 1:12
مُونږ ته په دے خبره فخر دے بلکه زمُونږ زړۀ ګواهى کوى چه دُنيا ته اَؤ خاص تاسو ته دَ خُدائے غوندے دَ رښتينوالى اَؤ دَ زړۀ دَ پاکوالى سره ګُزران کولو اَؤ مُونږ دَ دُنيا دَ حِکمت نه کار وانۀ خستو بلکه دَ خُدائے په فضل مو باور وکړو.


دوېم کورنتيان 1:15
اَؤ هم په دے باور ما دا اِراده کړے وه چه اول تاسو له درشم دَ دے دَ پاره چه تاسو سره دوه ځله ملاقات وشى،


دوېم کورنتيان 2:3
اَؤ ما تاسو ته هغه خبره ليکلے وه دَ دے دَ پاره چه هسے نه چه زما په راتلو چه ما ته په چا خوشحاليدل په کار دى زَۀ دِ دَ هغوئ په وجه غمژن يم، ځکه چه زما په تاسو ټولو دَ دے خبرے باور دے چه کُومه چه زما خوشحالى ده هغه ستاسو دَ ټولو ده.


دوېم کورنتيان 3:4
مُونږ دَ مسيح په معرفت په خُدائے داسے باور لرُو،


دوېم کورنتيان 7:4
زَۀ په تاسو باور کوم اَؤ چه زَۀ په تاسو ډير فخر کوم ما ته پُوره تسلى حاصله ده اَؤ چه په مُونږ چه څومره مُصيبتُونه راځى په هغو ټولو کښے زما زړۀ بيحده خوشحاليږى.


دوېم کورنتيان 8:22
اَؤ مُونږ دَ هغوئ سره هغه بل ورور درليږلے دے کُوم چه مُونږ په ډيرو خبرو کښے څو څو واره آزمائيلے اَؤ سرګرم مُوندلے دے خو هر کله چه دَ هغۀ په تاسو ډير باور دے ځکه خو اوس زيات په جوش کښے دے.


دوېم کورنتيان 9:4
ځکه چه که زۀ دَ مِکدونيه نه دَ ځان سره خلق راولم اَؤ هغوئ تاسو تيار ونۀ مُومى نو دا به زمُونږ اَؤ ستاسو دَ پاره هم څومره شرمندګى وى ځکه چه مُونږ په تاسو باور ښوولے دے.


دوېم کورنتيان 10:7
تاسو تش هغه څيزُونو ته ګورئ کُوم چه سترګو ته ښکارى. که دَ چا په ځان دا باور وى چه هغه دَ مسيح دے، نو په خپل زړۀ کښے دِ دا سوچ هم وکړى چه څنګه هغه دَ مسيح دے هم هغه شان مُونږ هم دَ مسيح يُو.


فيليپيان 1:6
اَؤ زما دَ دے خبرے په باب کښے باور دے چه چا چه په تاسو کښے نيک کار شروع کړے دے، هغه به ئے دَ عيسىٰ مسيح تر ورځے پورے پُوره کړى.


دوېم تِسالونيکيان 3:4
اَؤ په مالِک کښے زمُونږ په تاسو باور دے چه مُونږ تاسو ته کُوم حُکمُونه درکوُو په هغوئ عمل کوئ اَؤ کوئ به ئے هم.


تيطوس 1:9
کُوم کلام چه هغۀ ته ورزده کړے شوے دے، هغه دِ دَ دے لائق وى، چه خلق په هغۀ باور کولے شى. نو په کار دى چه مشر په دے کلام قايل وى چه هغه په صحيح تعليم ورکولو نصيحت هم کولے شى، اَؤ مُخالفان قائل کولے هم شى.


فيليمون 1:21
تا ته په ليکلو زما باور دے چه تۀ به زما درخواست پُوره کړے، بلکه دَ هغے نه هم زيات.


عبرانيان 2:13
اَؤ بيا دا چه :  ”زَۀ به په هغۀ باور ساتم.“ اَؤ بيا دا چه :  ”ګوره! زَۀ دَ هغه بچو سره چه خُدائے ما ته راکړل موجُود يم.“


عبرانيان 3:14
ځکه چه مُونږ په مسيح کښے شريک شوى يُو خو هله چه په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ قائم پاتے شُو.


عبرانيان 6:17
خُدائے چا سره چه لوظ کړے وو، هغۀ هغوئ ته دا باور ورکول غوښتل چه دَ هغۀ اِرادے بدليدے نۀ شى، ځکه هغۀ دَ لوظ نه علاوه قسم هم وخوړلو.


عبرانيان 11:1
پس ايمان دا دے چه په هغه څيزُونو باور وکړو چه پرے اُميد لرُو، اَؤ دَ ناليدلو څيزُونو ثبوت دے.


عبرانيان 11:19
ځکه چه دَ اِبراهيم دا باور وو چه خُدائے اِسحاق له مړو نه بيا دَ ژوندى کولو قُدرت لرى، نو داسے اِبراهيم اِسحاق له مړو نه بيا ژوندے ومُوندلو.


دوېم پطروس 1:16
هر کله چه مُونږ تاسو دَ خپل مالِک عيسىٰ مسيح دَ قُدرت اَؤ دَ راتلو نه خبر کړى وئ نو مُونږ په ټګئ دَ ځانه په جوړو کړو قِصو باور نۀ وو کړے بلکه په خپله مو دَ هغۀ لوئى ليدلے وه،


اول يوحنا 3:19
هم دغه شان به مُونږ پوهه شُو چه مُونږ دَ حقيقت يُو، اَؤ دَ خُدائے په مخکښے دا باور لرُو.


اول يوحنا 3:21
خوږو دوستانو! که چرے زمُونږ زړۀ مُونږ نۀ ملامتوى نو بيا مُونږ دَ خُدائے په مخکښے باور لرُو.


اول يوحنا 4:17
اَؤ په دے مينه په مُونږ کښے کامله شوے ده چه دَ عدالت په ورځ مُونږ باور ولرُو، اَؤ دا ځکه لکه چه هغه دے مُونږ هم په دے دُنيا کښے يُو.


Pashto Bible
No Data