A A A A A
Facebook Instagram Twitter
پښتو بائبل

اِفِسيان 3



1
هم په دے وجه زَۀ پولوس تاسو غيرو يهُوديانو له خاطره دَ مسيح عيسىٰ قيدى يم.
2
شايد چه تاسو به دَ خُدائے دَ هغه فضل په باب کښے کُوم چه ستاسو دَ پاره په ما وشو، آؤريدلى وى،
3
يعنے دا چه هغه راز ما ته دَ کشف په وسيله معلُوم شو لکه چه ما اول دَ هغے لږ شان حال ليکلے دے.
4
دَ هغے په لوستلو تاسو معلُومولے شئ چه زَۀ دَ مسيح په هغه راز څومره پوهيږم،
5
چه هغه راز په تيرو شوو زمانو کښے بنى آدمو ته دغه شان معلُوم شوے نۀ وو څنګه چه هغه ئے پاکو رسُولانو اَؤ نبيانو ته دَ رُوحُ القُدس په وسيله اوس ښکاره کړے دے.
6
اَؤ هغه راز دا دے چه دَ زيرى په وسيله غير يهُوديان دَ يهوديانو سره دَ خُدائے په ميراث کښے برخه ولرى، اَؤ په يو بدن کښے شامل، اَؤ دَ خُدائے په هغه لوظ کښے شريک شى چه هغۀ دَ مسيح عيسىٰ په وسيله وکړو.
7
اَؤ دَ خُدائے دَ هغه فضل په بخښنه چه دَ هغۀ دَ قُدرت په تاثير په ما وشو، زَۀ دَ دے زيرى خادم شوم.
8
په ما چه زَۀ په ټولو پاکانو کښے له ورکوټى نه ورکوټے يم، دا فضل وشو چه زَۀ غير يهُوديانو ته دَ مسيح دَ بے اندازے دولت زيرے ورکړم،
9
اَؤ په ټولو دا خبره ښکاره کړم چه هغه راز چه له ازل نه دَ ټولو څيزُونو په پيدا کوُونکى خُدائے کښے پټ وو، هغه به څرګند کړى،
10
چه اوس دَ جماعت په وسيله دَ خُدائے قِسم قِسم حِکمت هغه حاکمانو اَؤ دَ واک خاوندانو ته معلُوم شى څوک چه په آسمان کښے دى،
11
دَ هغے ازلى اِرادے په مُطابق کُومه چه هغۀ زمُونږ دَ مالِک مسيح عيسىٰ په وسيله سر ته ورسوله.
12
په عيسىٰ مسيح کښے اَؤ په هغۀ دَ ايمان لرلو په وسيله مُونږ ته زړه ورتيا ده چه مُونږ په پُوره تسلئ سره دَ خُدائے په مخکښے حاضريدے شُو.
13
نو بيا زَۀ خواست کوم چه تاسو زما دَ هغه مُصيبتُونو په وجه هِمت مه بائيلئ کُوم چه ستاسو دَ خاطره زغمم، ځکه چه هغه ستاسو دَ پاره لوئى ده.
14
په دے سبب زَۀ دَ هغه پلار په وړاندے په زنګنو کيږم،
15
چا نه چه دَ آسمان اَؤ مزکے هره يوه خيلخانه خپل حقيقى نُوم مُومى،
16
چه هغه دَ خپل جلال دَ دولت په مُطابق تاسو ته دا څۀ درکړى چه تاسو په خپل باطنى اِنسانيت کښے دَ هغۀ دَ رُوح په وسيله ډير زوره ور شئ،
17
اَؤ دَ ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړُونو کښے ځائے ومُومى. زَۀ دُعا کوم چه تاسو په مينه کښے پوخ بيخ ولرئ.
18
چه دَ ټولو پاکانو سره په ښۀ شان سره معلُوم کړے شئ چه دَ مسيح دَ مينے پلنوالے، اُوږدوالے، اُوچتوالے اَؤ ژوروالے څومره دے،
19
اَؤ دَ مسيح په هغه مينه پوهه شئ کُومه چه دَ پوهے نه بهر ده، چه تاسو دَ خُدائے په ټوله معمُورئ کښے معمُور شئ.
20
اوس چه څوک داسے قادر دے چه دَ هغه قُدرت په مُطابق چه په مُونږ کښے اثر کوى، زمُونږ دَ خواست اَؤ خيال نه ډير زيات کار کولے شى،
21
هغۀ ته دِ په جماعت کښے اَؤ په عيسىٰ مسيح کښے تل تر تله، پيړئ په پيړئ جلال وى! آمين.











اِفِسيان 3:1
اِفِسيان 3:2
اِفِسيان 3:3
اِفِسيان 3:4
اِفِسيان 3:5
اِفِسيان 3:6
اِفِسيان 3:7
اِفِسيان 3:8
اِفِسيان 3:9
اِفِسيان 3:10
اِفِسيان 3:11
اِفِسيان 3:12
اِفِسيان 3:13
اِفِسيان 3:14
اِفِسيان 3:15
اِفِسيان 3:16
اِفِسيان 3:17
اِفِسيان 3:18
اِفِسيان 3:19
اِفِسيان 3:20
اِفِسيان 3:21






اِفِسيان 1 / اِفِسيان 1
اِفِسيان 2 / اِفِسيان 2
اِفِسيان 3 / اِفِسيان 3
اِفِسيان 4 / اِفِسيان 4
اِفِسيان 5 / اِفِسيان 5
اِفِسيان 6 / اِفِسيان 6