A A A A A
Facebook Instagram Twitter
پښتو بائبل

مرقوس 8



1
په هغه ورځو کښے په يوه بله موقعه چه ډير خلق راجمع وُو اَؤ ورسره دَ خوړلو څۀ نۀ وُو، عيسىٰ خپل مُريدان راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل،
2
”په دے خلقو زما زړۀ سوزى، دَ دريو ورځو راسے زما سره دى اَؤ څۀ ئے خوړلى نۀ دى.
3
که چرے کورُونو ته ئے وُږى واستوم نو دوئ به په لاره بے هوشه شى ځکه چه ځنے په کښے دَ لرے نه راغلى دى.“
4
مُريدانو جواب ورکړو چه ”په دے خوشى بيابان کښے به څوک دومره خلقو له ډوډئ ورکړے شى؟“
5
هغۀ تپوس وکړو چه ”تاسو سره څو ډوډئ دى؟“ اَؤ هغوئ جواب ورکړو، ”اُووۀ.“
6
نو هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چه ”په مزکه کښينئ.“ بيا هغۀ هغه اُووۀ ډوډئ واخستے، دَ خُدائے شکر ئے وويستو اَؤ هغه ډوډئ ئے ماتے کړے اَؤ مُريدانو ته ئے دَ ويشلو دَ پاره ورکړے اَؤ هغوئ خلقو ته ورکړے.
7
دَ هغوئ سره يو څو واړۀ کبان هم وُو چه په هغو ئے هم شکر وويستو اَؤ حُکم ئے وکړو چه ”دا هم پرے تقسيم کړئ.“
8
هغو ټولو خوراک په مړه خيټه وخوړلو اَؤ دَ پاتے شوى ټُکړو نه اُووۀ ټوکرئ ډکے شوے.
9
خلق خوا اَؤ شا څلور زره وُو. بيا ئے هغوئ رُخصت کړل،
10
اَؤ سمدستى دَ خپلو مُريدانو سره کِشتئ ته وختلو اَؤ دَ لمتيانو علاقے ته لاړو.
11
نو بيا فريسيان بهر راووتل اَؤ دَ عيسىٰ سره ئے مُناظره شروع کړه. دَ آزميښت په طور ئے دَ هغۀ نه څۀ آسمانى نخښه وغوښته.
12
هغۀ دَ ځان سره يو سوړ آسويلے وکړو اَؤ وئے وئيل چه ”دا پيړئ نخښے دَ څۀ دَ پاره غواړى؟ زَۀ درته دا وايم چه دے پيړئ ته به يوه نخښه هم ورنۀ کړے شى.“
13
په دے خبره ئے دوئ پريښول اَؤ بيا کِشتئ ته وختلو اَؤ دَ درياب بلے غاړے ته لاړو.
14
خو دا ځلے دَ مُريدانو نه دَ ځان سره ډوډئ وړل هير شوى وُو.
15
په کشتئ کښے دَ هغوئ سره يکى يوه ډوډئ وه. عيسىٰ هغوئ له خبردارے ورکړو اَؤ وئے وئيل چه ”دَ فريسيانو اَؤ دَ هيروديس دَ خمبيرے نه به ګورے، ځان ساتئ.“
16
هغوئ په خپلو کښے ووئيل چه ”دا په دے چه زمُونږ سره ډوډئ نِشته.“
17
هغه دَ هغوئ په زړُونو پوهه شو چه په دوئ کښے څۀ دى، ځکه ئے تپوس ترے وکړو، ”دا تاسو داسے خبرے ولے کوئ چه ګنى ډوډئ درسره نِشته؟ آيا تاسو ته تر اوسه معلُومه نۀ ده؟ تاسو لا تر اوسه نه يئ پوهه؟ آيا ستاسو دِماغ تر اوسه بند دى؟
18
تاسو سترګے خو لرئ، نو تاسو وينئ نۀ؟ تاسو غوږُونه لرئ، نو تاسو آؤرئ نه؟ آيا ستاسو نه هير دى؟
19
چه کوم وخت ما پنځه ډوډئ پنځه زره کسانو ته ماتے کړے، نو تاسو دَ پاتے شوو ټُکړو نه څومره ټوکرئ ډکے کړے وے؟“ هغوئ ورته ووئيل چه ”دولس.“
20
”اَؤ چه کله مے اووۀ ډوډئ څلور زرو تنو ته ماتے کړے، نو تاسو دَ پاتے شوو ټُکړو نه څومره ټوکرئ ډکے کړے وے؟“ هغوئ جواب ورکړو ”اُووۀ.“
21
نو هغۀ ووئيل چه، ”لا تر اوسه هم نۀ پوهيږئ؟“
22
هغوئ بيتِ صدا ته ورسيدل. هلته خلقو عيسىٰ له يو ړُوند سړے راوستو اَؤ سوال ئے وکړو چه په هغۀ لاس ولګوى.
23
هغۀ ړُوند سړے دَ لاسه ونيوو اَؤ دَ کلى نه ئے بهر بوتلو. بيا ئے دَ هغۀ په سترګو لاړے پورے کړے اَؤ خپل لاس ئے پرے ولګوو اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”څۀ ورته ښکارى که نه؟“
24
دَ سړى سترګے بينا شوے اَؤ وئے وئيل، ”زَۀ سړى وينم لکه دَ ونو په شان، خو دا ګرځى.“
25
عيسىٰ دَ هغۀ په سترګو بيا لاس کيښودو ”اَؤ هغه سړى په ځير ورته وکتل،“ نو هغه جک جوړ شو اَؤ هر شے ورته صفا ښکاره شو.
26
بيا عيسىٰ هغه کور ته رُخصت کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”په کلى کښے مه ننوزه.“
27
عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ مُريدان قيصريه فيليپى ته لاړل. هغۀ په لاره دَ خپلو مُريدانو نه تپوس وکړو چه ”خلق څۀ وائى چه زَۀ څوک يم؟“
28
هغوئ جواب ورکړو چه ”ځنے وائى چه بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ دے، ځنے درته اِلياس وائى اَؤ نور دِ دَ نبيانو نه يو نبى ګڼى.“
29
نو بيا هغۀ تپوس وکړو چه ”تاسو مے څۀ ګڼئ چه زَۀ څوک يم؟“ پطروس جواب ورکړو چه ”تۀ مسيح ئے.“
30
بيا هغۀ هغوئ په سختئ سره منع کړل چه ”زما په حقله هيچا ته څۀ مۀ وايئ.“
31
اَؤ بيا ئے هغوئ ته تعليم شروع کړو چه ”اِبن آدم به په ځان ډير تکليفونه تير کړى اَؤ مشران، مشران کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان به ئے مُجرم کړى اَؤ قتل به ئے کړى، خو په دريمه ورځ به هغه بيا ژوندے پاڅى.“
32
هغۀ دا خبره په صفا ټکو کښے ووئيله. نو پطروس هغه دَ لاسه ونيولو، يوے ډډے ته ئے بوتلو اَؤ وئے زورلو.
33
خو عيسىٰ مخ راواړولو، خپلو مُريدانو ته ئے وکتل اَؤ پطروس ئے ورټلو. ورته ئے ووئيل چه ”رانه لرے شه شيطانه! تۀ دَ بنى آدمو په شان سوچ کوے، نۀ چه دَ خُدائے په شان.“
34
بيا عيسىٰ خلق اَؤ خپل مُريدان هم راوبلل اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل، ”هر څوک چه زما مُريد جوړيدل غواړى هغه دِ خپل ځان هير کړى، په کار دى چه هغه دِ خپله سولئ پورته کړى اَؤ ما پسے دے راځى.
35
څوک چه دَ ځان خير غواړى هغه به ترے نه ورک شى، خو کُوم سړے چه دَ زيرى اَؤ زما دَ خاطره ځان ورک کړى نو هغه به ئے بچ کړى.
36
که يو بنى آدم دَ خپل ځان په بدل کښے ټوله دُنيا وګټى نو څۀ ئے وګټل؟
37
هغه دَ دے ځان دَ بيا حاصلولو دَ پاره څۀ قيمت ورکولے شى؟
38
اَؤ هر هغه څوک چه په دے دَ خُدائے نه مُنکره اَؤ ګُناه ګاره پيړئ کښے په ما اَؤ زما په کلام شرميږى، نو اِبن آدم به هم په هغۀ په هغه وخت شرميږى کله چه هغه دَ خپل پلار په لوئى کښے دَ پاکو فرښتو سره راشى.“











مرقوس 8:1

مرقوس 8:2

مرقوس 8:3

مرقوس 8:4

مرقوس 8:5

مرقوس 8:6

مرقوس 8:7

مرقوس 8:8

مرقوس 8:9

مرقوس 8:10

مرقوس 8:11

مرقوس 8:12

مرقوس 8:13

مرقوس 8:14

مرقوس 8:15

مرقوس 8:16

مرقوس 8:17

مرقوس 8:18

مرقوس 8:19

مرقوس 8:20

مرقوس 8:21

مرقوس 8:22

مرقوس 8:23

مرقوس 8:24

مرقوس 8:25

مرقوس 8:26

مرقوس 8:27

مرقوس 8:28

مرقوس 8:29

مرقوس 8:30

مرقوس 8:31

مرقوس 8:32

مرقوس 8:33

مرقوس 8:34

مرقوس 8:35

مرقوس 8:36

مرقوس 8:37

مرقوس 8:38







مرقوس 1 / مرقوس 1

مرقوس 2 / مرقوس 2

مرقوس 3 / مرقوس 3

مرقوس 4 / مرقوس 4

مرقوس 5 / مرقوس 5

مرقوس 6 / مرقوس 6

مرقوس 7 / مرقوس 7

مرقوس 8 / مرقوس 8

مرقوس 9 / مرقوس 9

مرقوس 10 / مرقوس 10

مرقوس 11 / مرقوس 11

مرقوس 12 / مرقوس 12

مرقوس 13 / مرقوس 13

مرقوس 14 / مرقوس 14

مرقوس 15 / مرقوس 15

مرقوس 16 / مرقوس 16