A A A A A

روميان 3:1-31
1. نو بيا يهُودى څۀ غوره والے لرى؟ اَؤ دَ سُنت کيدلو فائده څۀ ده؟
2. په هره معامله کښے ډيره! دَ ټولو نه لويه دا چه دَ خُدائے کلام هغوئ ته وسپارلے شو.
3. په دے څۀ که په دوئ کښے ځنے بے وفا وُو؟ آيا دَ دوئ بے وفائى به دَ خُدائے وفادارى بے اثره کړى؟
4. هيڅ کله نه! که هر ژوندے بنى آدم دروغژن هم شى خو خُدائے به خامخا رښتُونے وى، لکه چه په صحيفو کښے مُونږ دا لولو چه :  ”تۀ دِ په خپلو خبرو کښے رښتُونے وګرزے اَؤ په خپل عدالت کښے دِ برے ومُومے.“
5. خو بل سوال دا چه که چرے زمونږ بے انِصافى دَ خُدائے دَ انِصاف ښکاره کولو سبب کيدے شى نو بيا مُونږ په کښے څۀ وئيلے شو؟ آيا دا دَ خُدائے دَ لورى بے انِصافى ده چه خُدائے په مُونږ غضب نازلوى؟ زَۀ داسے دَ اِنسان په طور وايم.
6. هيڅ کله نه! که چرے خُدائے بے اِنصافه وى نو هغه به دَ دُنيا عدالت څنګه وکړى؟
7. بيا دا، که چرے دَ خُدائے حقيقت هغۀ ته لا زيات جلال زما دَ دروغو په سبب ورکوى نو بيا دِ دَ څۀ دَ پاره زَۀ په خپلو ګُناهونو مُجرم کيږم؟
8. نو بيا ولے دِ بد ونۀ کړے شى چه ښۀ پرے څرګند شى؟ لکه چه ځنے په مُونږ دا تُهمت لګوى چه مُونږ داسے وايُو! چه دوى مُجرم وګرزولے شى نو دا بے اِنصافى نۀ ده.
9. بيا نو څنګه؟ آيا مُونږ يهُوديان څۀ هم دَ نورو نه ښۀ يُو څۀ؟ نه، بلکل نه! ځکه چه مُونږ دَ مخکښے نه دا اِلزام عائد کړے دے چه يهُوديان اَؤ غير يهُوديان دواړه يو شان دَ ګُناه په ولقه کښے دى.
10. لکه چه صحيفے وائى چه :  ”هيڅوک صادِق نِشته، يو هم نِشته.
11. داسے هيڅوک نِشته چه پوهيږى، داسے هيڅوک نِشته چه دَ خُدائے طالب وى.
12. ټول ګُمراه دى اَؤ دَ هيڅ کار نۀ دى، داسے هيڅوک نِشته چه مهربانى کوى، نه، هيڅوک نِشته.
13. دَ هغوئ مرئ دَ پرانستى قبرُونو په شان دى، هغوئ دَ خپلو ژبو سره ټګى کوى، دَ هغوئ په شونډو دَ مارانو زهر پراتۀ دى.
14. اَؤ دَ هغوئ خُلے دَ ترخو خبرو اَؤ لعنتُونو نه ډکے دى.
15. دَ هغوئ پښے دَ وينے تويولو پلو په دَؤ دى.
16. تباهئ اَؤ بدحالئ دَ هغوئ په لارو کښے دى.
17. هغوئ دَ سلامتئ دَ لوئے لارے نه نا آشنا دى.
18. اَؤ دَ خُدائے ويره دَ هغوئ په خيال کښے نۀ راځى.“
19. مُونږ ته معلُومه ده چه دَ شريعت ټول کلام دَ هغه چا دَ پاره دے څوک چه دَ شريعت دَ لاندے دے، دَ دے دَ پاره چه يو سړے هم څۀ عُذر ونۀ لرى اَؤ دغه شان ټوله دُنيا دَ خُدائے په مخکښے مُجرمه کړے شى.
20. اَؤ يو سړے به هم په شريعت دَ عمل کولو دَ خُدائے په وړاندے صادِق نۀ وى ځکه چه شريعت خو صرف دَ ګُناه دَ پيژندلو سبب دے.
21. خو اوس دَ شريعت نه بيخى آزاد دَ خُدائے صداقت څرګند کړے شوے دے چه شريعت اَؤ نبيان دواړه دَ دے ګواه دى،
22. يعنے دَ خُدائے له طرف نه صداقت چه په عيسىٰ مسيح دَ ايمان په وسيله هغه ټولو ته ورکړے شى، يعنے هغوئ ټولو ته چه په هغۀ ايمان راؤړى. په دوئ کښے هيڅ فرق نِشته،
23. ځکه چه ټولو ګُناه کړے ده اَؤ دَ خُدائے دَ لوئى نه محرُوم دى،
24. اَؤ ټول دَ خُدائے په رحم ويړيا صادِق کيږى ولے چه عيسىٰ مسيح هغوئ خلاص کړى دى.
25. ځکه چه خُدائے مسيح دَ دے دَ پاره مُقرر کړے وو چه دَ هغۀ دَ قُربانئ په کفاره اَؤ په هغۀ دَ ايمان په وسيله ګُناهُونه وونيځى اَؤ چه خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چه خُدائے صابر دے نو په تيرو شو ګُناهُونو ئے څۀ غرض ونۀ لرو،
26. دَ دے دَ پاره چه په دے زمانه کښے صداقت ښکاره کړى اَؤ دا ښکاره کړى چه هغه په خپله صادِق دے اَؤ هر هغه سړے صادِق ګڼى چه په عيسىٰ مسيح ايمان لرى.
27. نو بيا فخر کول چرته؟ دا بے ځايه دى! په کُوم سبب؟ دَ عمل کولو په وجه؟ نه، خو دَ ايمان په وسيله.
28. مُونږ دا وايُو چه خُدائے سړے دَ ايمان په وسيله صادِق کوى، نۀ چه په شريعت دَ عمل کولو.
29. آيا دا چه خُدائے يواځے دَ يهُوديانو خُدائے دے؟ آيا هغه دَ غيرو يهُوديانو خُدائے نۀ دے؟ بے شکه چه هغه دَ غيرو يهُوديانو خُدائے هم دے.
30. ځکه چه خُدائے يو دے اَؤ هغه به سُنت شوى دَ ايمان په وسيله اَؤ ناسُنته هم دَ ايمان په وسيله صادِق کړى.
31. آيا دَ دے دا مطلب دے چه مُونږ دَ ايمان په وسيله شريعت بے اثره کوو؟ هيڅ کله نه، بلکه مُونږ خو شريعت مظبُوطوو.