A A A A A
انجیل په یو کال کې
اپریل 17

لوقا 13:23-35
23. یو چا ورڅخه پوښتنه وکړه: «استاده! آیا یوازې لږ خلک به خلاصون ومومي؟» عیسی ځواب ورکړ:
24. «زیات کوښښ وکړئ چې له تنګې دروازې څخه وردننه شئ، ځکه زه تاسو ته وایم چې ډېر خلک به د ننوتلو هڅه وکړي خو وبه نه شي کړای.
25. کله چې یو ځل د کور خاوند راپاڅیږي او دروازه بنده کړي، نو تاسو به دباندې پاتې شئ او دروازه به ټکوئ او وایئ به چې ای ښاغلیه! دروازه خلاصه کړه. خو هغه به ځواب درکړي چې زه تاسو نه پېژنم چې له کوم ځایه راغلي یئ.
26. نو بیا به تاسو وایئ: «مونږ تا سره په یو دسترخوان خوړلې او څښلې او تا زمونږ په کوڅو کې تعلیم ورکاوه.»
27. خو هغه به بیا درته ووایي: «زه تاسو نه پېژنم چې له کوم ځایه راغلي یئ. ای بدکارانو! زما د مخې نه لیرې شئ.»
28. کله چې تاسو ووینئ چې ابراهیم، اسحاق، یعقوب او ټول پیغمبران د خدای په پادشاهۍ کې دي خو تاسو ورڅخه شړل شوي یئ، نو بیا به ژاړئ او خپل غاښونه به چیچئ.
29. خلک به د ختیځ او لویدیځ او شمال او جنوب څخه راشي او د خدای د پادشاهۍ په میلمستیا کې به کښېني.
30. څوک چې اوس وروستي دي، هغوی به لومړي شي او څوک چې لومړي وي هغوی به وروستي شي.»
31. په هماغه وخت کې یو څو فریسیان عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «دا ځای پرېږده او کوم بل ځای ته لاړ شه، ځکه چې هیرودیس غواړي تا ووژني.»
32. عیسی هغوی ته وویل: «لاړ شئ او هغه ګیدړ ته ووایئ چې زه نن او سبا پېریان وباسم او خلک روغوم او په دریمه ورځ به خپل کار پای ته ورسوم.
33. په هرحال زه باید نن او سبا او بل سبا خپل سفر ته دوام ورکړم، ځکه چې دا ناشونې ده چې یو پیغمبر دې د اورشلیم څخه پرته په بل ځای کې ووژل شي.
34. ای اورشلیمه! ای اورشلیمه! ای هغه ښاره چې پیغمبران وژنې او کوم کسان چې د خدای له خوا درلېږل کیږي هغه سنګساروې. ما څو څو ځلې وغوښتل چې ستا خلک داسې سره راغونډ کړم لکه چرګه چې خپل بچي د خپلو وزرونو لاندې راټولوي، خو تا ونه غوښتل.
35. ګوره، ستاسو کور تاسو ته پرېښودل کیږي. زه تاسو ته وایم چې نور به ما ترهغې ونه وینئ ترڅو هغه وخت راشي چې دا ووایئ: مبارک دی هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي.»